1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جرمني له سرحدونو د مهاجرينو بیرته لیږل څه وخت ممکنه دي؟

۱۳۹۷ خرداد ۲۵, جمعه

د آلمان مسیحي سوسیال ګوند اوس هم پر دې خبره ټینګ ولاړ دی چې مهاجر له پولو بیرته ولیږل شي او حتی په یوازې سره د عمل کولو ګواښ کوي. خو کارپوهان په دې هکله شک څرګندوي چې آیا دا کار به اصلا له حقوقي لحاظه د تطبیق وړ وي.

https://p.dw.com/p/2zdMl
Grenzkontrollen Österreich/Deutschland
انځور: picture-alliance/dpa/S. Hoppe

له سرحدونو څخه د مهاجرينو د بیرته لیږلو پرسر په اوس وخت کي د آلمان د اتحادي گوندونو، یعني مسیحي سوسیال او مسيحي دیموکرات ترمنځ سخت اختلافات راپیدا سوي دي.

مسیحي سوسیال له سرحدونو څخه د مهاجرینو د بیرته لیږلو پلوي کوي او مسیحي دیموکرات دا کار د اروپايی اتحادیې له مقرراتو سره په ټکر کي بولي. لیکن مسیحي سوسیال بیا هم پرخپل دغه نیت باندي ټینگ ولاړ دی او حتی په یوازي سر د عمل کولو تهدید کوي. له بلي خوا بیا کارپوهان پردې باندي شک لري، چې دغه پلان به اصلأ له حقوقي لحاظه عملي بڼه ولري.

د جرمني د کورنيو چارو وزير هورست زیهوفرغواړي مهاجرين د خپلو سرحدونو څخه بیرته جواب کړي، البته په هغه صورت کي چط که دوی د اروپايي ټولني په یوه بل هیواد کي راجستر سوي وي. خو د دې کار سره د جغرافیايی لحاظه یوازي همسایه هیواد اطریش مخامخ دی. د زیهوفر سرمشق اصلأ د فرانسې او ایټالیا ترمنځ یوه عین موافقه ده. فرانسې په ۲۰۱۷ م کال کي د خپلو سرحدونو څخه ۸۷۰۰۰ مهاجرين بیرته ایټالیا ته واستول.

آیا له سرحدونو څخه بیرته لیږل د حقوقي لحاظه امکان لري؟

پر دې خبره باندي نه یوازي مسیحی سوسيال او مسيحي دیموکرات اختلاف سره لري، بلکې حقوق پوهان هم. د اوسنا بروک په پوهنتون کي د اروپا د حقوقو پروفیسر توماس گروس دا کار مشکل بولي او وايي، چې «دا معنی لري، چي په اروپايي ټولنه کي اصلأ د سرحدونو کنټرول موجود دی، خو دغه ډول یو کنټرول ته اجازه نه ده ورکړل سوې، بې تفاوته ده چې هغوی د کوم ځای تابعیت لري.»

استثنا یوازي هغه وخت موجوده ده، کله چي یو چا د عامه نظم خلاف سخت عمل سرته رسولی وي او یا د کنټرول پر وخت اسناد ونه لري. خو دغه دواړه استثناوي ډیري محدودي دي او په سرحدونو کي د دوامداره کنټرول امکانات نه برابروي، لکه څنگه چې یې زیهوفر غواړي.

د گروس په خبره «دوامداره تدابیرو ته د اروپا د قوانینو په چوکاټ کي د اوله سره اجازه نه سته.» حتی د اروپايي ټولني کمیسیون، چي دغه ډول کڼترول ته باید اجازه ورکړي، په تکرار سره یې خبرداری ورکړی دی، چې دغه ډول تدابیر باید مؤقتي او د یوه معین وخت له پاره وي. د شینگن په ساحه کي دغه ډول اجازه په دې وروستیو وختونو کي جرمني، ډنمارک، سويدن او ناروې ته یوازي په ۲۰۱۵ م کال کي ورکول سوه، څو مهاجرين بې له اسنادو څخه د سرحدونو څخه تیرنه سي.

Angela Merkel und Horst Seehofer Union einigt sich auf Kompromiss im Flüchtlingsstreit
د آلمان د کورنیو چارو وزیر هورست زیهوفر او صدراعظمه انګلا میرکلانځور: picture alliance/dpa/M. Kappeler

څوک، چیري بیرته لیږل کیدلای سي؟

د اروپايي اتحادیې د مقرراتو پراساس د ټولو پناه غوښتونکو له پاره اساسأ د دوبلین درې، مقررات اعتبار لري. د دغو مقرراتو پر اساس یو مهاجر باید هلته پناهندګي ورکړي، چیري چې لومړی ورغلی وي. خو په دې برخه کي هم د مهاجر پلوه سازمان پرو ازول، د اداري رئیس گوینتر بورکهارت په خبره ځیني شرایط اعتبار لري. هغه زیاتوي:

«مشکل هغه وخت رامنځته کیږي، کله چې یو پناه غوښتونکی د جرمني په سرحد کي پناهندګي ورکړي، بیا نو د هغه بیرته لیږل اسانه نه دي، بلکي هغه د اروپايي ټولني د مقرراتو ترچوکاټ لاندي راځي. د دوبلین درې، مقرراتو مطابق باید د دغه کس حد اقل یوه عادي پروسه تر سره سي. دا نو په دې معنی چي هغه په اسانۍ سره نه سي لیږل کیدلای، بلکي باید دوسیه یې وڅیړل سي. که مثلأ د یوچا د کورنۍ یوغړی په جرمني کي وي او یا یو کوچنی بې سرپرسته وي، بیا نو بل هیواد ته د هغه لیږل سختیږي.»

د بورکهارت په نظر یو هیواد کولای سي، حتی په خپله د پناهندګۍ پروسې وڅیړي او پرغاړه یې واخلي، چې که د هغو مسؤلیت د یوه بل هیواد پرغاړه هم وي. د مثال په ډول جرمني په دې وروستیو وختونو کي د امنیتي دلایلو پر اساس هيڅ مهاجر بیرته هنگري ته ونه لیږه. یونان ته هم د بیرته سپارلو پروسې په تیرو وختونو کي بندي سوي دي.

کوم عملي خنډونه به په سرحدونو کي د مهاجرود بیرته لیږلو پروخت رامنځته سي؟

حقوق پوه گروس، وايي چي د جرمني په سرحدونو کي اساسأ باید د مهاجرو د بیرته لیږلو شرایط امتحان سي، چې ایا هغه خو به د دوبلین مقررات نه نقضوي. خو دا کار ډیر وخت غواړي او په سرحدونو کي اصلأ ممکنه نه دی. سربیره پردې د دې له پاره اضافه پرسونل هم وجود نه لري. د دوبلین د مقرراتوپر اساس یوڅوک نه سي کیدلای په اسانۍ سره یوه بل هیواد ته وشړل سي، هغه هیواد ته چي دی لومړی راجستر سوی وي، مگر په هغه صورت کي چې نور دلایل موجود وي.

د دې څومره امکان موجود دی، چې د اطریش سره دغه ډول یوه موافقه رامنځته سي؟

د سرحدونو څخه بیرته لیږل یوازي هغه وخت ممکن دي چې که د اروپايي ټولني د کمیسارۍ له خوا د هغه مطابق استثنايي مقرراتو ته اجازه ورکړل سوی وي. د ماکس پلانک له انستیتوت څخه د حقوق پوه کونستانتین روشکا، په نظر سربیره پردې باید اطریش د هغوی د قبلولو سره موافقه وکړي. پرته له دې د دې خطر موجود دی، چې یو مهاجر د شینگن په ساحه کي بې له اقامته او ویزې څخه وگرځي. خو د گروس په خبره دا کار هم ممکن نه دی، ځکه دوه هیوادونه نه سي کولای د خپلو موافقو له لاري د اروپا مقررات تر پښو لاندي کړي.

زموږ له آرشیف څخه: