1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

د خوست په یوه جومات کې چاودنې درنه مرګ ژوبله اړولې

۱۳۹۷ اردیبهشت ۱۶, یکشنبه

چارواکي وايي چې په خوست ولایت کې د یوه جومات په داخل کې چاودنې لږ تر لږه ۱۲ کسان وژلي او ۳۳ تنه نور یې بیا ټپیان کړي. د چارواکو په حواله له دې جومات څخه د رایې د نوم لیکنې د مرکز په توګه کار اخیستل کیدو.

https://p.dw.com/p/2xFtl
Afghanistan Explosion in Kabul
انځور: Reuters/M. Ismail

د خوست ولایت د عامې روغتیا ریاست مشر حبیب شاه انصاري هم د چاودنې پخلی کوي. تر اوسه پورې د یادې چاودنې مسوولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی، خو په دې وروستیو کې طالبانو او د اسلامي دولت یا داعش ډلې په افغانستان کې راتلونکې ټاکنې رد کړي او د نوم لیکنې پر مرکزونو یې بریدونه هم کړي.

د تیرې میاشتې په ترڅ کې داعش ډلې په پلازمینه کابل کې د نوم لیکنې پر یوه مرکز برید وکړ چې له امله یې ۶۰ کسان ووژل شول او شاوخوا ۱۳۰ تنه نور یې ټپیان کړل.