1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د داعش ډلې آلمانی ترهګر په لس کاله بند محکوم شوی

۱۴۰۰ آذر ۶, شنبه

د داعش ډلې د آلماني تروریست مدافع وکيلانو هڅه کوله چې د عيني شاهدانو څرګندونې غلطې وښيي. خو د قاضيانو په اند نيلس د. يو قاتل دی چې د »اسلامي دولت« بنديان يې ښايي ربړولي وي.

https://p.dw.com/p/43Yzh
Düsseldorf | Urteilsverkündung im Mordprozess gegen den IS-Terroristen Nils D.
د آلمان د دوسيلدورف ښار لوړې ايالتي محکمهانځور: Oliver Berg/dpa/picture alliance

د آلمان له دينسلاکن څخه د داعش د ترهګر په نوم پېژندل شوي آلمانی، دينلس د. د قتل په تور د محکمې له خوا په لس کاله بند محکوم شوی دی. د دوسلدورف لوړې آيالتي محکمې هغه د جنګي جنايتونو له کبله پړ وباله. د قاضيانو په باور دغه آلماني تبعه په سوريه کې د اسلامي دولت په نوم ډلې په يوه زندان کې يو بندي تر مرګه پورې ربړولی وو. خو د مرګونې شکنجې په دوو نورو مواردو کې دغه ۳۱ کلن آلماني سړي ته برائت ورکړل شوی دی.

د آلمان لويې څارنوالۍ د پړې د جديت له کبله د عمري بند عريضه او غوښتنه کړې وه. مدافعينو یې بيا د هغه د آزادولو هڅه کوله. د تورن کس مدافع وکیلانو د توجيه په توګه د يو څو تنو شاهدانو په خبرو کې ګويا د تضادونو استدلال کړی وو. تورن کس خپله خاموشي اختيار کړې وه او د قضيې په نورو پړاوونو کې کړو څرګندونو ته يې اشاره کړې وه. تر دې مخکې يې د خپلو نورو همکارو اسلام پالو مجرمينو پر ضد هر اړخيزې خبرې او څرګندونې کړې وې. دغې وروستۍ قضيې هم له دوو کلونو زيات وخت دوام وکړ.

د »لوبرګ لوا« ډلې غړيتوب

نيلس د. په ۲۰۱۶ کال کې لا د عين محکمې له خوا د داعش د تروريست په صفت په څلور نيم کاله بند محکوم شوی وو. هغه د »لوبرګ لوا« په نوم د سلفيانو په يوې مشهورې شوې ډلې پورې تعلق درلود چې د آلمان د دينسلاکن ښار په لوبرګ ناحيه کې وه او په سوريه کې له داعش سره يو ځای شوې وه.

هغه مهال محکمه په دې نظر وه چې نيلس د. د داعش په يوې تهاجمي ډلګۍ پورې ښايي اړه درلودلې وي. خو د هغه تر محکوم کېدو وروسته ډېر شمېر پخواني بنديان راپيدا شول چې ويې ويل چې دغه آلمانی ترهګر د سوريې د منبيج ښار په يوه زندان کې د داعش د شکنجه کوونکو له جملې څخه يو وو. د داعش په هغو زندانونو کې بنديان تر شل [فلج] کېدلو پورې ربړول او ځورول کېدل. دغه خبره د رواني قضيې مشر قاضي، يان فان لېسن، وکړه. د هغه په خبره سخت شکنجه شوي کسان بيا د نورو خلکو د ويرولو په موخه نندارې ته هم وړاندې کېدل.