1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو د بغلان پر امنيه قومندانۍ د بريد مسئوليت منلی

۱۳۹۸ اردیبهشت ۱۵, یکشنبه

د اسوشتيد خبري آژانس په حواله وسلوالو طالبانو د بغلان ولايت پر امنيه قومندانۍ بريد کړی دی. چارواکو ويلي دي چې دننه په ودانۍ کې جګړه رامنځ ته شوې ده.

https://p.dw.com/p/3HxAm
Selbstmordanschlag in Afghanistan
آرشیفانځور: picture-alliance/dpa

د بغلان د ولايتي شورا مشر صفدر محسني وويل چې بريد وروسته له هغې پیل شو چې له چاوديدونکو توکو څخه ډک يو غټ موټر ته د امنيې قومندانۍ ودانۍ څخه بهر چاودنه ورکړل شوه.

هغه په دغې پيښه کې امنيتي ځواکونو ته د مرګ ژوبلې اوښتو پخلی وکړ خو کره آمار يې په ډاګه نه کړل.

د طالبانو يوه وياند د دغه بريد مسئوليت منلی دي او ويلي دي چې بريد د دوی د يو ځان وژونکي بريد ګر له خوا له چاوديدونکو موادو ډک يوه عراده هاموې وسيلې په ذريعه ترسره شوی دی.

د والي وياند محمود حقمل هم د يکشنبې په ورځ پر امنيه قومندانۍ باندي بريد منلی دی.

پر ټولنيزو رسنيو هم د دغې پيښې انځورونه خپاره شوي دي.

د زلمي آشنا په نوم يوه کس پر خپلې فيسبوک پاڼې د بغلان د عامې روغتيا رياست له قوله ليکلي چې تر اوسه ۴۰ ټپیان دغې ادارې ته رسول شوي دي.

طالبانو په داسې وخت کې پر افغان امنيتي ځواکونو دغه خونړۍ حمله ترسره کړې، چې په افغانستان کې د سولې د تامين او د جګړې پاي ته رسولو په موخه د بل هر وخت په پرتله هڅې ډيرې شوي دي.