د حاجي کامران د مرګ په هکله ضد او نقیض رپوټونه
۱۳۹۹ شهریور ۳۰, یکشنبهاعلان
د ښاغلي حاجي کامران د مرګ خبر ځینو رسنيو، لکه هشت صبح او پژواک آژانس تائید کړی دی، خو ځینو نورو ژورنالسټانو بیا د حاجي کامران د زوی بکتاش کامران د قوله ویلي دي، چي هغه صحت لري او مړ نه دی. همدارنگه د اشنا تلویزون خبریال سید سلیمان آشنا هم په خپل فیسبوک پاڼه کې لیکلي دي چې هغه روغ رمټ دی. ښاغلي اشنا په خپل فیسبوک کې لیکلي دي: «حاجی صیب کامران جوړ او تیار دی. روغ او جوړ دې وي. له بکتاش جان کامران څخه مننه چې د حاجي صیب د روغتیا احوال یې راکړ.» د دې خبري دقیق جزئیات به وروسته ستاسي په اختیار کي درکړو.