1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جرمني جمهور رئيس افغانستان ته سفر کړی

۱۳۹۶ تیر ۲۲, پنجشنبه

د جرمني جمهور رئيس فرانک والتر شټاين ماير د خارجه وزير په توگه اووه واري افغانستان ته سفر کړی، اوس بيا هغه د جمهوررئيس په توگه لومړی سفر کوي. هغه په مزارشريف کي له خپلو عسکرو سره گوري.

https://p.dw.com/p/2gRIq
Bundespräsident Steinmeier in Afghanistan
انځور: Picture Alliance/dpa/B. von Jutrczenka

د جرمني جمهور رئيس فرانک والتر شټاين ماير په يوه ورځني سفر له خپلو عسکرو سره د ليدو له پاره مزارشريف ته رسېدلی دئ.

په افغانستان کي د نه ډاډمن امنيتي حالت له کبله هغه لومړی قزاقستان ته سفر کړی او له هغه ځايه بيا په يوه جرمنۍ پوځي الوتکه کي مزارشريف ته الوتی دئ.

په افغانستان کي اوس هم د ناټو ځواکونو په «پريکړنده ملاتړ» ماموريت کي د جرمني نژدې ۱۰۰۰عسکر ونډه لري.

د جرمني د جمهوري رياست دفتر د معلوماتو له مخي جمهور رئيس چي د خپلي مېرمني اليکا په ملگرتيا مزارشريف ته رسېدلی دئ هلته به له خپلو عسکرو سره خبري وکړي او د افغانستان په ماموريت کي د وژل سوو عسکرو يادون به وکړي. په افغانستان کي نړيوالو ځواکونو ته يوه وينا هم په پلان کي ده.

په افغانستان کي خراب امنيتي وضعيت ته په کتو سره څه موده مخکي د ناټو غړو هيوادونو پريکړه وکړه چي دغه هيواد ته اضافي عسکر وليږي، څو د افغان امنيتي ځواک د روزني او سلا مشورو پروسه نوره هم پياوړې سي.

خو د جرمني صدراعظمي انگلا ميرکل روښانه کړې ده چي په لومړی سره کي دوی نه غواړي چي افغانستان ته اضافي عسکر ولېږي.

شټاين ماير د جرمني د بهرنيو چارو د وزير په توگه اووه واري افغانستان ته سفر کړی. د جرمني د جهمور رئيس په توگه دا د هغه لومړی سفر دئ. تر ده مخکي په ۲۰۱۲م کال کي يوآخيم گاوک سفر کړی وو.