1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ترکېې ساحلي ساتونکو د اتو مهاجرو مړي موندلي دي

۱۳۹۸ دی ۱۳, جمعه

د ترکيې حکومت د جمعې په ورځ خبر ورکړ چې د دغه هیواد ساحلي ساتونکو په سمندر کې د ډوب شوو اتو مهاجرو مړي موندلي دي. د ترکيې د کورنيو چارو وزارت په اعلاميه کې راغلي چې د مهاجرو په ډوبه شوې کشتۍ کې شاوخوا ۱۵ کسان سپاره ول.

https://p.dw.com/p/3Vgsy
Türkei Canakkale Hafen Ertrunkene Flüchtlinge
آرشيفانځور: picture-alliance/AA/H. Erdinc

له استانبول څخه د فرانسې خبري آژانس د جنوري په ۳ مه، د ترکيې د کورنيو چارو وزارت د اعلاميې له قوله ليکي چې، دغه پيښه د چهارشنبې په شپه د ترکيې د فتحيه ښارګوټي په شاوخوا اته کيلومترۍ کې په آژه سمندرګې رامنځ ته شوې ده. فتحيه ښارګوټي د ترکيې په سويل لويديځه کې پروت دی.

په اتو موندل شوو مړو کې ۵ يې نارينه او درې يې ښځينه ښودل شوي دي. په سملاسي توګه د دغو مړو هويت نه دی پيژندل شوی چې هغوی د کوم هيواد اوسيدونکي ول.

ترکيه اوس مهال د شاوخوا ۴ ميليونو مهاجرو کوربه توب کوي چې ډيری يې سوريايي مهاجر دي. ترکيه په عين وخت کې د هغو مهاجرو له پاره پر يو ترانزيتي هيواد باندې اوښتی دی چې غواړي په غيرقانوني توګه اروپا ته ځانونه ورسوي.

په ۲۰۱۶م کال کې اروپايي اتحاديې له ترکيې سره د مهاجرتونو د مخنيوي په موخه يو تړون لاسليک کړ خو لا هم د مديترانې سمندرګي له خطرناکي لارې د اروپا پر لور د مهاجرتونو لړۍ يو څه ادامه لري.

/mks/aabur/er/klm