1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

د «بمونو مور» ۱۳ هندي یاغیان وژلي

۱۳۹۶ فروردین ۲۹, سه‌شنبه

یوه افغان چارواکي د سه شنبې په ورځ ویلي دي چې د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د اسلامي دولت پر یوه مرکز باندې د امریکا متحده ایالاتو تر ټولو لوی غیر اتومي بم، د نورو تر څنګ ۱۳هندي یاغیان هم وژلي دي.

https://p.dw.com/p/2bNop
Afghanistan - USA Bombe MOAB
انځور: Reuters/U.S. Department of Defense

امریکا متحده ایالاتو د پنجشنبې په ورځ د افغانستان په ختیځ ولایت ننګرهار کې خپل تر ټولو لوی غیر اتومي بم وکاروه چې ورته د «ټولو بمونو د مور» نوم ورکړل شوی. د برید هدف د اسلامي دولت د تونلونو د یوې شبکې په نښه کول دي. په دې سیمه کې د دې ډلې مهمات هم له منځه تللي دي.

د دفاع وزارت ویاند محمد رادمنش، په یوې بیانیه کې ویلي دي: «په برید کې ډیری وژل شوی یاغیان له پاکستان، هندوستان، فلیپین او بګله دیش هیوادونو څخه وو.»

په دې برید کې د اسلامي دولت څلور کلیدي قوماندانان هم وژل شوي دي.