1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بلخ ولایت پر سر جنجالونو د کابل نړیوال متحدین اندیښمن کړي

مسعود جهش
۱۳۹۶ دی ۲۷, چهارشنبه

د نور او کابل تر منځ جنجالونو د دې اړتیا رامنځ ته کړه چې د امریکا د ولسمشر مرستیال له غني سره خبرې وکړي او د ستونزې د سوله ایز حل غوښتونکی شي. د کابل نړیوال متحدین اوس د بلخ په جنجالونو کې تر بل هر وخت ډیر ښکیل دي.

https://p.dw.com/p/2qyOR
Gouverneur der Provinz Balkh in Afghanistan Atta Mohammad Noor
انځور: Getty Images/AFP/S. Marai

د بلخ ګوښه شوي والي عطا محمد نور، او د ملي یووالي حکومت مشرانو تر منځ جنجالونو یو ځل بیا د دې اړتیا رامنځ ته کړې ده چې یو امریکایي لوړپوړی چارواکی له ولسمشر غني سره پرې خبرې وکړي، څو د یوه لوی کړکیچ د رامنځ ته کیدو مخه ونیوله شي.

سپینې ماڼۍ د سه شنبې په ورځ په یوه بیانیه کې خبر ورکړ چې د امریکا متحدو ایالاتو د ولسمشر مرستیال مایک پنس، له افغان ولسمشر محمد اشرف غني، سره تلیفوني خبري کړي او پر نورو موضوعګانو سربیره یې، په بلخ کې د واک د سوله ایز لیږد پر سر ټینګار کړی دی.

په بیانیه کې راغلي دي: «لومړي مرستیال مایک پنس او ولسمشر غني د بلخ ولایت پر سیاسي رهبرۍ خبري وکړې. لومړي مرستیال پر خپل ملاتړ باندي ټینګار وکړ چې افغان حکومت د بلخ له والي عطا محمد نور سره خبري وکړي او د خبرو اترو په پایله کې د واک یو سوله ایز لیږد رامنځ ته شي.»

د عطا نور او ملي یووالي حکومت د مشرانو محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله، تر منځ جنجالونه هغه وخت تاوده شول چې ولسمشرۍ ماڼۍ په دسمبر میاشت کې د تویتر په یوه لنډ پیغام کې اعلان وکړ چې غني د عطا محمد نور استعفأ منلې ده. تر دې اعلان وروسته کوښه شوي والي سمدستي غبرګون وښود او ویې ویل چې ولسمشر ته د هغه وړاندي شوې استعفأ پخوانۍ او مشروطه ده، له همدې کبله دی د ولسمشر پریکړه نه مني.

اوس چې د دې موضوع له اعلانیدو څه نا څه یوه میاشت تیریږي، عطا محمد نور، بیا هم په بلخ کې دی او وایي تر هغه چې یې شرطونه نه وي منل شوي د ولایت څوکۍ به پرې نه ږدي او د افغان ولسمشر له خوا ټاکل شوی نوی والي انجنیر داوود، بیا یوازي د سه شنبې په ماښام بلخ ولایت ته ولاړ، هغه هم د دې له پاره نه چې خپله دنده پیل کړي، بلکي د خپل پلار د جنازې په مراسمو کې د ګډون په موخه. دا چې هغه به د جنازې د مراسمو تر پای ته رسیدو وروسته بیرته کابل ته ستون شي او که نه لا تر اوسه پورې روښانه نه ده.

ځايي موضوع خو نړیواله لیوالتیا

ډیر کم داسې کیږي چې په افغانستان کې د یوه والي د ګوښه کیدو موضوع دې دومره نړیوال پام ځان ته واړوي، لکه د بلخ د والي د قضیې په څیر. د دې لامل دا دی، چې دغه موضوع اوس دومره پراخه شوې چې که د خبرو اترو له لارې ورته د حل لاره و نه موندل شي، نو کیدای شي چې دواړه اړخونه د خپل اعتبار د ساتلو له پاره په هر اقدام لاس پورې کړي.

نور په وار وار سره پر ملي یووالي حکومت باندې تور لګولی دی چې حکومت نړيوالو ته جهاديان بد معرفي کوي او په دې سره غواړي چي هغوی د سیاست له صحني څخه ګوښه کړي. د نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یوه رپوټ کې چې د نور د ګوښه کیدو په اړه لیکل شوی دی، راغلي دي چی یوه پیښه چې کیدای شي د نور د استعفأ له پاره د امریکا او ناټو د ملاتړ تر لاسه کولو په موخه ترې کار اخیستل شوی وي، «دوې میاشتې مخکې هغه پيښه وه، چې د نور کسانو د تیلو ځینو هغو موټرو له بلخ څخه د تيرېدو اجازه ور نه کړه چي د مالیاتو په برخه کې د ڼاتو له معافیت څخه برخمن دي». په رپوټ کې د نور په حواله راغلي دي چې دغو موټرو د ناټو په نامه غیرې قانوني نفت لیږدول، خو یو شمیر چارواکو بیا د نوم د نه بربنډولو په شرط نیویارک ټایمز ته ویلي دي چې «دغه موټر ځکه درول شوي ول چې د نور کسانو ته یې پیسې نه ورکولې».

دغي پیښې په افغانستان کې د ناټو عمومي قوماندان جنرال جان نیکولسن په غوسه کړ او بیا د غني کسانو له همدې موقع څخه په استفادې سره امریکایانو ته قناعت ورکړ چې نور یوازي د ولسمشر غني پر خلاف نه، بلکي د امریکا مخالف هم دی. د نیویارک ټایمز په حواله د ولسمشر غني کسانو عطا محمد نور خپلو نړیوالو متحدینو ته د یوه مفصد په توګه معرفي کړی دی چې په بلخ ولایت کې له سوداگرۍ څخه پیسې اخلي او په دې ترتیب یې په سونو میلیونه ډالر راټول کړي دي. خو عطا نور بیا دا هر څه ردوي او وايي چې پیسې يې د قانوني تجارت له لارې ګټي.

خو د آلمان په ګډون په افغانستان کې ښکیلو بهرنیو هیوادونو ته د عطا نور او مرکزي حکومت تر منځ شخړه ځکه هم مهمه ده چې هغوی له یوې خوا نه غواړي په افغانستان کې د مرکزي حکومت اقتدار او اعتبار له منځه ولاړ شي او له بلې خو د دې پلوي هم نه دي چې د نور د ګوښه کیدو چارې دې داسې پر مخ ولاړې شي چې د ملي یووالي حکومت کورنی سیاسي ملاتړ، چې اوس هم ښه نه دی، لا پسې کم شي.

د اعتبار ساتلو هڅې

که څه هم ولسمشرۍ مانۍ او پخپله اشرف غني، لا تر اوسه پوري د عطا محمد نور په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي، خو د کابل او نور تر منځ تقابل اوس د دواړو اړخونو د اعتبار او ځواک په یوې آزموینې باندې اوښتې دی.

که ولسمشر غني و نه کولای شي چې د خپل نوي والي انجنیر داود، له پاره په بلخ کې د کار شرایط برابر کړي، نو دا به په افغانستان کې نور ځواکمنو ځايي چارواکو ته چې له ارګ سره ښې اړیکې نه لري دا پیغام واستوي چې هغوی هم کولی شي د کابل د پریکړو پر ضد ودریږي. همدا اوس هم له کندهار څخه د ځواکمن امنیې قوماندان جنرال رازق، په اړه داسې ګنګوسې شته چې د کابل پریکړو ته ډیر وخت غاړه نه ږدي.

د عطا نور له پاره، چې اوس ځان د جمعیت ګوند په غړو کې مخکښ بولې، دا بیا تر ټولو ډیره د اعتبار خبره ده. هغه د حکومت د پریکړې تر اعلان وروسته، ډیري بیانیې ورکړي دي او په هره بیانیه کې یې پر ولسمشر غني او اجراییه رییس عبدالله عبدالله، باندې سختې نیوکې کړي دي. هغه څو وخته مخکې په خپله یوه بیانیه کې حکومت ته چلنج ورکړ چې که «یې زور رسیږي نو دی دې له دندې ګوښه کړي».

په تیرو څو ورځو کې که څه هم هغه د جمعیت د استازو او ملي یووالي حکومت تر منځ د مذاکراتو خبره کوي، خو بیا هم خپلو پلویانو ته وایي چې که ولسمشرۍ ماڼۍ یې د ګوښه کیدو په برخه کې یو اړخیز اقدامات وکړ نو لومړی به مدني نافرماني وکړي او که دې کار پایله ور نه کړه، نو بیا به د نورو اقداماتو په اړه مشورې ورکړي.

دا چې د بلخ ستونزه به څه وخت او په څه ډول حل شي، د وخت تیریدل به یې روښانه کړي، خو که هر اړخ د خپل اعتبار ساتلو له پاره پر زور تکيه وکړي، نو اغېزې به يې پر ټول افغانستان وي.