د بريتانيا شاهي جوړه غواړي لږ سلطنتي وي
۱۳۹۸ دی ۱۹, پنجشنبهد ملکې الیزابت دويمې لمسی شاهزاده هيري او د هغه ميرمن ميگن د چهار شنبې په ورځ ويلي دي چې دوی به له خپل مهم شاهي نقش څخه تیر شي.
دغي شاهي جوړې دا هم ويلي دي چې غواړي په مالي توگه د خپلواکه کيدو هڅه وکړه او دوی غواړي زيات وخت په شمالي امريکا کې تېر کړي.
د شاهي جوړې له خوا په خپره شوې اعلاميه کې ويل شوي: «موږ د شاهي کورنۍ د «سينير» يا مهم غړيتوب څخه د تیريدو او په مالي توگه د خپلواکه کيدو له پاره د کار اراده لرو، خو له ملکې سره به خپل بشپړ ملاتړ ته دوام ورکړو.«
شاهزاده هیري او ميگن د انستاگرام د يوه پوست له لارې هم دغه خبر خپور کړ. هغوی د چهار شنبې په ورځ په انستاگرام کې ليکلي ول: «موږ اوس غواړو چې خپل وخت داسې تنظيم کړو چې په شمالي امريکا او بريتانيا کې یې تیر کړو. خو د بريتانيا، ملکې، گډ حکومت او د شاهي کورنۍ ملاتړ ته به دوام ورکړو.»
د شهرت تر فشار لاندې
دې جوړې چې خپل د کريسمس رخصتۍ ېې په کاناډا کې تیرې کړې، د هغه فشار څخه خبره وکړه چې د دوی د واده او په مي میاشت کې یې د زوی ارچي تر زيږيدو وروسته ورسره د خپل شهرت له کبله مخامخ دي.
دغي جوړې په خپله اعلاميه کې زیاته کړې ده چې په شمالي امريکا کې به د وخت تیرول دوی ته هغه اړينه خپلواکي ور په برخه کړي، په داسې حال کې چې دوی به له شاهي دودونو سره خپله اړيکه هم وساتي.
خو د شاهي کورنۍ له خوا ويل شوي چې له شاهزاده هيري او ميگن سره د هغوی د پلان په اړه په خبرو بوخت دي او تر اوسه لا کومې نتیجې ته نه دي رسېدلي.
د ملکې الیزابت دويمې يوې ویاندې وويل: «موږ د هغوی غوښتني ته تفاهم لرو خو دا پيچلې مسئلې دي چې کار کول به پرې وخت ته اړتيا ولري.«
۳۵ کلن شاهزاده هیري د بريتانيا تاج ته د رسېدو په کتار کې په شپږ مقام کې دی او دا گنگوسي له ډېرې مودې راهيسې رواني وې چې دی او ميگن پلان لري په قسمي ډول له خپل عامه نقشونو لاس پر سر شي.
تېر کال هیري ومنله چې د خپل مشر ورور شاهزاده ويليم سره اختلافات لري. شاهزاده ويليم تر خپل پلار شاهزاده چارلس وروسته دويم وليعهد دی. شاهزاده هیري او ميگن د ځينو بريتانوي ورځپاڼو سره هم ښې اړيکي نه لري.
زموږ له آرشيف څخه: