1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
قانون او قضا

د بلوچستان په پوهنتنون کې د جنسي ځورونې افتضاح

۱۳۹۸ مهر ۲۳, سه‌شنبه

د پاکستان د بلوچستان ایالت په مرکز کویټه کې تر ټولو ستر پوهنتون کې د ښځینه محصلینو د جنسي ځورونې یوه ستره افتضاح بربنډه شوې ده.

https://p.dw.com/p/3RKD9
Pakistan Studentinnen
انځور: DW/A. G. Kakar

د ځايي چارواکو په وینا د «څارنې او امنیتي څانګې» ځینو کار کوونکو د پوهنتون سي سي ټي وي، یا د څارنې کمرو له انځورونو څخه د خپل شخصي ګټو له پاره کار اخیستی دی.

د پاکستان د تحقیقاتو فدرالي ادارې (اف آی اې) د پوهنتون پر مختلفو څانګو باندې چاپې هم وهلي دي. د دغو چاپو په ترڅ کې د ښځینه محصلینو ډیري ویډیوګانې نیول شوي دي.

د دویچه ویله د اردو څانګي ځایي خبریال د سرچینو له قوله په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د جنسي ځورونې د دغه سترې افتضاح په ترڅ کې د پوهنتون د امنیتي څانګې د دوو جګپوړو چارواکو په شمول له ډیر شمیر کسانو څخه پوښتني گرويږني کیږي.

د پاکستان د تحقیقاتو فدرالي ادارې یوه جګپوړي چارواکي د نوم د نه ښوولو په شرط د دویچه ویله له ځایي خبریال سره په خبرو کې ویلي دي چې په بلوچستان کې د یوه منظم پلان له مخې محصلینې په جنسي توګه ځورول کیدې: «د بلوچستان د هاي کورټ (لوړې محکمې) مشر قاضي جمال مندوخیل د ځینو شکایتو له کبله پخپله اقدام کړی. هغه اف آی اې، ته په دې هکله د څیړنو امر کړی وو. زموږ سایبري څانګې په دې تړاو اقدام کړی دی. یقینا دا یوه لویه افتضاح ده. په دې تړاو چې تر اوسه کوم تحقیقات شوي دي له هغې معلومه شوې ده چې په پوهنتون کې په زیاته کچه محصلین او په ځانګړې توګه محصلینې د څارنې د کمرو د انځورونو په واسطه له فشار سره مخامخ کیدلې.»

د اف آی اې کار کوونکو د پوهنتون پر مختلفو څانګو د چاپو په ترڅ کې ګرځنده تلیفونونه، لېب ټاپونه او نورې آلې قبضه کړې دي، چې د هغې قانوني تر سره کیږي.

Pakistan Balochistan Universität Aussen
انځور: DW/A. G. Kakar

د تحقیقاتو د فدارلې ادارې دغه جګپوړي چارواکي چې نوم یې نه دی اخیستل شوې په دې هکله په خپلو څرګندونو کې ویلي دي: «په پوهنتون کې د جنسي ځورونې دغه کار په لویه کچه تر سره کیده. د تحقیقاتو پر مهال دا خبره هم جوته شوې ده چې په پوهنتون کې د څارنې په نوم له قواعدو او اصولو سخته سرغړونه شوې ده. زموږ ټیم په ژوره توګه دغه ټوله معامله ارزوي. هر څوک چې په دغه افتضاح کې ښکیل وي، چې هر څومره چې بانفوذه وي، د قانون له منګلو نشي بچ کیدی.»

په پاکستان کې د پوهنتون د استادانو نماینده سازمان «اکیډمک سټاف ایسوسي ایشن» عمومي سیکرتر او د بلوچستان پوهنتون پروفیسر کلیم الله بړیچ، په خبره د پوهنتون د ښځینه محصلینو د جنسي ځورونې په برخه کې د اداري چارو څانګې غفلت هم مهم نقش لري.

هغه د دویچه ویله له ځایي خبریال سره په خبرو کې ویلي دي: «موږ پخپله څو وارې د اړونده مسوولینو توجه دې ته راوړوله چې دلته د هغو کړنو په هکله تحقیقات وشي چې محصلین او محصلینې ترې اغیزمنیږي. په بلوچستان پوهنتون کې د ځینو خلکو له کبله د محصلینو عزت له خطر سره مخامخ دی. د دې خبرې اړتیا ده چې د هغو بانفوذه خلکو پر وړاندې بلا توپیره ګام پورته شي، چې تل یې له خپل واک څخه ناوړه استفاده کړې ده.»

د پروفیسر کلیم الله بړیچ، په خبره د پوهنتون د استادانو نماینده سازمان د بلوچستان پوهنتون له مرستیال رئیس څخه د بلوچستان ګورنر ته هم شکایت کړی وو، څو د پوهنتون فضا بهتره کړی شي: «زموږ د معلوماتو له مخې د ښځینه محصلینو د جنسي ځورونې په افتضاح کې ښکیل ځیني عناصر اوس هم د خپل نفوذ له کبله د قانون له منګلو بچ پاتې دي. زموږ غوښتنه دا ده چې د پوهنتون د مرستیال رئیس په شمول نور مسوولین هم په دې ترڅ کې په بې پرې توګه په تحقیقاتو کې شامل کړی شي.»

په کویټه کې د یوه جګپوړي امنیتي چارواکي مبین دراني، په خبره په بلوچستان پوهنتون کې «تر پنځوسو زیاتې کمرې نصب دي. د دغو کمرو انځورونه تر اوسنۍ افتضاح وروسته هم تر لاسه کیږي. له دغه انځورونو به ریښتنی وضعیت روښانه شي. کوم کسان چې د پوهنتون د فضا په خرابولو کې لاس لري، د قانون له منګلو یې هیڅوک نه شي ژغورلی. اوسمهال یوازې د داسې شواهدو انتظار کيږي چې د پوهنتون د چارواکو په اړه دي. تر څو ورځو به وضعیت روښانه شي.»

د مبین دراني په خبره د بلوچستان پوهنتون د محصلینو د ځورولو یو هدف دا هم کیدی شي چې د دغې ادارې اعتبار ته زیان ورسول شي.

د بلوچستان د ایالتي حکومت ویاند لیاقت شاهواني، له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې ایالتي حکومت د پوهنتون د افتضاح د څیړنو له پاره د پولیسو عمومي مشر ته د تحقیقاتو د فدرالي ادارې له چارواکو سره تل په اړیکه کې د پاتې کیدو امر کړی دی: «د پوهنتون د محصلینو ځورول د نه بخښلو وړ جرم دی. په دغه جرم کې ښکیل عناصر د هیڅ رعایت مستحق نه دي. د دغو پيښو د څیړلو له پاره یوه جګپوړې څیړنیزه کمیټه هم جوړیږي. څیړنیزې کمیټې ته به ژر ایالتي حکومت ته د رپوټ ورکولو امر کیږي، څو د ګرمو کسانو پر ضد بشپړ اقداما وشي.»

له بل اړخه د بلوچستان اعلی وزیر جام کمال خان، د پوهنتون د قضیې په تړاو مرکزي او ایالتي ادارو ته سپارښتنه کړې چې په دې هکله تحقیقات نور هم پراخه کړي. جام کمال خان په یوه بیانیه کې د ایالت تر ټولو سترې تعلیمې ادارې د محصلینو تر فشار لاندې نیولو او او ځورونې په پيښو سخته انديښنه څرګنده کړې او د ښکیلو کسانو پر ضد یې د سختو ګامونو پورته کولو هوډ څرګند کړی دی.

عبدالغني کاکړ، کویټه