1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د برید عاملین به محکمې ته راوکاږو»

AFP/ سید ریاض۱۳۹۲ اردیبهشت ۲۲, یکشنبه

د سوریې پولې ته څیرمه د ترکیې په يوه ښار کې د بمي چاودنو پړه انقرې پر دمشق پلوه ډلو اچولې ده او ویلي یې دي چې د دغه برید عاملین به محکمې ته راوکاږي. په دغه غبرګو موټر بم چاودونو کې ۴۳ تنه وژل شوي ول.

https://p.dw.com/p/18WOR
انځور: picture-alliance/dpa

د شنبې په ورځ د ریحانلي په ښار کې د بمي چاودونو وروسته د ژغورنې کارونه پیل شوي دي، تر څو د ویجاړو شوو ودانیو لاندې کسان وژغورل شي. په دغه سیمه کې د سوریې ډیر شمیر کډوال اوسیږي.

د ترکیې د لومړي وزیر مرستیال بصیر اتلي، دا خبر تایید کړی دی چې په دغه چاودنه کې ۴۳ تنه وژل شوي او تر ۱۰۰ زیات ټپیان دي. ویل کیږي چې د ډیر شمیر ټپیانو روغتیایي حالت د اندیښنې وړ دی.

د ترکیې د کورنیو چارو وزیرمعمر ګولر، د ترکیي ملي تلویزون سره په خبرو کې ویلي دي: «هغه خلک او سازمانونه چې دغه برید یې تر سره کړی دی، پیژندل شوي دي.» هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړې ده چې مونږ دا موندلي دي چې دا هغه ډلي دي چې د سوریې د رژیم او استخباراتو پورې تړلي دي.

ترکیه چې د ناټو غړی دی، د خپل پخواني متحد سوریې څخه هغه وخت فاصله ونیوله کله چې د سوریې ولسمشر بشارالاسد په ۲۰۱۱م کال کې د دموکراسي پلوه لاریونونو په ځپلو پیل وکړ.

تر هغې وروسته ترکیه د سوریې د پاڅون کوونکو له پاره د بیا انسجام په یوه مرکز واوښته او دمشق لا تر مخه د ترکیې په خاوره د بریدونو له کبله ګرم ګڼل شوی دی.

Turkei Syrien Bombenanschlag
انځور: STR/AFP/Getty Images

اتلي ویلي دي داسې نه ښکاري چې د شنبې د ورځې د تر سره کیدونکي برید عاملین د سوریې له خاورې څخه ترکیې ته راوښتي وي، بلکه همدلته (ترکیه) موجود وو.

ګولر ویلي دي چې سیمه ییز والي د ریحانلي ښار ته استول شوی دی، تر څو اړین امنیتي اقدامات تر سره کړي.

دغه برید د ریحانلي په ښارګوټي کې چې نفوس یې ۶۰ زرو کسانو ته رسیږي ګډوډي رامنځ ته کړه او پولیس د خلکو د خورولو له پاره هوایي ډزو کولو ته اړ شول.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر، احمد داود اوغلو، چې په اوسني وخت کې په برلین کې دی ویلي دي په داسې یوه وخت کې چې د سوریې د کړکیچ د حل کیدو له پاره دیپلوماتیکي هلې ځلې روانې دي، د بمي چاودنې تر سره کیدل، کومه «تصادفي» پیښه نه ده. هغه زیاته کړې ده: «دا کومه تصادفي پیښه نه ده چې په داسې یوه مرحله کې باید رامنځ ته شي، چیرې چې د ټولې نړۍ په کچه د سوریې له پاره په هلوځلو کې ډیروالی راغلی دی.»

هغه زیاته کړه چې هیڅ څه به «بې ځوابه پاتې نه شي» او عاملین به د قانون منګولو ته وسپارل شي.

د امریکا متحده ایالات او روسیه په وروستیو وختونو کې یو ځل بیا د سوریې د کړکیچ د حل په لټه کې دي. د ملګرو ملتونو د اټکلونو له مخې د ۲۰۱۱م کال د مارچ د میاشتې راهیسې د سوریې په کړکیچ کې شاوخوا ۷۰ زره کسان وژل شوي دي.

په پام کې ده چې د اسراییلو لومړی وزیر بېنامین نتنیاهو به ډیر ژر د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د خبرو اترو د تر سره کولو له پاره روسیې ته سفر وکړي. د ترکیې لومړی وزیر رجب طیب اردوغان به د پنجشنبې په ورځ په واشنګټن کې د متحده ایالاتو له ولسمشر بارک اوباما سره وویني.

د بمي برید غندل

د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند، دغه چاودنه په کلکو ټکو کې غندلې ده، د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون بیا ویلي دي چې عاملین باید د قانونو منګولو ته وسپارل شي. همدا شان د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري دغه «ناوړه خبر» هم غندلی دی.

په همدې وخت کې د سوریې د اپوزیسیون ملي ایتلاف ویلي دي چې دغه بریدونه د دې له پاره تر سره شوي دي چې د ترکانو او سوریانو تر منځ درز رامنځ ته شي.