1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بګرام د زندان امنیت حکومت ته سپارل کیږي

۱۳۹۰ تیر ۱۸, شنبه

امریکایي ځواکونو د بګرام په هوايې ډګر کې د پراته زندان د یوي برخې کنټرول هم افغان دولت ته وسپاره. د بګرام زندان له تیرو څو کلونو راهیسې د بشرپالو ټولنو له لوري امریکې ته د یوه لوی سرخوږپه توګه یادیږي

https://p.dw.com/p/11sG0
د بګرام له زندان څخه یو شمیر خوشی شوی بندیان آرشیف Die Gefängnisentlassenen wurden vor dem Regierungsgebäude in Helmand, Afghanistan freigelassen. Die Bilder wurden heute (03.11.2010) in Helmand, Afghanistan von unserem freien Mitarbeiter Mujtaba Mohammadi aus Helmand aufgenommen Alle Rechte gehören der Deutschen Welle.
د بګرام له زندان څخه یو شمیر خوشی شوی بندیان آرشیفانځور: Mujtaba Mohammadi

افغان ځواکونو ته د امنیت د لیږد د پروګرام یوه موخه همدا ده چې دملک دننه د ټولو زندانونو چاري چې اوس د بهرنیو ځواکونو په لاس کې دي افغان ځواکونو ته وسپارل سي.

دغه زندان د طالبانو د واکمنۍ له ړنګیدو وروسته د امریکې د لښکرو له لوري جوړ سوی چې پکې له طالبانو او القاعدې ډلي سره د تړاو په تور نیول سوي کسان ساتل کیږي.

د افغانستان لوی درستیز وایې چې د بګرام د زندان د یوه بل بلاک د ولکې په تر لاسه کولو سره اوس د دغه بند شاوخوا پنځه اویا سلنه برخه د افغان پوځ په لاس کې ده .

جنرال شیرمحمد کریمي په ورته وخت کې له بهرنیو ځواکونو غواړي چې د ملک دننه د ټولو هغو زندانونو واګې دي افغان پوځ ته وسپاري کوم چې د دوي له لوري جوړ سوي دي.

که څه هم تر اوسه د دغه ډول زندانونونه شمیره نده څرګنده، خو کریمی وویل چی افغان حکومت له امریکایی لوری سره په تماس کی دی. هغه زیاته کړه: «نن د کابل د امنیتي مسولیت له انتقال نه وروسته د بګرام د محبس د تدریجې تسلیمې شاهد یم، او غواړو چې پروسې افغاني سي.»

د بګرام زندان له تیرو څو کلونو راهیسې د بشر پالو ټولنو له لوري امریکې ته د یوه لوی سرخوږي په توګه یادیږي.

په عراق کې د ابو غریب او په افغانستان کې د بګرام له امریکایې زندان څخه څو څو ځله د بندیانو د شکنجې رپوټونه ورکړی سوي دي.

خو د افغانستان د ملي اردو د نظامی پولیسو قوماندان صفي الله صفي وایې چې له بندیانو سره به د نړیوالو اصولو مطابق چلند کیږي او دغلته به ټول هغه کسان ساتل کیږي چې پرې د افغانستان د دری ګونو محکمو له لوري له ترهګرو سره د تړاو جرم ثابت سوی وي.

جنرال صفي وویل: «دلته به هغه کسان ساتل کیږي چې قضایې او عدلې تعقیب یې خطمیږي او د افغانستان محکمې به پرې حکم کوي او شمیره به یې له ۵۳۰ پوري تر ۵۴۰ پوري وي.»

د دلتا په نامه افغان ځواکونو ته د بګرام د محبس د بلاک د سپارلو د مراسمو پر مهال د بهرنیو ځواکونو یوه مشر وویل چې له افغان ځواکونو سره د بندیانو په ساتلو کې روزنیزې مرستې کوي تر څو هغوي د دې جوګه سي چې د نړیوالو قوانینو په رڼا کې دغلته له پرتو بندیانو سره سلوک وکړي.

یوه تن افغان زندان ساتونکي چې د امریکايي مربیانو له لوري ورته روزنه ورکړل سوي وه خپل نظر داسي څرګند کړ مونږ ته دا زدکړي را کړل سوي چې څرنګه کولای سو په ښه توګه د زندانیانو ساتنه او پالنه وکړو.»

کله چې د بګرام د زندان نوم اخیستل کیږي د خلکو په ذهن کې د شکنجې هغه رپوټونه را ژوندي کیږي چې رسنیو ترینه په تیرو کلونو کې خپاره کړي ؤ، خو اوس هم افغان او هم بهرني جنرالان وایې چې له زندانیانو سره هیڅ ډول ناوړه سلوک نه تر سره کیږي او هر هغه څه چې صورت مومې د نړیوالو منشرونو په رڼا کې دي.

رسمې شمیرې ښیې چې اوس مهال د بګرام په زندان کې شاوخوا زر تنه له ترهګرو سره د تړاو په تور نیول سوي بندیان چې پکې د بهرنیو ملکونو وګړي هم شامل دي بندیان دي.

کابل/ ميرويس جلالزی

کتونکی: عبدالباري حکيم