1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ترکیې په بریدونو کې ۱۹ سوریایې عسکر وژل شوي

۱۳۹۸ اسفند ۱۲, دوشنبه

د سوریې په ادلیب ولایت کې د ترکیې د بی پیلوټه الوتکې په بریدونو کې ۱۹ سوریایې سرتیري وژل شوي. د سوریې د بشري حقونو سازمان په حواله په دغو بریدونو کې د سوریې یو پوځي کاروان او پوځي اډه په نښه شوې ده.

https://p.dw.com/p/3Yizw
Syrien Idlib Offensive türkische Soldaten
انځور: picture-alliance/AA/A. H. Hatib

په داسې یو وخت کې چې د سوریې او ترکیې ترمنځ کړکیچ مخ پر ډیریدو دی، ترکې د سوریې په ادلیب ولایت کې د دغه هیواد یو پوځي کاروان او یوه پوځي اډه په نښه کړې ده. په دې برید کې ۱۹ تنه سوریایې عسکر وژل شوي دي.

د فرانسې خبري آژانس په حواله په دې لړ کې په جبل الزاویه کې پر پوځي کاروان او په معارت النعمان کې پر پوځي اډې بریدونه شوي دي. پر دواړو ځایونو د برید له پاره له بی پيلوته الوتکې (ډرون) څخه کار اخیستل شوی دی.

د یکشنبې په ماښام (د فبرورۍ لومړۍ نیټه) ترکیې د سوریې دوه جنګي الوتکې را نسکورې کړې وې، په داسې حال کې چې د سوریې حکومت مهم متحد روسیې، ترکیې ته خبرداری ورکړی وو چې دغه هیواد د سوریې په هوایې قلمرو کې د ترکیې د نظامي الوتکو د حفاظت ضمانت نه شي کولی.

تیره اونۍ په ادلیب کې د سوریې په پوځي عملیات کې ۳۳ تنه ترکي پوځیان وژل شوي وو. تر دې برید وروسته په سوریې کې کړکیچ زیات شوی دی.

د دغو پيښو په پام کې نیولو سره د ترکیې، سوریې او متحد یې روسیې ترمنځ د جګړې د رامنځته کیدو په هکله اندیښنې زیاتې شوي دي.

بل لور ته سوریې د ترکیې د درې بی پیلوټه الوتکو د راغورځولو ادعا کړې. د سوریې دولتي تلویزون د دغه هیواد په شمال لویدیځ کې د فضایې قلمرو د بندولو له اعلان سره سم ویلي دی چې که په دې ساحه کې هره الوتکه ولیدل شي، نو هغه د دښمن الوتکه بلل کیږي او پوځ ته یې د را نسکورولو امر شوی دی.

د سوریې حکومت چې د روسیې له ملاتړ څخه برخمن دی هڅه کوي چې ادلیب د ترکیې له ملاتړ څخه د برخمنو یاغیانو او نورو جهادي ډلو څخه بیرته ونیسي. په سوریې کې د څو کلونو راهیسې د روانې کورنۍ جګړې په پایله کې ډیرې سیمې یاغیانو تر خپل کنترول لاندې راوستلې وې چې د هغو له جملې څخه ادلیب اوس هم د یاغیانو تر کنترول لاندی دی. په داسې حال کې چې د سوریې پوځ د روسیې په ملاتړ نورې سیمې بیرته تر خپل کنترول لاندې راوستي دي.

په ادلیب کې د سوریې د پوځي عملیاتو له کبله په لسګونو زره کسان بی کوره شوي او دوی ټول د ترکیې په سرحد کې راټول شوي دي.

ترکیه وایې چې لا پخوا د بی کوره شویو کسانو له فشار سره مخ ده او په سلګونو زرو سوریایې مهاجرو ته یې پناه ورکړې ده او هیواد یې لا زیاتو پناه غوښتونکو ته د ځای ورکولو توان نه لري.

له روسيې سره د ۲۰۱۸ م کال د یوه هوکړه لیک په اساس ترکیې د ادلیب په سیمو کې د څارنې په موخه ۱۲ پوځي پوستې جوړې کړې وې. د دې پوځي پوستو د رامنځته کولو هدف د ادلیب پر مخ پر خرابیدونکي وضعیت نظر ساتل وو.

په دې کې یو شمیر پوستو ته د بشارالاسد د پلوي ځواکونو د پوځي عملیاتو مخې ته د خنډ په سترګه کتل کیږي. د بشارالاسد ځواکونو همدغه پوستې په نښه کړې وې چې په ترڅ کې یې ۳۳ ترکي عسکر وژل شوي وو. خو اوس روسیه تور لګوي چې ترکیې د ترهګرو سره په مرستې کولو له یاد تړون څخه سرغړونه کړې ده.

دویچه ویله: ش.ن/ ب.ص