1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اروپايي ښي اړخو څخه د ترمپ د يوه پخواني سلاکار ملاتړ

۱۳۹۷ آبان ۲۶, شنبه

د ترمپ پخوانی سياسي ستراتيژي جوړونکی، ستيف بېنن، په پام کې لري چې د اروپايي پارلمان د راتلونکي کال په ټاکنو کې د هنګري له صدراعظم ويکتور اربان څخه ملاتړ وکړي. اوربان اروپا ته د ډيرو مسلمان مهاجرو له ورتلو سره مخالف دی.

https://p.dw.com/p/38R00
Tschechien Steve Bannon in Prag
امريکايي استراتيژي جوړونکی ستیف بیننانځور: picture-alliance/dpa/CTK/V. Simanek

د رويټرز خبري آژانس په حواله، بېنن د امريکا متحده ايالتونو د ۲۰۱۶م کال په ولسمشرۍ انتخاباتو کې د ولسمشر دونالد ترمپ له نژدې او مهمو سلاکارانو څخه وو. نوموړی چې پخوا د  Breitbart.com په نوم ښي اړخې ويب پاڼې مشر وو، د اروپا پارلمان په انتخاباتو کې د ښي اړخو نشنلستانو او عوامپالو سياستوالو د بريالي کيدو په موخه يو خوځښت په لاره اچولی دی. د اروپا پارلماني انتخابات په می مياشت کې ترسره کيږي. د هغه خوځښت غواړي تر څو د اروپا پارلمان ته ښي اړخي ملت پال يا نشنلستان او عوامپال سياستوالان لاره پيدا کړي.  

 د هنګري صدراعظم ويکتور اوربان د بېنن د «خوځښت» له نظريو څخه هرکلی کړی دی.

امريکايي سياستوال بېنن د آر تي ال رسنۍ سره په يوه مرکه کې چې د جمعې په ورځ ناوخته خپره شوه وويل: «که زه وشم کړای، موږ به دغه «خوځښت» په بوداپست کې مستقر کړی وای. زما ډير خوښيږي چې دا دلته وي. موږ به له اوسه د انتخاباتو د ترسره کيدو تر مهاله پورې ډېر وخت دلته په هنګري کې تير کړو.»

Finnland, Helsinki: EVP Gipfel
اوربان د بېنن د «خوځښت» له نظريو څخه هرکلی کړی دیانځور: Getty Images/H. Saukkomaa

بېنن د خپلو خبرو په ادامه کې وويل چې هغه غواړي د نومبر مياشتې په وروستيو کې يو ځل بيا هنګري ته راشي.

د هنګري صدراعظم ویکتور اوربان د مهاجرو پر ضد په سخت دريځۍ باندې مشهور دی. هغه روان کال په بوداپست کې په خپله يوه وينا کې ويلي وو چې د «مهاجرت له کبله پر اروپا باندې تورې ورېځې غوړيدلي دي.»

د هنګري دغه ښي اړخي سياستوال همداراز د آلمان د صدراعظمې انګلا مېرکل  په ګډون د هغو اروپايي سياستوالو پر وړاندې د اپوزيسيون مشري هم کوي کوم چې غواړي اروپا کې لا ډيرو مسلمان مهاجرو ته ځای ورکړي.

اروپايي پارلمان په سپتمبر مياشت کې په يوه بېساري اقدام کې هنګري ته د اروپايي قوانيو د تلف کيدو، دموکراسۍ او د بشر حقونو د نقض او اداري فساد په تړاو د مجازاتو د غوښتنې له پاره رايې ورکړې.