1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بوسنيا په بيهاج کمپ کې د افغان مهاجر بد وضعيت

۱۳۹۸ آذر ۱۶, شنبه

بوسنيايي چارواکو د جمعې په ورځ په بيهاج کې د مهاجرو د يوه کمپ چې دا وخت پر واورو پوښل شوی، د ويجاړيدو پريکړه وکړه. خو په دغه کمپ کمپ کې ميشت يو شمير مهاجرو د نه خوړلو اعتصاب کړی او وايي نه غواړي له کمپه ووځي. 

https://p.dw.com/p/3UN3d
Bosnien und Herzegowina Flüchtlingslager Vucjak
د بيهاج کمپ يوه څنډه - انځور: Reuters/M. Djurica

دغه مهاجر چې غواړي د اروپايي اتحاديې غړو هيوادونو ته ځانونه ورسوي، وايي چې نه غواړي د کروشيا له پولې څخه يو بل لرې ځای ته ولیږدول شي. دغه مهاجر د کروشيا پولې ته شا او خوا ۸ کيلومتره نژدې پراته دي.

د رويټرز په حواله، شاوخوا ۸۰۰ مهاجر په بيهاج کمپ کې پراته دي. بيهاج د بوسنيا په شمال لويديځو ځنګلو کې پرته يوه داسې سيمه ده چې پخوا په کې کثافات اچول کيدل.

له هغه وخته چې کروشيا، هنګري او سلوانيا د غيرقانوني مهاجرو پر مخ خپل سرحدونه وتړل، اوس بوسنيا هم د مهاجرو د شمیر د ډيرو پر وړاندې مبارزه پيل کړې ده. دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۱۸م کال له پیله راهيسې نژدې ۵۰ زره مهاجر د بوسنيا خاورې ته دننه شوي دي.

 له دوی څخه ډيرو ېې هڅې کړي چې ځانونه لويدېځې اروپا ته ورسوي، خو شاوخوا ۸ زه مهاجر لا هم د بوسنيا په بيهاج کې اروپايي اتحاديې د دننه کیدو په هیله خپلې شپې او ورځې تيروي.

د اروپايي اتحاديې د بشر حقونو يو لوړپوړي پلاوي چې روانه اوونۍ يې له دغې سيمې ليدنه کړې ويلي دي چې په بيهاج کمپ کې وضعيت «له شرمه ډک» دی.

Bosnien und Herzegowina Flüchtlingslager Vucjak
مهاجر د بيهاج کمپ په سړه هوا کې ليګيدلي اور ته ولاړ ديانځور: Reuters/M. Djurica

په اروپايي شورا کې د بشر حقونو کمشنر، دونجا ميتاويچ، وويل: «اوس ضروري ده چې دغه خلک له دغه ځایه انتقال شي او اسناد ورته برابر کړل شي.»

بوسنيايي چارواکو ويلی دي چې دوی به له بيهاج څخه مهاجر پلازمينه سراېوو ته نژدې دوو مرکزونو ته انتقال کړي.

په بهياج کې د نورو هيوادونو مهاجرو ترڅنګ افغان مهاجر هم ژوند کوي. افغان مهاجر سید عبدالله ولي رويترز ته وويل: «موږ نه غواړو چې کوم بل ځای ته لاړ شو. که موږ بل کمپ ته ليږدول کيږو نو بيا دې پر ځای اجازه راکړي چې د کروشيا له سرحده واوړو. مونږ نه غواړو په بوسنيا او يا کروشيا کې پاتې شو. موږ کوښښ کوو چې د يوه بهتره ژوند له پاره آلمان، فرانسې او يا بلجيم ولاړ شو.

ډیری مهاجر په دغه کمپ کې د داسې خيمو لاندې ژوند کوي چې پر واورو پوښل شوي دي په داسې حال کې چې ځينې يې په واوره کې لوڅې پښې د سوند له پاره لرګي راټولوي.

بوسنيايي چارواکو د جمعې په ورځ د يوه کمپ چې خيمې يې په واورو باندې پوښل شوي د ويجاړيدو پريکړه وکړه. خو په دغه کمپ کمپ کې ميشت يو شمير مهاجرو د نه خوړلو اعتصاب کړی او نه غواړي چې دوې دې له دغه کمپ څخه وښکل شي.

مهاجر چې غواړي د اروپايي اتحاديې غړو هيوادونو ته ځانونه ورسوي، وايي چې نه غواړي د کروشيا له پولې لرې په يو بل ځای کې هستوګن کړل شي. دغه مهاجر د کروشيا پولې ته شا او خوا ۸ کيلومتره نژدې پراته دي.

شاوخوا ۸۰۰ مهاجر په يو بيهاج کمپ کې پراته دي. بيهاج د بوسنيا په شمال لويديځو ځنګلو کې پرته يو داسې سيمه ده چې پخوا به کې کثافات اچول کيده.

له هغه وخته چې کروشيا، هنګري او سلوانيا د غيرقانوني مهاجرو پر مخ خپل سرحدونه وتړل، اوس بوسنيا هم د مهاجرو د شمیر د ډيرو پر وړاندې مبارزه پيل کړې ده. دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۱۸م کال له پیله راهيسې نژدې ۵۰ زره مهاجر د بوسنيا خاورې ته دننه شوي دي.

Bosnien und Herzegowina Flüchtlingslager Vucjak
په کمپ کې ميشت مهاجر سختۍ دې له پاره ګالي تر څو اروپايي اتحاديې ته دننه شوي ويانځور: Reuters/M. Djurica

 ډيرو هڅې وکړې تر ځانونه لويدېځې اروپا ته ورسوي، خو شاوخوا ۸ زه مهاجر لا هم د بوسنيا په بهاج کې اروپايي اتحاديې د دننه کیدو په هیله خپل د ژوند شپې او ورځې تيروي.

د اروپايي اتحاديې د بشر حقونو يو لوړپوړي پلاوي چې روانه اوونۍ سيمې ته تللی وو ويلي دي چې په بيهاج کمپ کې وضعيت «له شرمه ډک» دی.

په اروپايي شورا کې د بشر حقونو کمشنر دونجا ميتاويچ، وويل: «اوس ضروري ده چې دغه خلک له دغه ځایه انتقال شي او ورته اسناد برابر کړل شي.»

بوسنيايي چارواکو ويلی دي چې دوی به له بيهاج څخه مهاجر پلازمينې سراېوو ته نژدې دوو مرکزونو ته انتقال کړي.

په بهياج کې د نورو هيوادونو مهاجرو ترڅنګ افغان مهاجر هم ژوند کوي. افغان مهاجر سید عبدالله ولي رويترز ته وويل: «موږ نه غواړو چې کوم بل ځای ته لاړ شو. که موږ بل کمپ ته ليږدول کيږ نو بيا دې اجازه راکړي چې د کروشيا له سرحده واوړو. مونږ نه غواړو په بوسنيا او يا کروشيا کې پاتې شو. موږ کوښښ کوو چې د يوه بهتره ژوند له پاره آلمان، فرانسې او يا بلجيم ولاړ شو.

ډیری مهاجر په دغه کمپ کې د داسې خيمو لاندې ژوند کوي چې پر واورو پوښل شوي دي په داسې حال کې چې ځينې يې په واوره کې لوڅې پښې د سوند له پاره لرګي راټولوي.

يو شمیر مهاجر په کمپ کې بنرونه لګولي چې پرې ليکل شوي دي: «موږ له اروپايي اتحاديې څخه غوښتنه کوو چې سرحدونه خلاص کړي. موږ دلته تباه کيږو.»

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: