1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بيروت په چاودنه کې ۱۰۰ کسان مړه او په زرونو ټپیان دي

۱۳۹۹ مرداد ۱۵, چهارشنبه

د بیروت په چاودنه کې نژدې ۱۰۰ کسان مړه او ۴ زره کسان ټپیان شوي دي. د لبنان حکومت د نړۍ له حکومتونو څخه د مرستې غوښتنه کړې ده. ايران، ترکيه، امريکا، روسيه، اسرائيل، آلمان او فرانسې د مرستو چمتوالی ښوولی.

https://p.dw.com/p/3gQa5
Libanon | Gewaltige Explosion in Beirut: Mann wird evakuiert
د پيښې د ټپيانو شمير دومره ډير دی، چې ويل کيږي د بيروت روغتونونه يې درملنې ته رسيدګي نه شي کولایانځور: Reuters/M. Azakir

د بیروت په يوه بندر کې د سه شنبې په ماښام دوې سترې چاودنې وشوې. تر هغې يوه ورځ وروسته لبناني چارواکو د دغه چادونې علت، د ۲۷۵۰ ټنه نايتريت امونيمو (شيميايي کود) يوه زيرمه وښوده.

د لبنان ولسمشر ميشل عون، پر ټويټر ليکي دي چې د انفجار وړ دومره ډيرو موادو زيرمه کول او هغه هم پرته له دې چې امنيتي مسائيل يې په پام کې ونيول شي، د منلو وړ نه ده.

د لبنان لومړي وزير حسن دياب، هم تر دغې چاودنې وروسته په خپله وينا کې وويل چې د پيښې عاملان به له مجازات پرته پاتې نه شي.

 د لبنان عالي شورا، د چهارشنبې ورځې په سهار (د اګست ۵مه)، د ولسمشر، ميشل عون، په مشرۍ يوې بيړنۍ غونډه کې درې ورځنی عمومي ماتم او د حکومتي ادارو رخصتي اعلان کړه.

د بيروت والي، موان عبود، د چاودنې له ځايه د ليدنې پر مهال دغه چاودنه د هيروشیما او ناکاساکي «فاجعې» سره تشبېه کړه.

Libanon | Gewaltige Explosion in Beirut: Mann wird evakuiert
د پيښې د ټپيانو شمير دومره ډير دی، چې ويل کيږي د بيروت روغتونونه يې درملنې ته رسيدګي نه شي کولایانځور: Reuters/M. Azakir

د پيښې د ټپيانو شمير دومره ډير دی، چې ويل کيږي د بيروت روغتونونه يې درملنې ته رسيدګي نه شي کولای. د لبنان حکومت په دې ترڅ کې له دوستو هيوادونو څخه د مرستې غوښتنه کړې ده.

په بيروت کي د دويچه ويله خبريال وايي چې په روغتونونو کې ځای نه پيدا کيږي او په ښار کي گډوډي ده او د ټول ښار کوڅې له ښيښو ډکي دي.

د اسرائيل د بهرنيو چارو وزير، ګبي آشکنازي، هغه آوازې په کلکه رد کړې، چې احتمالاً د بيروت په چاودنه کې اسرائيل لاس لري.

د آلمان خبري آژانس په حواله، اسرائيل سربیره پر دې چې له لبنان سره ديپلوماتيکې اړيکې نه لري، له لبناني چارواکو سره يې د صحي او بشري مرستو آمادګي ښودلې ده.

ايران، عراق، ترکيه، آلمان، امريکا متحده ايالات، فرانسه او روسيه هم د هغو هيوادونو له ډلې څخه دي چې له لبنان سره يې غمشريکي ښودلې او ويلي دي چې مرستو ته تيار دي.

Libanon | Gewaltige Explosion in Beirut
د بيروت والي، د چاودنې له ځايه د ليدنې پر مهال دغه چاودنه د هيروشیما او ناکاساکي «فاجعې» سره تشبېه کړهانځور: Getty Images/AFP/STR

 په برلين کې د آلمان د بهرنيو چارو وزارت ويلي دي چې په لبنان کې د آلمان سفارت هم په دغې چاودنه کې ټپي لري.

د امريکا ولسمشر د همدردۍ ښودلو تر څنګ زياته کړې، چې هيواد يې لبنان سره مرستو ته تيار دی.

د فرانسې ولسمشر امانوئل ماکرون او د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين هم د لبنان له خلکو سره خپله غمرازي ښولي او دغه هيواد ته يې د مرستو استولو تیاري اعلان کړی دی. فرانسې ويلي دي چې بيروت ته يې يو شمير ډاکټران استولي دي.

د بيروت ښار د سه شنبې ورځې چاودنه، په ۲۰۰۵م کال کې د رفيق حريري تر ترور وروسته، تر ټولو لويه چاودنه ښودل شوې ده.

زياته شوې چې د لبنان د پخواني لومړي وزير، سعد حريري او د رفيق حريري د زوی هستوګنځايونو هم د سه شنبې ورځې چاودنې له امله زيانونه ليدلي دي.

دويچه ويله ف/م.ک.ص./ن.ز