1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د حزب اسلامي ۷۵ غړي له پلچرخي زندانه آزاد شول

۱۳۹۶ دی ۲۱, پنجشنبه

افغان چارواکو د پنجشنبې په ورځ وویل چې د ولسمشر غني د یوه فرمان له مخې له پلچرخي زندان څخه د حزب اسلامي، ۷۵ غړي آزاد شوي دي. دغه کسان د افغان حکومت او ګلبدین حکمتیار تر منځ د سولي تړون له مخې له زندانه آزاد شوي دي.

https://p.dw.com/p/2qggf
Afghanistan Hinrichtung im Gefängnis Pul-e-Tscharchi
انځور: picture alliance/dpa/J. Jalali

افغان ولسمشر محمد اشرف غني، په ګلبدین حکمتیار پورې تړلي ۷۵ زندانیان آزاد کړي دي. حکمتیار چې اوږده موده یې د افغان حکومت او نړیوالو ځواکونو پر ضد جګړه وکړه، په ۲۰۱۷م کال کې د سولې د یوه تړون په پایله کې کابل ته راغی او د حکومت پر ضد یې وسلواله جګړه ختمه کړه.

د پلچرخي زندان د رسنیو مسئول شاه میر امیرپور، اسوشیتد پرس خبري آژانس ته ویلي دي چې دغه ۷۵ زندانیان د ولسمشر غني د فرمان له مخې د پنجشنبې په ورځ له زندان څخه آزاد شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې د حکمتیار د حزب اسلامي ګوند ویاند نادر افغان، وایي چې اوس هم د دې ګوند ۲۲۰۰ غړي د افغانستان په زندانونو کې وخت تیروي.

د سولې د تړون له مخې حکمتیار او پلويانو یې د خپلو پخوانیو کړنو په اړه مصئونیت ترلاسه کړ او په دې ترتیب سره ورته پوره سیاسي حقوق ورکړل شول.

حکمتیار د افغان حکومت لومړی مطرح وسله وال مخالف وو، چې د سولې د بهیر له لارې یې وسله واله جګړه پریښوده. تیر کال ملګرو ملتونو هم د خپل د بندیزونو له نوملړ څخه د حکمتیار نوم پاک کړ.

ولسمشر غني هیله څرګنده کړې ده چې له حکمتیار سره د سولې تړون به د افغان حکومت نور وسله وال مخالفین د سولې له بهیر سره یوځای کیدو ته وهڅوي.

APE(M.J/N.Z)

زموږ له آرشیف څخه: