1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بشري حقونو جايزه احمد منصور ته ورکړل سوه

۱۳۹۸ مهر ۲۲, دوشنبه

روانشناس او لیکوال احمد منصور د بشري حقوقو او دیموکراسۍ په لار کي د هغه د نه ستړي کیدونکو هلو ځلو په خاطر د بشري حقوقو جایزه واخیستله.

https://p.dw.com/p/3REzK
Ahmad Mansour in Berlin bei der Veranstaltung Die Radikalisierung Jugendlicher in Deutschland und Europa
انځور: picture alliance/dpa/M. Gambarini

په لسو زرو یورو سره دغه جایزه پرون یکشنبه(د اکتوبر ۱۳مه) نېټه د جرمني د یوه بنسټ(گرهارد او ریناټه بوم) له خوا احمد منصور ته ورکړل سوه. بنسټ ددغي جایزې د ورکولو دلیل دا وښود چي »احمد منصور د بشري حقوقو، دیموکراسۍ او ادغام  په لار کي نه ستړي کیدونکو هلي ځلي کړي دي.«

بنسټ اضافه کوي چي هغه د مختلفو ابتکارونو او پروگرامونو له لاري د افراطیت په مقابل کي مبارزه کړې ده. منصور غواړي په اسلام کي اصلاحات رامنځته سي او د«سیکولر اسلام د ابتکارونو« د بنسټ یو مؤسس هم دی.

په ۲۰۱۷م کال کي هغه د خپلي ماینې(بیاتریک) سره یو ځای د »ازادي له سره شروع کیږي« په نوم یوه ټولنه جوړه کړه، چي د دیموکراسۍ د تقویې او افراطیت د مخنیوي په لار کي یو ابتکار دی.

احمد منصور په ۱۹۷۶م کال کي د اسرائیلو په یوه عربي کلي کي زیږیدلی دی. د ۱۹۹۶م کال څخه یې په تل آبیب او برلین کي د روانشناسۍ، سوسیالوژۍ او فلسفې په برخه کي په تحصیل شروع وکړه. په ۱۳ کلنۍ کي هغه یوې اسلامي مدرسې ته شامل سو، چي په خبره یې افراطیت ته تشویق سو. خو د تحصیل په جریان کي بیرته د هغه له اغېز څخه راووت.

د ددوهمي انتیفادا پر وخت د کړکیچن حالت له کبله هغه مجبوره سو، برلین ته راسي او هم هلته پاته سي. هغه له ۲۰۱۷م کال راهیسي د جرمني تابعیت لري.