1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

د داعش د وسلو فابريکې

۱۳۹۵ آذر ۲۴, چهارشنبه

د بريتانيا د يوه غير دولتي سازمان جنجالي موندنې: داعش په حيرانوونکې توگه په ډېر ښه کيفيت وسله او مهمات توليد وي. د دې ټولنې مشر ادعا کړې ده چې د وسلو او مرميو له پاره ټول اړين مواد او کوچنۍ پرزې د ترکيې جوړ دي.

https://p.dw.com/p/2UEvR
Irak IS-Waffenindustrie in Mossul
انځور: Conflict Armament Research

د وسله والو شړخو د څېړنو يوه غير دولتي بريتانوي انستيتوت (سي اې آر) یوې ډلې په نوامبر میاشت کې د عراق د موصل ښار د بيرته نيولو عملياتو پر وخت عراقي ځواکونه بدرګه کړل. په دې ترڅ کې دغي ډلي وکولای شول د «اسلامي دولت» (داعش) د وسلو، شپږ فابريکې وگوري. د دې ترڅنګ دوی د جګړې په ډګر کې پاته شوې وسلې او مرمۍ هم و ارزولې.

دغي ټولني نن، چهار شنبه (۲۰۱۶م کال د دسمبر میاشتي ۱۴ نيټه) په خپاره شوي خپل رپوټ کې ويلي دي چې «اسلامي دولت» ډلي په تر ټولو لومړی د هاوان بېل بېل ډول ګولۍ جوړوي، په تيره بيا ۱۲۰ ملي متره او همدا راز دوه ډوله راکټونه. د «سي اې آر» ټولنې مشر جيمز بيوان له دويچه ويله سره په مرکه کې وويل:

«موږ چې څه د توليد په خونو او يا د جګړې په ميدان کې وليدل نو له هغه څخه څرګنديږي چې دوی په سوونه زره ډغه ډول مرمۍ جوړولې. همدا راز د داعش د کار کيفيت هم د کنترول پر تدابيرو او معيار برابر دی.»

Irak IS-Waffenindustrie in Mossul
انځور: Conflict Armament Research

هغه زياته کړه چې «اسلامي دولت» ډله په خپل لاس جوړي شوې وسلې کاروي. یعني د وسلو په جوړولو کې په صنعتي توګه توليد شوي چاوديدونکو مواد نه ول کارول شوي. د دغه ډلې زياتره قوماندان د عراق د پوځ او يا د استخباراتي ادارو پخواني افسران دي او له همدې امله یې د وسلو دودیزي کارونې ته ميلان زيات دی.»

که څه هم چې د داعش د وسلو فابريکې ډيري عادي ښکاري: خو د خپلې اړتيا پوره کولو له پاره په کافي اندازه زياتي او په ښه کيفيت وسله جوړولای شوای. دا چې موصل د دغه ډلي اصلي مرکز وو نو دلته ډېر انجينران موجود ول او د توليد وړتيا ډيره وه.

د «سي ای آر» د رپوټ په حواله داعش کولای شول د وسلو د توليد له پاره کيمياوي موادو او زيات چاوديدونکو موادو ته د لاس رسي يوه ډادمنه لاره چې زياتره د ترکیې څخه تیريږي، ولري. خو بې له دې چي د ترکيې استخبارات په خبره شي، څرنګه دغه ډله توانېدلې ده چې اوږده موده دغه شان يوه شبکه فعاله وساتي؟ په اړه یې جيمز بيوان وايي:

«د ترکیې حکومت پوهیږي چې ستونزه لري. ترکيې په تور بازار کې د دغه شان موادو د خرڅلاو د مخه نيوي په اړه اقدامات کړي دي. خو دا چې دغه مواد د کرهڼۍ په برخه کې د سري په توګه هم کارول کيږي نو داعش کولای شول اوږده موده د ترکیې د جنوب په عادي بازارونو کې هم دغه مواد رانيسي.»

Irak IS-Waffenindustrie in Mossul
انځور: Conflict Armament Research

بيوان همدا راز زياتوي چې د «اسلامي دول» (داعش) له خوا د کنتروليدونکو سيمو او د ترکیې د جنوبي سيمو ترمنځ سرحد زياتره وخت ډير پرانيستی وو او د سرحد له لاري سوداګري روانه وه.

د يادي ټولني د رپوټ په حواله داعش په لومړي سر کې خپلې زياتره وسلې د عراق له پوځ څخه په غنيمت نيولي. نن هم دوی دغه وسلې کاروي. همدا راز د سوریې د پوځ یو زيات شمير وسلې او مهمات هم په لاس ورغلي دي.

په دې وروستيو کې داسي وسلې او مهمات کارول شوي دي چې د سوریې له شمال څخه راځي. دا هغه وسلې دي چې د نړيوالو په پيسو اخیستل شوي دي او د ترکیې له لاري په سوريه کې ياغي ډلو ته تر ورکړي وروسته، د داعش په لاس ورغلي دي.

نور مطالب: