1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د داعش د خراسان څانګي مشر محاکمه کړئ»

۱۳۹۹ فروردین ۱۹, سه‌شنبه

د داعش د خراسان څانګي مشر تر نیول کیدو څو ورځي وروسته، د بشری حقونو سازمان د افغانستان له حکومت څخه غوښتي دي چي هغه دي د جنګي جرمونو په تور محاکمه کړي. دغه سازمان ویلي چي د قربانیانو د خپلوانو ږغونه هم باید واوریدل سي.

https://p.dw.com/p/3aaT2
Afghanistan Abdullah Orkzai IS-Führer
انځور: Nationale Sicherheitsbehörde Afghanistan

د افغانستان استخباراتي ادارې د شنبې په ورځ د داعش ډلي د خراسان د څانګي د مشر اسلم فاروقي د نیولو خبر ورکړ. دغي ادارې ویلي دي چي د هغه ۱۹ تنه همکاران هم نیول سوي دي.

د بشري حقونو څارونکی سازمان چي مرکز یې په نیویارک کي دی، د دوشنبې په ماښام د یوې اعلامیې په خپرولو سره، د جنګي جنایتونو په تور د داعش ددغه مشر د محاکمې غوښتونه کړې ده.

نوموړي سازمان ویلي دي چي فاروقي باید د نړیوالو بشري حقونو د معیارونو پر اساس په عادلانه ډول محاکمه سي.

د بشری حقونو دغه سازمان همدارنګه غوښتنه کړې ده چي د فاروقي د محاکمې پر وخت دي، د داعش د ډلي له خوا د ترهګري بریدونو له امله د قربانیانو خبري هم واوریدل سي.

د بشری حقونو سازمان د آسیا د څانګي مشري پاتریسیا ګروسمن ویلي دي: «د فاروقي نیول، د افغانستان ادارو ته دا فرصت ورکړی چي وښيي چي د جنګي جنایتونو او نورو دښمنیو د قربانیانو په خاطر د عدالت د تأمینولو ظرفیت لري.»

داعش ترهګري ډلي د ۲۰۱۵م کال په سر کي په افغانستان کي خپل فعالیتونه پیل کړل او اعلان یې وکړ چي د نوموړي ډلي د خراسان ولایت به په افغانستان او پاکستان کي هم جوړ کړي.

د ملګرو ملتو د یوه امنیتي رپوټ له مخي، اسلم فاروقي چي اصلي نوم یې عبدالله اورکزی دی، له شاوخوا یوه کال راهیسي په افغانستان کي د داعش جنګیالیو مشرتوب کوي.

امریکايي ځواکونه او د افغانستان حکومت له اوله سره، د دغي ډلي پر ضد جنګیدلي دي. حتی طالبان هم په وار وار سره د داعش پر ضد د جګړي میدان ته داخل سوي دي. د تیرکال په مني کي د افغانستان حکومت د داعش ډلي پر ضد خپل پوځي بری اعلان کړ.

داعش ډلي په افغانستان کي د خپل فعالیت له پیل راهیسي په خاص ډول مسجدونو، او دشیعه ګانو پر غونډو او ټولنو باندي بې شمیره بریدونه کړي دي.