1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

هر کال ۲.۶ ميليونه ناروغان د غلطو تشخیصونو له امله مړه کيږي

۱۳۹۸ شهریور ۲۴, یکشنبه

د روغتيا نړيوال سازمان وايي چې په نړۍ کې په هره دقیقه کې پنځه کسان د داکترانو د غلط تشخيص او درمل خوړلو د ناسمې سپارښتنې له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي. دغه سازمان سپارښتنه کوي چې له تيروتنو څخه بايد درس واخیستل شي

https://p.dw.com/p/3PdWf
Operation
انځور: picture-alliance/dpa/F.Gentsch

د روغتيا نړيوال سازمان (WHO)  اعلان کړی چې هر کال په نړۍ کې په ميليونو انسانان د داکتراتو د غلطې معالجې په نتيجه کې زيانمنيږي. په ژنيو کې د دغه سازمان مشر; تدروس آدانوم فبريسيوس ويلي دي چې په نړۍ کې د غلطو معالجو له امله په هره دقیقه کې پنځه کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي.

خو د روغتيا سازمان په عين حال کې ويلي دي چې آلمان او يو شمیر نور هيوادونه بيا په دې توانيدلي چې د ناروغانو د غلطو تشخيصونو مخنيوی وکړي او دغه ستونزه يې خپل تر ټولو ښکته کچې ته رسولې ده.

د ياد سازمان د ارقامو پر اساس، په ټوله نړۍ کې ۴۰ سلنه د «سر تر پښو» پورې ناروغان او ۱۰ سلنه بستري ناروغان د داکترانو د غلطو تشخیصونو په پایله کې زیانونه ويني.

هر کال ۲ ميليونه او ۶۰۰ زره کسان د غلطو تشخصيونو په نتيجه کې مړه کيږي. دغه کسان په هغو هیوادونو کې چې لږ او يا هم متوسط عوايد لري مړه کيږي. په ځينو مواردو کې داسې هم شوي چې ناروغان په تيروتنې، تر شيمي درملنې لاندې نيول شوي او يا په زهري موادو ککړ شوي دي.

په پام کې ده چې د روغتيا نړيوال سازمان د لومړي ځل له پاره د روان کال د سپتمبر په ۱۷مه د «ناروغانو د روغتيا» ورځ ولمانځي تر څو يې د نړيوالو پام د غلطو تشخيصونو موضوع لور ته اړولی وي.

د روغتيا له نړيوال سازمان څخه نيلام دینګرا کمار وايي چې د طبابت په علم کې غلط تشخيص، «يوه نړيواله ستونزه ده».

کمار سپارښتنه کوي چې له تيرو تيروتنو بايد درس او تجربې واخيستل شي. هغه ټيڼګار کوي چې دغه کار به د هغو اضافي لګښتونو مخه هم ونيسي چې ناروغان يې د غيرضروري يا غلطو تشخيصونو له پاره يې پرې کوي.