1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د تونس پارلمان د يووالي حکومت تائيد کړ

آژانسونه/ ن. ص۱۳۹۵ شهریور ۶, شنبه

د تونس حکومت خپل کار پیلولی شي. د هېواد پارلمان ورته د باور رائه ورکړې ده. خو د ځوان صدراعظم، يوسف شاهد، ځينو څرګندونو د خلکو اندېښنې راپارولې دي.

https://p.dw.com/p/1JqzL
Tunesien Tunis Ministerpräsident Youssef Chahed ( vorne R) mit Kabinettmitgliedern
انځور: Getty Images/AFP

د تونس پارلمان د يوسف الشاهد، په مشرۍ د يووالي نوي حکومت ته د باور رايه ورکړې ده. د ۴۱ کلن شاهد کابينې هم په رايه اچونه کې ستر اکثريت تر لاسه کړی دی.

د ۱۹۴ استازو څخه ۱۶۷ د نوې کابينې په پلويتوب رايه کارولې ده. په کابينه کې شامل وزيران اوس په راتلونکو څو ورځو کې خپل کار پيلوي. د تونس پارلمان د جولای مياشتې په پای کې له پخواني صدراعظم، حبيب الصيد، څخه د باور رايه بېرته اخيستې وه. پر الصيد پاندې تور لګول شوی وو چې د تونس روان کړکېچ ته يې کوم سم جوابونه نه درلودل.

د ډېرېدونکو انتقادونو له کبله، ولسمشر الباجي قايد السبسي، د جولای مياشتې په پيل کې لا د ملي يووالي د حکومت د جوړېدو په پلويتوب خبرې کړې وې.

په شمالي افريقا کې پروت هېواد تونس، د يو شمېر اسلامپالو بريدونو تر سيوري لاندې د توريزم يا سيلانۍ د صنعت په برخه کې له ستونزو سره مخامخ شوی دی. په هېواد کې هسي هم اقتصادي کړکېچ روان دی. نوی صدراعظم د ولسمشر پر سېکولار «ندا تونس» نومي ګوند پورې اړه لري.

شاهد د زراعتي چارو اقتصادپوه او پروفيسر دی. هغه غواړي چې حکومت اوس د ترهګرۍ او د اداري فساد په وړاندې پر مبارزې تمرکز وکړي او اقتصادي پرمختګ ته هم وده ورکړي. په دې وروستيو کې شاهد ويلي دي چې په ۲۰۱۷ کال کې به د سپما سخته پاليسي پلې شي، چې دولتي چارواکي به هم له دندو ګوښه او نوي ماليات رامنځ ته شي، که د اقتصادي پرمختګ لوری صحيح تعقيب نه شي.

د اپوزيسيون په منځ کې هم په شاهد باندې نيوکې کيږي. د «مشروع تونس» په نوم د مخالف ګوند غړی، عباده الکافي، وايي چې «په دغه پړاو کې هېواد داسې يوه سياستوال ته اړتيا لري چې د اقتصاد او سياست په چارو کې تجربه ولري څو دغه حساس وخت شا ته پرېښودل شي.»

د تونس د بشري حقونو د ليګ مشر عبدالستار بن موسی، هم وايي چې يو خپلواک او ناپېيلی کانديد به غوره اوسېدلی وای. انتقاد کوونکي سرپېره پر دې دې ته اشاره کوي چې شاهد د تونس په معاصر تاريخ کې تر ټولو ځوان صدراعظم دی. هغه په ۲۰۱۱ کال کې د جنورۍ د احتجاجونو او د پخواني واکمن زين العابدين بن علي، تر پرځېدنې راهيسې د دغه هېواد اووم حکومتي مشر دی چې پر له پسې دغې دندې ته ټاکل کيږي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب