د جلال آباد ښارپه زړه پورې انځورونه
د افغانستان په ختیځ کې د ننگرهار ولایت مرکز جلال آباد ښار د هیواد له مهمو ښارونه څخه شمیرل کیږي. په وروستیو کې په دغه ښار کې د خلکو گڼه گوڼه ډیره شوې ده. دلته د دې ښار د ښایسته ځایونو انځورونه وینئ.
د هډې اخونزاده جامع مسجد
د جلال اباد ښار شپږمې ناحیې اړوند د هډې اخونزاده جامع جومات، چې په یوه وخت کې پکې زرګونه لمونځ کوونکي ځایېدای شي.
مخابراتو څلور لارې
د جلال آباد ښار مخابراتو څلور لارې، چې تل پکې د خلکو او موټرو ګڼه ګوڼه وي.
د ملنگ جان په یاد
په جلال آباد ښار کې د ولسي شاعر ملنګ جان په نوم درې لارې، هم شته. په دغه ځای کې هم تل د خلکو ډیر ازدهام وي.
تالاشۍ څلور لارې
په جلال آباد ښار کې د تالاشۍ څلور هم ډیره مشهوره ده. د دغې څلور لارې شا او خوا ډیر مارکیټونه شته او پر دې سربیره پکښې رستورانونه هم شته. د مخابراتو څلور لارې له دې ځایه ډیره وړاندې نه ده.
ډنډ غاړه
دغه انځور د جلال آباد ښار ډنډ غاړه، ده چې ځیني خلک ورته وچ ډنډ هم وایي. په دغه ځای کې خوراکي توکي او په ځانګړي ډول په زیاته اندازه وچه مېوه پیدا کېږي. د دغې ځای تر څنگ ډیر شمیر چای پلورنځي شته.
پښتونستان واټ
په جلال آباد کې د پښتونستان واټ، چې ولایت مقام ته مخامخ واقع دی. دغه واټ ته څیرمه هم رستورانونه شته او له دې ځایه په لږه فاصله کې د سپین غر، پخوانی هوټل هم موقعیت لري.
شاهي ماڼۍ
د جلال آباد شاهي ماڼۍ، چې د امیرعبدالرحمان خان د واکمنۍ پر مهال جوړه شوې ده، خو په کورنیو جګړو کې زیانمنه شوې وه، خو د پخواني ولسمشر کرزي د واکمنۍ پر مهال بیا ورغول شوه.
د کابل پر لور غځیدلی سړک
دغه انځور د جلال آباد ښار پښتونستان څلور لارې نه د کابل پر لور غځېدلي سړک دي. پر دغه سړک باندې تل د موټرو ډیره گڼه گوڼه وي. ځکه چې د همدې سړک په اوږدو کې ځینې مهمې دولتي او غیر دولتي ودانۍ موقعیت لري او پر کابل سربیره دغه سړک لغمان ولایت ته هم غځیدلی دی.
تفریحي پارک
په جلال آباد ښار کې د سراج العمارت بڼ هم شته. په تیرو کلونو کې په دغه بڼ کې یو تفریحي پارک هم جوړ شوی دی، چې دا یې یوه څنډه ده.
تفریح او شین چای
په سراج العمارت بڼ کې جوړ شوي تفریحي پارک ته ډیری خلک ورځي. په انځور کې لیدل کیږي چې ځوان مازیگر مهال د تفریح پر مهال چا څښي.
د بڼ یوه بله څنډه
سراج العمارت بڼ کې د غازي امان الله خان مقبره هم شته. په انځور کې د سراج العمارت بڼ یوه بله څنډه لیدل کیږي.
د بڼ د مخې سړک
په وروسته لسیزه کې د جلال آباد ښار په دننه کې ډیر شمیر سړکونه پاخه شوي دي. دغه انځور د هغه سړک دی چې د بڼ له مخې تیر شوی دی.
سراج العمارت ماڼۍ
په جلال آباد کې د سراج العمارت ماڼۍ، چې د امیرحبیب الله خان د واکمنۍ پر مهال جوړه شوې او په کورنیو جګړو کې ویجاړه شوه. د پخواني ولسمشر کرزي د واکمنۍ پر مهال یې د بیا رغونې چارې پیل شوې، خو د کار د درېدو له امله یې چارې لا هم نیمګړې پاتې دي.