1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«هنګري ځينو رد شوو مهاجرو ته ډوډي نه ورکوي»

۱۳۹۷ مرداد ۲۷, شنبه

د بشري حقونو يوه سازمان ويلي دي، چې هنګري يو شمير مهاجرو ته ډوډې نه ورکوي. د دغه کار دليل دا ښودل شوی، تر څو مهاجر د خپلو د پناه غوښتنې پر دوسيو د کار له ادامې څخه تير شوي وي.

https://p.dw.com/p/33MQa
Ungarisch-Serbische Grenze Containerlager für Flüchtlinge in Tompa
د آرشيف انځورانځور: picture-alliance/dpa/MTI/S. Ujvari

د بشري حقونو سازمان «هلسينکي کميټې» د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې دغه اقدام هغه ډله مهاجرو پورې تړاو لري کوم چې د لومړي ځل له پاره يې د پناه غوښتنې رد شوې وي.

د دغه رپوت پر اساس، هغه مهاجر چې په لومړي ځل يې د پناه غوښتنه رديږي، د هنګري او سربستان هيوادونو په سرحدونو کې جوړو بندو مرکزونو ته ليږدول کيږي، چې ځينې يې په دغه ځای کې خوراکي توکي نه ترلاسه کوي. ويل شوي دي چې د دغو کسانو شمير شپږ تنو ته رسيږي.

د بشري حقونو دغه ملاتړ کونکي سازمان دا هم ويلي دي چې، د هنګري د مهاجرت ادارې له خوا دغو مهاجرو ته ويل شوي دي چې اجازه لري سربستان ته ولاړ شي.

خو هلسينګي کميټه توانيدلې ده چې په دې برخه کې د مدافع وکيلانو په مرسته يو موثر اقدام ترسره کړي. دغې کميټې د اروپا د بشر حقونو محکمې له لوري هنګري دې ته موظفه کړې تر څو يادو کسانو له پاره د ژوندانه موقتي آسانتياوې برابرې کړي.

په دې ترتيب اوس نو بايد ټولو مهاجرو ته چې په دغه شان بندو کمپونو کې اوسيږي، ډوډي ورکړل شي. د اروپا د بشر حقونو محکمې په دې اړه تصمیم، د روانې ميلادي مياشتې (اګست) په لسمې او شپاړسمې ونيوه.

د ويلو ده چې هنګري هيواد د روان ميلادي کال د جون مياشتې په لومړيو کې د مهاجرت سخت قوانين په اجرا کې راوستل. خو هلسینکي کميټه وايي چې له دغو قوانينو څخه د اګست مياشتې له نيمايي وروسته کار اخيستل شوی دی.

دا هم زمونږ له ارشيف څخه د مهاجرت پر موضوع يو انځوريز البوم: