1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

«د تشنابونو نه شتون د زرونو ماشومانو ژوند اخلي»

۱۳۹۷ آبان ۲۹, سه‌شنبه

تر اوسه يوې اختراع هم دومره ژوندونه نه دي ژغورلي لکه يوه کمود چې ژغورلي. خو اوس هم په نړۍ کې کابو ۴،۵ ميليارده انسانان تشنابونه او د پاکۍ يو فعال سسټم نه لري.

https://p.dw.com/p/38Zsh
Kurdische syrische Flüchtling in Kurdistan-Irak
انځور: DW/M. Isso

په هند کې د تشنابونو د نه شتون ستونزه تر بل هر ځای ډيره ده. خو اوس دغه هيواد لاس په کار شوی او سياستوالو یې د تشنابونو موضوع ډيره جدي نیولې ده. د هند ډېر زيات اوسيدونکي د حاجت د رفع کولو له پاره په اصطلاح «بيديا ته وځي».

د هند لومړي وزیر نريندر مودي څه موده وړاندې د تشنابونو په اړه ويلي ول: «تشنابونه له مندرونو ډېر اړين دي.»

ارنې پانيسار چې د آلمان د «جي آيي زيډ» د موسسې د پايدارې پاکۍ د برخې مشري کوي، وايي چې مودي  پلان لري چې تر ۲۰۱۹م کال پورې ټول هنديان د يوه خوندي او پاک تشناب څښتنانان شي.

پانيسار وايي چې دا ښه خبره ده چې سياست دغه ډول موضوگانو ته پاملرنه کوي خو مهمه داده چې سړی له دې سره څه رنگه چلند کوي. نوموړی زياتوي: «د بنگله ديش د پلازمينې ډهاکا ښاروال وايي چې دی توانيدلی چې د ښار د ۱۶ ميليونه وگړو څخه تقريباً ۹۹ فيصده اوس تشنابونه لري.»

خو کله چې سړی وگوري چې د دې تشنابونو اوبه چيرته ځي نو وضعه ورته ښه نه ښکاري: له دې ۱۶ ميليونو وگړو څخه یې يوازې يو يا دوه سلنه يو «په خوندي توگه جوړ» تشناب او د روغتيا ساتنې سسټم لري. معنا دا چې د دې کمودونو اوبه په يوه ډنډ کې راټوليږي او بل کوم ځای نه چټلوي.

Indien hat große Pläne: Bis 2019 soll jeder eine Toilette haben
هند هغه هېواد دی چې په نړۍ کې تر ټولو ډېر د تشنابونو د نه شتون له ستونزې سره مخامخ دیانځور: picture-alliance/dpa/S. Kumar

خو د نورو ۹۸ فيصده تشنابونو اوبه د دغه سسټم يوې او بلې خوا ته بهيږي او په دې ترتيب د چټلو اوبه زياته برخه د ښار په کوڅو کې بهيږي او د ښار او کلي په خوا کې پراته سيند ته رسيږي.

پايښت لرونکي سسټمونه

پانيسار وايي چې په ټوله نړۍ کې له هرو لسو کسانو څخه شپږ يې د نظافت له يوه منظم سسټمه برخمن نه دي چې دا په ټوله کې ۴،۵ ميليارده انسانان کيږي. د نوموړي په خبره همدا راز ۲،۱ ميليارده یې د څښاک پاکو او خوندي اوبو ته لاس رسی نه لري.

په نړۍ  کې کابو ۱۰۰۰ ماشومان له همدې وجې هره ورځ په داسې ناروغتيو مړه کيږي چې د تداوي یې شونې نه وي. ډېر پارازيت او د کولرا، پوليو او تايفايد په څير ناروغۍ د بدرفت اوبو د يوه خوندي سسټم د نشتوالي له کبله خپريږي. د هند ترڅنگ ډيري افريقايي هيوادونه هم د روغتيا ساتنې سسټمونه نه لري. 

د روغتيا نړيوال سازمان  WHO له همدې کبله په ۲۰۱۵م کال کې پر نورو سربيره د «دوامدارې پراختيا هدف» وټاکه څو تر ۲۰۳۰م کاله پورې ټول انسانان پاکو اوبو او د روغتيا ساتنې فعاله سسټمونو ته لاس رسی ولري.

د روغتيا نړيوال سازمان په دې ترڅ کې د بې وزلو او د ښځو او نجونو د اړتياو په نظر کې نيولو باندي ټینگار کوي. د نړۍ له لوږي سره د مرستي سازمان کارکوونکی شتيفان سيمون په دې اړه وايي: «د ځوانو نجونو له پاره د میاشتني عادت پر وخت ډيره مهمه ده چې دوی يوه خونه (تشناب) ولري. موږ له همدې کبله په ښوونځيو کې ډېري پروژې لرو.»

د نوموړي په خبره که په ښوونځيو کې پاک او بيل تشنابونه نه وي نو نجوني د خپل مياشتني عادت پر وخت ښوونځي ته نه ځي او په دې توگه ډيري درسي ساعتونه له لاسه ورکوي.

دا چې تر۲۰۳۰م کاله پورې به دغه هدفونه ترلاسه شي او که نه؟ روښانه نه ده. خو دغه هدف ته د رسيدو له  پاره يوازې د تشنابونو جوړول بسنه نه کوي، بلکې دلته کلتوري موضوگانې هم مطرح دي او دا چې خلکو ته د تشنابو څخه د سمي استفعادې په هلکه هم معلومات ورکړل شي.

زموږ له آرشيف څخه: