1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د شمال په امن سيمو کې د شفافو انتخاباتو د ترسره کولو ډاډ

۱۳۹۷ مهر ۲۲, یکشنبه

په شمالي ولايتونو کې د ناامنيو د زياتيدو له امله، د رای ورکولو په ځينو مرکزونو کې انتخابات نه ترسره کيږي. خو دې سره سره د سرپل، جوزجان او فارياب ولايتونو چارواکي ډاډ ورکوي چې په امنو سيمو کې به شفاف انتخابات ترسره کيږي.

https://p.dw.com/p/36W0c
Afghanistan Wahlen
انځور: picture-alliance/AP Photo/R. Gul

د افغانستان شمالي ولايت سرپل شپږ ولسوالۍ لري چې له هغو څخه يوه ولسوالۍ کوهستانات د دولت د وسلوالو مخالفينو په واک کې ده. د سرپل ولايت د ټاکنو د خپلواک کميسيون په وينا، دغه ولايت د رای ورکولو ۱۴۹ مرکزونو لري چې په ۶۸ مرکزونو يې د لوړو امنيتي ګواښونو لاندې دي چې له وجې يې انتخابات په کې نه ترسره کيږي.

په سرپل کې د انتخاباتو د دفتر مشر عبدالملک حنيفي وايي په هغو مرکزونو کې چې امنيت يې تامين دی شفاف انتخابات به ترسره کوي او چا ته به د درغليو اجازه ورنکړي: «د رای ورکونکو له خوا د درغليو د مخنيوي له پاره تر ټولو مهمه وسيله (بايومتريک) دی چې دا به زموږ په اختيار کې قرار نيسي، له بل لوري خلکو هم په څو تيرو انتخاباتو کې تجربه ترلاسه کړې چې د شفافو انتخاباتو د ترسره کولو له پاره به موږ سره مرسته وکړي.»

په سرپل ولایت کې يوازنۍ امن ولسوالۍ چې د رای ورکولو ټول مرکزونه به په کې خلاص وي، د بلخاب ولسوالۍ ده.

حنيفي وايي چې د بايومتريک يو شمير وسايل دغه ولايت ته رسيدلي او د دغې ادارې کارکونکو ته يې د روزنې ورکولو چارې پيل شوي دي. هغه وايي چې د بايومتريک نور وسايل به د انتخاباتو له ترسره کيدو څخه يوه ورځ مخکې ټولو سيمو او مرکزونو ته ورسيږي.

د سرپل د آسياباد کلي اوسيدونکي نصرالله د راروانو پارلماني ټاکنو په اړه دويچه ويله ته وويل: «که چيرته په انتخاباتو کې له بايومتريک سيستم څخه کار واخيستل شي نو د درغليو مخه نيول کيږي، له دې پرته درغلي کيږي.

Afghanistan Dorfbewohner mit Eseln
د سرپل ولايت د ټاکنو دفتر وايي چې ټول انتخاباتي مواد دغه ولايت ته رسيدلي دی. انځور د آرشيفانځور: Getty Images/AFP

د سرپل ولايت بل اوسیدونکی نجيب الله وايي: «زه اتيا په سلو کې په دې بارو يم چې په انتخاباتو کې به تقلب نه ترسره کيږي.»

جوزجان ولایت چې د رای ورکولو ۱۲۹ مرکزونه لري، خو داسې ښکاري چې د امنيتي ګواښونو له امله به يوازې په ۶۰ مرکزونو کې يې انتخابات ترسره شي، خو اوس د جوزجان ولايت امنيتي چارواکو د دغه ولايت د انتخاباتو کميسيون ته ويلي دي چې دوی د ۵۳ مرکزونو امنيت نيولی شی.

د جوزجان د  انتخاباتو د دفتر سرپرست حميدالله بلوچ وايي که چيرته امنيتي ستونزې رامنځ ته نشي د يو شفاف انتخاباتو د ترسره کولو له پاره بشپړه تياری لري.

هغه دويچه ويله ته وويل: «تر ټولو لويه ستونزه چې موږ ورسره مخ يو، د امنيت نشتون دی. د انتخاباتو د ترسره کولو له پاره مختلف ميتودونو په نظر کې نيول شوي دي او کومه ستونزه وجود نه لري.

جوزجان يوولس ولسوالۍ لري. د بلوچ په وينا د يوولسو ولسواليو څخه په درو ولسواليو، مرديان، درزاب او خماب کې يې د ناامنيو له وجې انتخابات نه شي ترسره کيدای. هغه وايي چې په پاتې نورو اتو ولسواليو کې په ځينو کې يې د رای ورکولو يو او په ځينو کې يې تر پنځو پورې مرکزونو فعال دي.

د جوزجان د انتخاباتو د دفتر مشر وايي چې په دغه ولایت کې څه باندې ۹۰ زره کسانو په انتخاباتو کې د ګډون په موخه خپل نومونه ثبت کړي دي چې په هغو کې ۶۰ زره يې ښځې دي. هغه زياتوي چې د انتخاباتو اړوند ټول اساسي مواد دغه ولایت ته رسيدلي دي.

Afghanistan Präsidentschaftswahl Auszählung Sicherheit Soldat
په شمال کې چارواکي داډ ورکوي چې په امنو سيمو کې به شفاف انتخابات تر سره شي انځور: Wakil Kohsar/AFP/Getty Images

هاخوا د فارياب ولايت د انتخاباتو دفتر وايي، چې دغه ولایت د راي ورکولو ۱۱۱ مرکزونه لري، خو په ۲۹ کې يې د ناامنيو له وجې انتخابات نه ترسره کيږي.
د فارياب غورماچ او بلچراغ ولسوالۍ د وسلوالو طالبانو په واک کې دي او پاتې نورو ديارلسو ولسواليو کې هم يوازې په مرکزونو کې يې انتخابات ترسره کيږي.

د فارياب د انتخاباتو د دفتر مشر عبدالرحمن فريد وايي چې د انتخاباتو تر ورځ کيدای شي د راي ورکولو مرکزونه د په نظر کې نيول شوو شميرو څخه ډير او يا هم کم شي چې دا تر ډيره امنيتي وضعيت سره تړاو لري.

فريد وايي: «د انتخاباتو اثاث او غير اثاث مواد مو له مرکزه فارياب ته راوړي دي که چيرته امنيتي ځواکونه د ناامنو مرکزونو امنيت ونيسي زه تيار يم چې په هغو سيمو کې انتخابات ترسره کړم.»

د فارياب د ټاکنو د دفتر مشر هم وايي چې دوی به چاته په ټاکنو کې د لاسوهنې او درغليو اجازه ورنکړي.

وسلوالو طالبانو ګواښ کړی چې د انتخاباتو بهير به مختل کوي، خو حکومت ژمنه کړې چې د دغه ملي بهير امنيت به نيسي.