1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جاپان د وژل سوي صدراعظم د ویر دولتي مراسم

۱۴۰۱ مهر ۵, سه‌شنبه

جاپان د وژل سوي پخواني صدراعظم، شینڅوابي څخه د ویر او غم په شخړه ایزو دولتي مراسمو سره لمانځنه وکړه.

https://p.dw.com/p/4HPgk
Staatstrauerakt für Japans Ex-Premier Abe
انځور: Philip Fong/REUTERS

 

تر سختو امنیتي تدابیرو لاندي د داخل او خارج څخه تقریبأ ۴۳۰۰ میلمنو د ټوکیو د سپورټ په یوه جمنازیوم کي په دغو مراسموکي برخه واخیسته. د جرمني څخه پکښي پخوانی جمهورییس، کریستیان ولف برخه اخیستې وه. 
ابي د همدې تیري جولای میاشتي پر اتمه د یوه انتخاباتي کمپاین پر مهال وویشتل سو. قاتل وروسته ومنله، چي دغه ښی اړخی محافظه کاره یې د مون د جنجالي فرقې په مقابل کي د نفرت په دلیل وژلی دی. ابي د دغي فرقې سره په ارتباط کي ؤ.
په نظر پوښتنو کي بیا اکثریت جاپانیانو دهغه لپاره دولتي د ویر مراسم رد کړي وه.