1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د داعش ۱۶۰ آلماني غړي لادرکه دي

۱۳۹۸ تیر ۲, یکشنبه

 څه د پاسه ۱۰۰۰ تنه آلماني اسلامپال، د داعش جنگي سیمو ته تللي ځینی یې بیرته راستانه سوي، ځینی یې وژل سوي او څو تنه یې  لادرکه دي. اوس د دې گواښ سته چی ښایي دغه کسان بیرته آلمان ته راستانه سي او دلته بریدونه تر سره کړي.

https://p.dw.com/p/3Kvwd
Terrorprozess gegen Syrien-Rückkehrer in Frankfurt
انځور: picture-alliance/dpa/B. Roessler

د آلمان حکومت په دې نه پوهیږي چی د عراق شمال او سوریی ته تللي اسلامپاله اوس چیری دي. د آزاد دیموکرات گوند FDP عمومي سکرترې لیندا تویته بیرگ د هغوی د اوسیدو په هکله یوې پوښتنې په جواب کي چي د آلمان داخله وزارت ورکړی او هغې د »ویلټ ام زونتاگ « ورځپاڼی ته وړاندی کړی، راغلي چی د داعش یا اسلامیي دولت په نامه ډلې، څه د پاسه  ۱۶۰ تنو آلماني غړو په هکله هیڅ ډول معلومات په لاس کي نسته چی هغوی به چیری وي.

برلین: پټ ستنیدل ناممکن ښکاري

حکومت په دې اړه ویلی چی د دغو اسلامپالو ډیری کسان ښایی د جنگونو په ترڅ کی وژل سوي وي. خو ځینو کسانو ته بیا ښایي د دې امکانات برابر سوي وي چی ځانونه پټ کړي. همدا ډول زیاته سوې چی »دا به له امکانه لیری وي چی د داعش دغه غړي به وکولای سي، پرته له دې چی د چا پام ور واوړول سي، په پټه آلمان ته راداخل او په آینده کي هم د دې ډاډمنتیا موجوده ده چي د آلماني امنیتي چارواکو له آگاهۍ پرته به د هغوی بیرته راستنیدل یوه استثنا پاته وي. د جرمني حکومت د دې کار په مقابل کي د تدابیرو تر لاس نیولو ته اشاره کوي، لکه پلټنه او تعقیب او یا هم د هغوی پر سفر د بندیز لگول.

Deutschland München | Prozess Jennifer W., IS-Rückkehrerin
انځور: Getty Images/S. Widmann

د آزاد ديموکرات ګوند سکرترې، تویته بیرگ » د اروپایی ټولنې د دباندنیو سرحدونو له نیمگړتیاوو ډک د ساتلو تدابیرو« ته په کتو سره، اندیښنه ښیي چې د آلمان حکومت په دې اړه نور تدابیر ترلاسه لاندې نه دي نیولي تر څو د داعش د جنگیالیو د بیرته راتگ مخه دي ورباندی ونیولای سي.

د آزاد دیموکرات گوند دغه سیاستواله حکومت په دې تورنوي چی تر اوسه یې هم د داعش د پخوانیو آلماني جنګیالیو په هکله کوم پلان  نه دی وړاندی کړی. دا کار په جنگ ځپلو سیمو کی پر آلمانانو او همدارنگه د داعش څه د پاسه ۲۰۰ هغو پخوانیو غړو باندی هم دلالت کوي چی په اوس وخت کی بیرته په آلمان کی اوسیږي.

نوموړې د آلمان د ایالتونو او فدرالي ادارې له داخله وزیرانو څخه غوښتنه کوي چی داسی یو پلان وړاندی کړي چی سړی څنگه کولای سي، د داعش د غړو د بیرته ستنیدونکو سره چلند وکړي او هغوی څنگه د خپلو اعمالو له کبله، محکمې ته معرفي کړي. د مثال په ډول په خارج کی د جنگي جنایتکارانو د تعقیب او د هغوی د جنایتونو د رسوا کولو له پاره د ظرفیت د پراخولو له لارې.

dpa/gp/ns