1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترکيه: په زندانونو کې د پرتو ماشومانو په اړه اندیښنې

۱۳۹۸ خرداد ۳۰, پنجشنبه

د ترکيې په زندانونو کې کوچني ماشومان له خپلو ميندو سره په ناوړه شرايطو کې ژوند کوي. د ترکیې عدلي چارو وزارت نوې پلان ښايي دغه وضعيت يو څه ښه کړي خو د بشري حقونو فعالين پرې ډاډه نه دي.

https://p.dw.com/p/3Kl2d
Gefängnis
انځور: Felix Kästle/dpa/picture-alliance

د ترکیې په يوه زندان کې د بندۍ خديجې مېړه حسين شهنار وايي: «زموږ لور صفيه د جمعې په ورځ وزيږيدله. د هغې له زيږون څخه يوه ورځ وروسته موږ بايد هغه له خپلې مور سره زندان ته ليږلې وای.« خديجه له خپل شيدې خوړونکي ماشوم سره په يو زندان کې تر سختې څارنې لاندې ده. پر هغې تور دې چې ښايي د فتح الله گولين د ترهګر سازمان (FETÖ ) غړې وه. په ترکیه کې د حکومت انتقاد کونکي ډير کله په اشتباه سره محاکمه کيږی.

 د ترکيې يوې محکمې خديجه شهنار په شپږ کاله او لسو مياشتو بند محکومه کړې ده. دا ځوانه مور چې د نرسې په توګه یې دنده درلودله، خپله دنده يې له لاسه ورکړې ده. د دغه بندۍ شوې ښځې میړه او د ماشوم پلار حسین د خپلې ميرمن او ماشوم له پاره ډيره انديښنه لري. له ټولو زيات بيا د دغه شرايطو له کبله چې د ماشوم له پاره سم نه دي. ښځه يې بايد د زندان په يوه خونه کې له نورو ديرشو کسانو سره يو ځاي وي. په  آنتاليا کې د کال په دې وخت کې د هوا تودوخه د سانتی ګراد له دیرشو درجو څخه پورته وي. حسين وايي: » زما په ذهن کې پوښتنې راپورته کيږي چې په زندان کې د ماشوم له پاره حالت څه ډول دې؟ د هوا تودوخه به څه ډول اغيزه ولري؟

Türkisches Paar - Hatice Sahnaz und Hüseyin Sahnaz
خديجه او د هغې مېړه حسين شهنازانځور: Aram Ekin Duran

حکومت له ستونزو سره مبارزه کوي

په دولت پلوه رسنيو کې داسې خبروه خپاره شوي چې د ميندو او ماشومانو له پاره به په زندانونه کې نوې طرحه رامنځته شي. ميندې به له خپلو شيدې خوړونکو او نورو ماشومانو سره نور د بندیخانې په خونو کي نه بلکې د زندان په هستوګنې خونو کې ځاي پر ځاي شي.

حکومت په رسمي توګه تر اوسه دا خبرونه تائيد کړي نه دي خو د عدليې چارو وزير عبدالحامد ګل اعلان وکړچې له انقرې سره نږدي به په يوه زندان کې د ۴۲ بنديانو له پاره يوه امتحاني پروژه پر لاره واچول شي. په لومړې پړاو کې به ۴۸ داسې اپارتمانونه جوړ شيچې د ماشومانو له پاره مناسب وي او د هغوی اړتياوې به پکښې پوره شي.

دا کورونه به  ۴۳۰ متر مربع سترې باغچې ولري چې ماشومان په کې لوبې وکړاي شي. په دویم پړاو کې به دغه ډول بندیخانې ديارباکیر ښار کې د ښځو له پاره ودانې شي. د بندۍ ماشومې پلار حسين  د دغې پروژې په اړه ډاډه نه دې. هغه په دې باوري دې چې دغه پروژې عملې کول به ډير کلونه دوام وکړي.

هغه وايي: «ډېر تغير به را نه شي او زما لور به په زندان کې رالويه شي. کيداي شي د زندان له پاره دغه پروژه پر ماشومانو او ميندو مثبت اغيز ولري. که حل لاره هر ډول وي زندان بيا هم زندان دې.«

Türkei | Cansu Sekerci: Vertreterin des Netzwerkes der Kinder im Gefängnis
وکيله او او په زندان کې د ماشومان د شبکې استازې سانسو سيکرچيانځور: Aram Ekin Duran

وکيله او په دې تړاو د CISST مدنې ټولنې استازې چې په زندانونو کې د کم عمره ماشومانو سره د چلند په اړه له اروپای اتحاديې سره هم همکارې لري وايې:» د دغې پروژې په هکله هيڅ دقيق معلومات د حکومت له خوا نه شته.«

هغه اندیښنه لري ځکه چې د ماشوم لرونکو بندیانو شکايتونه زیات شوی دي. ډير کله ستونزي د ماشومانو جامې، خواړه او دارو درمل دي.نوموړي زياتوي:» دغه ډول زندانونه به ګټور وي خو مدني ټولنو ته په دې اړه هيڅ وضاحت نه دې ورکړل شوې. دا بايد د روان پيژندونکو او ښوونکو په ملتیا وی، خو په خواشنۍ سره چې داسي نه تر سره کيږي.»

د بشري حقونو سازمانونه دغې حالت ته ګوته نيسي چې نه يوازي د بندی کيدلو شرايط باید په بنسټيز ډول بدلون ومومي بلکې په ټوليزه توګه د جزا سيستم بايد بدل شي څو هغه ماشومان چې له شپږو کلونو کم عمر لري زندان ته ونه ليږل شي.

(Aram Ekin Duran) sh/bs