1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
فيلم

د «د هرات د ښځو د فلمونو نړیوال فیستیوال» په کابل کې

۱۳۹۵ مهر ۳۰, جمعه

د کابل په باغ بابر کې د «د ښځو د فلمونو نړیوال فیستیوال» پیل شو. دې فیستیوال ته ۲۰۰ فلمونه استول شوي خو له ډلې څخه یې یوازې ۶۰ نندارې ته وړاندې کیږي. د فیستیوال هدف په افغانستان کې د ښځینه سینماګرانو ملاتړ او تشویقول دی.

https://p.dw.com/p/2RWYZ
Afghanistan Internationale Herat Frauenfilmfestival 2016
انځور: Jaheda Sadat

«د هرات د ښځو د فلمونو نړیوال فیستیوال» هر کال د آرمان شهر او د «خانه فلم رویا» موسسې له خوا په لاره اچول کیږي. تیر کال هرات د ورته جشنوارې کوربه وو.

د فیستیوال یوه په لاره اچوونکې او افغانه فلم جوړوونکې رویا سادات وایي چې سږ کال په فیستوال کې د سیالي له پاره د ټاکل شویو افغاني فلمونو کیفیت هم لوړ شوی دی او له دې کبله له نړیوالو فلمونو سره یو ځای سیالي ته وړاندي شوي دي.

هغې زیاته کړه: «په سیالۍ کې د ۲۲ څخه د ډیرو بیلابیلو هیوادونو فلمونه شامل کړای شوي دي. ایران، هند، امریکا، روسیه، ویتام، انګلستا او کوریا په دې هیوادونو کې شامل دی.»

سادات روښانه کړه چې د غوره فلمونو ټاکلو له پاره په ژوري هیات کې هم بهرني فلم جوړونکي حضور لري او یوازې د ژوري هیات یو تن غړی د افغانستان دی.

رویا سادات وویل چې په دې فیستیوال کې نارینه او ښځینه فلم جوړوونکي ګډون کولی شي، خو د دې له پاره چې د یوه نارینه فلم جوړونکي کار په سیالي کې شامل شي، باید د فلم موضوع یې پر ښځو باندې څرخیدلې وي.

په فیستیوال کې به بیلابیلو برخو کې فلمونو ته جایزې ورکړل شي.

د سره پر ځای تور فرش

د فیستیوال جوړونکو د سره فرش پر ځای چې ډیر وخت د فلمونو د پرانیستې پر مهال د هنرمندانو له پاره هواریږي، تور فرش هوار کړی وو. د دې کار هدف د ښځو پر وړاندې پر تاوتریخوالي نیوکه وه.

رویا سادات وایي چې که څه هم دغه فیستوال درې کاله په پرله پسې ډول په هرات کې په لاره واچول شو خو سږ کال د امنیتي ستونزو له کبله کابل ته لیږدول شوی دی.

هغې وویل: «که څه هم په هرات کې له موږ سره ډیره همکاري شوې ده، خو بیا هم امنیتي ستونزې او بیا د ځینو مسوولینو له خوا تیر کال د ستونزو رامنځ ته کیدل، د دې لامل شو چې سږ کال موږ په کابل کې فیستیوال جوړ کړو.»