1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جرمني کولن ښار غواړي په لاوډسپيکر کي د آذان اجازه ورکړي

۱۴۰۱ مهر ۱۴, پنجشنبه

د جرمني په کولن ښار کي د مسلمانانو مرکزي مسجد ښايي د اکتوبر له ۱۴ ڼېټې څخه د جمعې د لمانځه آذان په لاوډسبیکر کي وکړي.

https://p.dw.com/p/4Hoqv
Christoph Hardt/Geisler-Fotopres/picture alliance
انځور: picture alliance / Geisler-Fotopress

د کولن ښار یوې ویاندي د  "Rheinischen Post" ورځپاڼي د پوښتني په جواب کې تایید کړې ده چي اوس لاهم یو څو کوچنۍ پوښتني لاجوابه پاته دي خو بیا به هم په دې برخه کي په اصطلاح زرغون څراغ ورکول سي.

د آذان کولو له پاره معمولي شرط یوازي د کولن ښار او دیتیب مسجد ترمنځ په رسمي ډول د یوه قانوني تړون رامنځته کول دي. که دغه تړون په راتلونکو څو ورځو کي لاسلیک سي، بیا به د اکتوبر له ۱۴ مي څخه په کولن کي په لوړ آواز لومړنی آذان واوریدل سي. خو دغه آذان ته به یوازي د جمعې په ورځ له ۱۲ بجو څخه تر ۳ بجو پوري د پنځو دقیقو له پاره اجازه ورکړل سي.

د کولن ښاروالۍ د ۲۰۲۱م کال د اکتوبر مياشتي په سر کي اعلان وکړ چي د نوموړي مسجد ټولني کولای سي خپله غوښتنه وړاندي کړي چي تر مشخصو شرایطو لاندي د جمعې آذان د لاوډسپیکر له لاري خپور کړي.

هغه شرطونه دا دي چي آذان به تر پنځو دقیقو ډیر دوام نه کوي، د لاوډسپیکر د ږغ لوړوالی به د مسجد د موقعیت له مخي ټاکل کیږي. علاوه پر دې د مسجد ټولني باید هره یوه، د اعلامیو له لاري پر سم وخت شاوخوا خلکو ته خبر ورکوي او داسي څوک وټاکي چي د خلکو پوښتنو او شکایتونو ته جواب وویلای سي. نوموړي پروژې ته په اول سر کي فقط د دوو کلونو له پاره وخت ټاکل سوی دی.

په آلمان کې د مسجدونو په اړه شپږ حقايق

په جرمني کي د لاوډسپیکر یا گویا له لاري آذان ته اجازه ورکول یوه شخړه ایزه موضوع ده. لویه ښارواله هینرییته چي په هیڅ ګوند پوري اړه نه لري د دغه کار ملاتړ کوي. همدارنگه د کولن د کاتولیکي کلیسا یوه مسئول رابرت کلاین هم د آذان د پروژې ملاتړ کړی.

هغه په می میاشت کي وویل چي د دیني کارونو د سرته رسولو اساسي حق د مسلمانانو د ټولني د آذان د خپرولو په برخه کي هم صدق کوي. هغه ویلي: »خبره دلته د اساسي قانون پر اساس د حق په اړه ده چی حتی د نړۍ په نورو سیمو کي هم باید د مذهبي زغم د نشتوالي او یا هم له مذهب څخه د سیاسي وسیلې په توگه کارولو کي هم له پامه و نه ايستل سي.«

برعکس د جرمني د نوردراین ویستفالن ایالات صدراعظم، هیندریک ووست بیا پر دغي پروژې انتقاد کړی دی. هغه په دې هکله اندېښنه څرگنده کړې چې که نور مسجدونه هم د آذان د خپرولو له پاره خپل غوښتنلیکونه وړاندي کړي نو ټولنیزه آرامتیا به له گواښ سره مخامخ سي.

GP/NZ/AG