1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جرمني د بهرنيو چارو وزير له افغان چارواکو سره وليدل

۱۳۹۶ آذر ۲۹, چهارشنبه

د جرمني د دفاع وزیري تر سفر وروسته اوس د دغه هيواد د بهرنیو چارو وزیر زیگمار گابریل هم په کابل کي ويلي دي چي افغانستان ته دي د نورو ډیرو الماني ځواکونو لیږل وڅیړل سي.

https://p.dw.com/p/2phEl
Berlin, Sigmar Gabriel
انځور: picture-alliance/dpa/M.Kappeler

گابریل نن چهارشنبه (ډسمبر میاشتي۲۰ نیټه) کابل ته تر رسېدو وروسته وویل، چي «په سیمه کي د الماني پوځ په نظر دعسکرو نسبي ډیرول عاقلانه عمل دی». خو ده پخپله په دې هکله دريځ ونه نیو او ویې ویل چي «زه نه غواړم، د هغه اټکل وکړم».

په اوس وخت کي په افغانستان کي تقریبأ ۱۰۰۰ الماني عسکر ځای پرځای دي، چي د نورو ترڅنگ د افغان ځواکونو په روزنه او مشورو ورکولو کي برخه اخلي. خو د المان پوځ د نور ډیر پرسونل غوښتنه کوي، ترڅو کار يې اغیزمن تمام سي.

د جرمني د دفاع وزیري اورزولا فون دیر لاین هم پرون سه شنبه (ډسمبر میاشتي۱۹ نیټه) په مزارشريف کي له خپلو ځواکونو سره د ليدني پرمهال وعده ورکړې وه، چي په خپل پارلمان کي به په افغانستان کي د نورو ډیرو الماني عسکرو مشوره ورکړي.

د جرمني پارلمان همدا تیره اوونۍ په افغانستان کي د المان پوځي ماموریت د درو نورو میاشتو له پاره تمدید کړ. د پارلمان د فیصلې پر اساس بیا هم هلته تر۹۸۰ اضافه عسکر نه سي مېشتېدلای. خو د نوی کال په مارچ میاشت کي به بیا په دې هکله تصمیم نیول کیږي.

ناټو په افغانستان کي خپل نظامي ماموریت د ۲۰۱۴ م کال په پای کي پای ته ورساوه.