1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جاپان د فوکوشيما په اټومي بټۍ کي څلورمه چاودنه سوې

۱۳۸۹ اسفند ۲۴, سه‌شنبه

د سې شنبې په سهار د فوکوشيما په اټومي بټۍ کي، چي د زلزلې له امله سخته زيانمنه شوې وه، دوې نوري چاودني سوي. جاپان د نړيوال اټومي اژانس څخه د کومک غوښتنه کړې.

https://p.dw.com/p/R9Ma
د جاپان د فوکوشيما اټومي بټۍ
د جاپان د فوکوشيما اټومي بټۍانځور: AP

يو دولتي وياند وويل چي په اټومي بټۍ کي د چاودني او اور لګيدني له امله د کيماوي وړانګو سطحه دومره لوړه شوې چي، کيدای سي انسانان زيانمن کړي.

د شنبې د ورځي څخه تر اوسه پوري دا د فوکوشيما په اټومي بټۍ کي څلورمه چاودنه ده.

دغه بټۍ د سختي زلزلې او سونامي له کبله ډيره ويجاړه شوې ده.

د جاپان د برق د توليد د برخي وياند وويل، نن سهار د ۶ بجو او ۶ بجو او ۱۵ دقيقو تر منځ د فوکوشيما د اټومي بټۍ په دوهم رآکتورکي دغه « غټه چاودنه» رامنځ ته سوه، تر هغې لږ وروسته په څلورو راکتور کي يوه بله چاونه را منځ ته سوه.

د جاپان صدراعظم ناتوکان له هغه خلکو چي د اټومي بټۍ په ۳۰ کلوميترۍ کي اوسيږي غوښتي چي په خپلو کورونو کي پاته سي.

په توکيو کي د فرانسي سفارت خبرداری ورکړی چي د ټيټي سطحي راديواکتيف وړانګي کيدای سي تر راتلونکو څو ساعتونو پوري تر پلازمېني ورسيږي.

د جاپان ددولت وياند يوکو ادانو خبريالانو ته وويل داسي ترسترګو کيږي چي د رآکتور لاندينۍ برخه چي د يخولو او د هوا د فشار کنترولو سيستم وو په دي چاودنه کي له منځه تللی وي.

خوهغه زياته کړه چي د شعاع د اندازې ستني د وړانګو په ډيروالي کي کوم زياتوالي نه دی ښودلی.

پداسي حال کي چي د درو رآکتورو د يخولو سيستم د مشکلاتو سره مخامخ دی. جاپاني مقامات په دې لټه کي دي چي د فوکوشيما په اټومي بټۍ کي د ګل سوي اټومي موادو د سوځيدو مخ نيوی وکړي.

جاپان په يوه رسمي غوښتنه کي د نړيوال اټومي اژانس څخه د مشکلاتو د راکابو کولو په برخه کي د مرستي غوښتنه کړې، ددغه اژانس مشر يوکيا امانو وويل« موږ د جاپان ددولت سره په خبرو بوخت يو.» امانو مخکي له دي چي د نړيوال اتومي اژانس مشر سي، تر ډيرو کلونو پوري د جاپان د يو ديپلومات په توګه کار کاوه.

امانو په خپله يوه بيانيه کي ويلي « چي جاپاني مقامات بايد تر هرهغه حده چي ممکنه وي په سختو شرايطو کي کار وکړي، تر څو د اټومي بټۍ برقي سيستم وژغورې او په دې کار سره د خلکو اطمنيان حاصل کړي.

د جاپاني پوليسو مقامات اټکل کوي چي په زلزله او سونامي کي د مړو شميره تر ۱۰ زرو رسيږي او لا تر اوسه هم په زرګونه خلک لا درکه دي. په جاپان کي په تيرو ۱۴۰ کلونو کي دا تر ټولو سخته زلزله وه.

د جاپان لومړي وزير وويل اوسنۍ زلزله او سونامي د دوهمي نړيوالي جنګړې څخه وروسته (ترټولوسترناورين) دی چي جاپان ورسره مخامخ سوی.

آژانسونه/ سيد رياض

کتونکی: نجيب الله زيارمل

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل