1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بن د کنفراس لپاره تیاری روان دی

۱۳۹۰ آبان ۲۸, شنبه

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر، کیدو ویستر ویله، کابل ته رسیدلی دی. هغه افغان ولسمشر سره د لیدنې پر وخت ډاډ ورکړی چې هیواد به یې د ۲۰۱۴ کال وروسته هم افغانستان یوازې پرې نه ږدي. د بن راروان کنفرانس د هغه د سفر اصلي موضوع ده.

https://p.dw.com/p/13DYS
ویستر ویله تر دې مخکې پاکستان او ترکمنستان ته هم سفر کړی وو
ویستر ویله تر دې مخکې پاکستان او ترکمنستان ته هم سفر کړی ووانځور: picture-alliance/dpa

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر، ګیدو ویستر ویله، په کابل کې د افغان ولسمشر سره تر لنډې لیدنې کتنې څخه وروسته افغان حکومت ته ډاډ وکړ چې آلمان د ۲۰۱۴ کال وروسته هم دغه هیواد یوازې پرې نه ږدي. له دې مخکې ویستر ویله پاکستان او ترکمنستان ته هم سفر کړی وو.

گيډو وېسټروېله پداسي حال کې افغانستان ته په لنډ سفر رسېدلی دی چي په بن کي د افغانستان په هکله نړیوال کنفرانس ته تقريبا دوه اونۍ پاتې دي. دغه کنفرانس به د دسمبر د میاشتې په پنځمه پېل سي. د بن په دویم کنفرانس کې به د سلو څخه زياتو هيوادونو استازي گډون وکړي.

افغانستان ته د ویسترویله د سفر تر ټولو مهم هدف د بن د دویم کنفرانس په اړه خبرې اترې دي. د آلمان د خبري آژانس د رپورت له مخې ویستر ویلې ویلې دي چې د بن د دویم کنفرانس څخه انتظارونه ډیر زیات دي. هغه زیاته کړې:

«هر څه د دغه کنفرانس بریالیتوب پورې تړلي دي. څرګنده ده چې د هغه پایلې به د افغانستان او همداراز د نړیوالې ټولنې لپاره خورا اهمیت ولري.»

د آلمان د خبري آژانس په رپورټ کې زیاته شوې ده چې افغان ولسمشر کرزی له ویستر ویله سره د لیدنې په ترڅ کې د بن د کنفرانس د بریالېتوب په اړه ډیر زیات خوشبینه ښکاریده. په رپورټ کې د کرزي له خولې ویل شوي چې افغانستان ډاډه دی چې «آلمان لکه تل خپله دنده په ښه توګه سر ته رسوي.»

افغانستان ته د رسېدو تر مخه وېسټروېله د افغانستان د گاونډي هيوادونو ترکمنستان او پاکستان څخه ليدنه وکړه. په اسلام آباد کي د خبرو پر وخت المان وزير وویل چې د بن په کنفرانس کې باید دا خبره روښانه شي چې افغانستان د ۲۰۱۴ کال وروسته هم یواځې نه پریښودل کیږي.

گيډو وېسټروېله د جمعې په ورځ د پاکستان د لوی درستيز، جنرال اشفاق کياني، سره د بل هر پاکستاني لوړپوړي چارواکي د لېدو څخه تر مخه وليدل. ويل سوي چي دغه ليدنه د وخت له کبله په لومړي سر کي تر سره سوه.
گيډو وېسټروېله په پاکستان کي د خبرو پر وخت زياته کړه:

«بايد په راتلونکې کې دا زمینه یو ځل بیا مساعده نه سي چي افغانستان د نړیوالو ترهگرو لپاره په پټن ځای بدل شي.»

په افغانستان کي څه باندي يو لک او څلوېښت زره بهرني عسکر ځای پر ځای دي. په افغانستان کې د میشتو آلماني سرتیرو شمیر کابو ۵۰۰۰ ته رسیږي.

آژانسونه/ احمدولي اڅکزی
کتونکی: مسعود جهش