1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بريگزيت پر تړون تر رای اچونې مخکې د مي وروستۍ غوښتنه

۱۳۹۷ دی ۲۵, سه‌شنبه

د برېتانيا لومړۍ وزیرې تيريسا مي، تر وروستۍ شيبې پورې له اروپايي ټولنې څخه د برېتانيا د وتلو د تړون له پاره مبارزه وکړه. خو د دغه تړون د رديدو نخښې نښانې زياتې دي.

https://p.dw.com/p/3BYuB
Großbritannien, London: Theresa May - Brexit
انځور: picture-alliance/dpa/House Of Commons/PA Wire

لومړۍ وزيرې تريسا می،  په وروستيو کې آن د تاريخ د کتابونو په يادولو سره هڅه وکړه د پارلمان غړي له اروپایي ټولنې څخه د وتلو تړون منلو ته آماده کړي. هغې وويل: «کله چې به وروسته د پارلمان د دې تاريخې پريکړې په هلکه څه ليکل کيږي نو خلک  به پوښتنه کوي چې "آيا موږ د اروپايي ټولنې څخه د وتلو پريکړه سمه ځواب کړې وه او آیا موږ خپل اقتصاد او خپل امنيت او د برېتانيا يووالی ساتلې وو؟ او که خپل وگړي مو مايوسه کړي ول؟"»

خو د پارلمان ډیر شمیر غړو د تریسا مې د دغو څرګنډونو په غبرګون کې یوازې وخندل.

اعلان شوې ماته

تيريسا می يو وار بيا د پارلمان پر غړيو غږ وکړ او ویې ویل: «پر دې تړون يو وار بيا فکر وکړئ».

د پارلمان پر ځينو غړيو ښايي دې غوښتنې اغیز کړی وي. ويل شوي چې د محافظه پالو له ډلې څخه یې پنځوو کسانو خپل دريځ بدل کړی او اوس ښايي د تړون په پلوۍ رایې ورکړي. بل پلو بيا د یوه بل محافظه پال سیاستوال د تړون له ملاتړه لاس اخيستی دی. له دې سره د مي په شا او خوا خلکو کې د هغو شمير چې له دې تړونه پر شا شوي ۱۳ تنو ته رسيدلی دی.

د شمالي اېرلند «ډي يو پي» گوند چې په پارلمان کې یې له محافظه پالو سره د اکثريت رامنځ ته کولو په موخه ایتلافي تړون کړی، او همدا راز تر سلو زياتو محافظه پالو استازو يو وار بيا ويلي چې دوی به تړون ته د رد ځواب ورکړي. پر دې سربيره د اپوزيسيون ليبر گوند ستر اکثريت، د سکاتلند «ايس اين پي» او همد راز ليبرالان هم د تړون مخالفت کوي. د شميرو پر اساس کيدای شي تر ۴۰۰ زيات د پارلمان غړي د مي پر ضد رایې وکاروي. دا د استازو مجلس کابو دوه په دريمه برخه جوړوي.

خو تيريسا مي د دې وار د مخه د اعلان شوې ماتې مخه ښايي ونه شي نيولی. تر هغه وروسته چې نوموړې په دسمبر مياشت کې پر دې تړون رای اچونه وځنډوله، اوس د وتلو بله لاره نه لري. مي اوس باید هڅه وکړي چې  د برېتانيې سياست د اوسني وضعیت څخه را وباسي.

د اپوزيسیون تگلار روښانه نه ده

خو په دې وضعيت کې چې کوم څه د صدراعظمې په ګټه تمامیږي، هغه د اپوزيسیون ضعف دی. د ليبر گوند اکثريت اوسهمال د يوه دويم ريفرنډم غوښتونکي دي. خو د گوند مشر جيريمي کوربن، د پخوا په څېر په دې باور دی چې دی د لومړی وزير کیدو په صورت کې به بیا له اروپايي ټولنې سره مذاکرات وکړي او تر تریسا مې به د بریکزیت یو ښه تړون پارلمان ته وړاندې کړي.

Jeremy Corbyn, leader of the Labour Party, speaks on Brexit in Wakefield
د ليبرگوند مشر جيريمي کورباين انځور: Reuters/P. Noble

دا په داسې حال کې ده چې د اپوزيسيون  دا مشر لا دا پريکړه نه شي کولی چې آيا له تریسا مې څخه د اعتماد رایې اخیستلو بهیر پیل کړې او که نه. کوربن د دوشنبې په ماښام د پارلمان غړيو ته وويل چې «ډېر ژر» به د اعتماد رایې اخیستلو بهیر پیل شي. خو نوموړی پوهيږي چې دی ښايي بریالی نه شي. ځکه کله چې خبره د واک وي نو د حکومتي گوند ياغي غړي به د محافظه پال حکومت د ساتنې له پاره بيرته خپل صفونه سم کړي.

تر ماتې وروسته به څه کيږي؟

تیريسا مي پارلمان ته «پلان بي» يا دويمې لارې د وړاندې کولو له پاره يوازې څو ورځې لري. خو د نوموړې لاسونه په خپل محافظه پال گوند کې د مقاومت او د خپلو سرو کرښو له کبله تړل شوي دي. زیات احتمال دا دی چې هغه به بيرته بروکسل ته ستنه شي څو له اروپایي ټولنې سره د تړون پر سر خبرې وکړي او هغوی ورته نور هم تېر شي. بیا کيدای شي نوموړې يو وار بيا پارلمان ته تړون وړاندې کړي. خو دا چې دا به کاميابي ولري، د شک وړ خبره ده.

که چېرې «پلان بي» ناکام شي بيا به په اصطلاح «پلان سي» يا يوه دريمه لاره غوره کيږي. دا پلان به د پارلمان د ټولو ډلو او گوندونو پلان وي. د پارلمان غړي به د رای اچونې په يوه لرۍ کې د بريگزيت يا له اروپایي ټولنې څخه د برېتانيا د وتلو د بیلا بيلو طرحو څخه یوه غوره کړي.

يا دا چې بيا ليبر گوند د دويمې ټولپوښتنې زمينه برابره کړي او د ډېرو رايو د ترلاسه کولو هڅه وکړي. خو وخت ډېر په چټکۍ سره روان دی او د اروپايي ټولنې څخه د برېتانیې د وتلو ټاکل شوې نيټه را نزدې ده. اوس خو مې د بریگزيت له پاره د ټاکل شوې نیټې د جون تر پاي پورې د غځولو پر ضد ده خو ښايي نوموړې دې ته مجبوره شي.