1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ترکمنستان ټاکنې کیدای شي د ځای ناستي پر لور یوه طرحه وي

۱۳۹۷ فروردین ۴, شنبه

د یکشنبې په ورځ په ترکمستان کې پارلماني ټاکنې ترسره کیږي. هغه ټاکنې چې شاید د دې هیواد د ولسمشر د زوی نقش پیاوړی کړي او هغه ته د دې لاره هواره کړي چې د خپل پلار قربانقلي بِردي محمدوف ځای ناستی شي.

https://p.dw.com/p/2uuUG
Turkmenistan Präsidentschaftswahlen Gurbanguli Berdimuchamedow
انځور: picture-alliance/dpa/Tass/V. Sharifulin

په منځني آسیا کې د ګازو له طبیعي سرچينو څخه په دغه غني هیواد کې ټول دری واړه سیال ګوندونه له ۶۰ کلن بِردي محمدوف څخه ملاتړ کوي. هغه څوک چې له ۲۰۰۷ م کال څخه را په دې خوا د پخواني شوروي اتحاد د غړي هیواد ترکمنستان ولسمشر دی.

هغه نه شي کولی چې د خپل هیواد د ۱۲۵ کسیز پارلمان مخالفت وزغمي، کوم چې د ولسمشر له خوا وړاندیز شوي قوانين تائیدوي. ولسمشر د دغه هیواد د کابیني مشري هم په غاړه لري.

په هر حال دغه ټاکنې کیدای شي د پارلمان د استازو د مشرۍ په ترکيب کې هم بدلون رامنځته کړي او په پای کې د ولسمشر د یوازني زوی سردار بِردي محمدوف رول پیاوړی او د ترکمنستان د پارلمان د رئیس او یا هم مرستیال په توګه انتخاب شي.

سردار بردي محمدوف له څو متوسطو دولتي دندو وروسته په ۲۰۱۶ م کال کې په فرعي ټاکنو کې د پارلمان د مرستیال په توګه وټاکل شو. وروسته تر هغې نوموړی د کمیټې مشر شو او څو بهرني سفرونه یې وکړل چې د هغو له جملې څخه په روانه میاشت کې ګاونډي هیواد قزاقستان ته د هغه سفر د ترکمنستان په سیاست کې د هغې رول لا پسې غښتلی کړ.

د ترکمنستان د اساسي قانون په اساس، د پارلمان رئيس د ولسمشر کفيل یا ځای ناستی وي او که چیرې ولسمشر ونه شي کولی خپلې دندې ترسره کړي، په هغه صورت کې دغه ځای ناستی بیا واک ترلاسه کوي.

سردار بِردي محمدوف په خپل هیواد کې د کرهڼې په برخه کې زده کړې کړي دي. وروسته یې د روسیې او سويس په هیوادونو کې د ديپلوماسۍ په برخه کې لوړی زده کړې ترلاسه کړې چې د بهرنیو چارو وزارت په ادارو کې یې ترې کار واخیست.

د ترکمنستان اقتصاد په ډیره ژوره توګه د ګازو د صادراتو پورې وابسته یا تړلی دی او وروسته تر هغې چې تر ټولو لوی پیریدونکی یې روسیې په ۲۰۱۶ م کال کې له دغه هیواد څخه خپله خریداري بنده کړه، د دغه هیواد اقتصاد کمزوری شو.

اوس د ترکمنستان د ګازو اصلي پیریدونکی چین دی او حکومت په عشق آباد کې د ګازو یو پایپ لاین د افغانستان له لاری پاکستان او چين ته غځوي. ترکمنستان د خپلو صادراتو له پاره د نویو لارو او بازار موندنې په فکر کې دی.

دا احتمالاً د ټاپي د لوی پروژ یوه څانګه ده چې ټاکل شوی ده د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لاری پاکستان او وروسته بیا هندوستان ته ولیږدول شي.