1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د تارياکو لوړي بيي نا امنيو ته لمن وهي

۱۳۹۱ اردیبهشت ۲۰, چهارشنبه

د افغانستان د مخدره موادو سره د مبارزې وزیر ویلي دي چي د تریاکو د بيي لوړیدل به افغان برزگر د دغه بوټي کرهڼي ته وهڅوي. هغه ویلي دي چي په دې سره به په هیواد کي نا امني هم ډیره شي.

https://p.dw.com/p/14s3e
انځور: AP

په افغانستان کي له مخدره توکو سره د مبارزې وزیر ضرار احمد مقبل، ویلي دي چي په افغانستان کي د تولید شوو مخدره توکو بیه به په راتلونکو میاشتو کي لوړه شي. هغه د دې کار لامل د افغان امنيتي ځواکونو له خوا د کوکنارو له منځه وړل او د کروندو مرض وهل ياد کړ.

مقبل ویلي دي چي د تریاکو د بيي لوړیدل او د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو د غوښتني ډیریدل به د دې لامل شي چي کروندګر د تریاکو کرلو ته لا ډیره لیوالتیا وښیي.

د هغه په خبره په دې سره به پر دولت باندي هم فشارونه ډیر شي چي له دغه پوټي سره لا سخته مبارزه وکړي:

«د بيي لوړیدل به پر موږ باندي یقینا فشارونه لا ډیر کړي. د تریاکو له کرلو سره به لیوالتیا لا پسې ډیره شي، کروندګر به په مقاومت لاس پوري کړي، د قانو حاکمیت به له ګواښ سره مخامخ شي او د افغان امنیتي ځواک تلفات به لا پسي ډیر شي.»

افغانستان د نړۍ ۹۰ سلنه تریاک برابروي. په دغه هیواد کي د تریاکو تجارت د نورو ستونزو تر څنګ ناامني ته هم لمن وهي، ځکه چي د تریاکو له تجارت څخه لاس ته راغلي پیسې یاغیانو او د دولت مخالفینو ته په لاس ورځي.

له مخدره توکو سره د مبارزې وزیر وویل چې د افغانستان په فراه، هلمند او کندهار ولایتونو کي د کوکنارو کروندې یو ډول مرض وهلي دي او حاصلات ئې سږکال لږ دي.

په افغانستان کې د مخدره موادو تجارت ۱،۴میلیارده ډالر ارزښت لري. دغه پیسې د دې هیواد د ملي ناخالص عاید ۱۵ سلنه برابروي.

په پلان کي ده چي په ۲۰۱۴ کال کي به ټول بهرني جنګي سرتیري له افغانستان څخه ووزي، کارپوهان وایي چي تر دې نیټې وروسته به هم افغان امنیتي ځواکونه لا ډیري مرستي ته اړتیا ولري چي په هیواد کي له مخدره توکو سره مبارزه وکړي.

د ملګرو ملتونو په حواله اوس په افغانستان کي تریاک د سرو زرو ځای نیسي. د دغه سازمان په حواله په افغانستان کي کروندګر او سوداګر تریاک په دې امید ساتي، چي په راتلونکې کي به ئې بیه لوړه شي او دوی به له دې لاري ډيري پيسې تر لاسه کړي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل