1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د برازیل ملي موزیم اور اخيستی

۱۳۹۷ شهریور ۱۲, دوشنبه

په ریو دي ژینيرو کې اور وژونکي هڅه کوي چې په ملي موزیم کې د لګیدلي اور لمبې خاموشي کړي. دغه ودانۍ ۲۰۰ کاله پخوانۍ ده. په دغه موزیم کې د برازیل په ميليونونو تاریخي آثار پراته دي.

https://p.dw.com/p/34CHp
Brasilien Großbrand im Nationalmuseum in Rio de Janeiro
انځور: Reuters/R. Moraes

د برازيل د ملي موزيم په ودانۍ کي د یکشنبې په ورځ (۲۰۱۸م کال د سپتمبر دوهمه) ویجاړونکی اور بل شو. په دغه تاریخي ودانۍ کې د برازیل د تاریخ تر ټولو قیمتي آثار له خطر سره مخامخ دي.

د وروستیو رپوټونو له مخې د ریو دي ژینيرو په شمال کې د اور لګیدنې علت لا تر اوسه معلوم نه دی.

د برازیل رسنیو د امنیتي چارواکو له قوله ویلي دي چې په دې پيښه کې ښایي څوک ټپي شوي نه وي. زیاته شوې ده چې د یکشنبې په ماښام تر اور لګیدنې وروسته موزیم د خلکو پر مخ تړل شوی وو.

د برازیل ولسمشر میشل تیمر، په یوه بیانیه کې ویلي دي چې «دا د برازیلیانو له پاره د خفګان ورځ ده. د ۲۰۰ کلونو کار، تحقیق او پوهه له منځه ولاړه.»

ملي موزیم چې د ریو دي ژینيرو پوهنتون ته څیرمه موقعیت لري، تاریخ يي آن ۱۸۱۸م کال ته ورګرځي او په سویلي امریکا کې یو له پخوانیو موزیمونو څخه دی. په دغه موزیم کې تر ۲۰ میلیونه زیات په لاس جوړ شوي توکې پراته دي چې یوازې د برازیل نه، بلکې د مصر، یونان او روم په لرغوني مدنیت پورې تړاو لري.

مخکې له دې چې دغه ودانۍ په موزیم واوړي، د پورتګال د شاهي کورنۍ او بیا وروسته د برازیل د امپراتوري کورنۍ هستوګنځای پاتی وو.

دا په داسې حال کې ده چې د دغې ودانۍ پر اهمیت سربیره، د ملي موزیم مرستیال مشر لویڅ فرنندو دیاس دوارته، د برازیل ګلوبس نیوز، ته ویلي دي چې موزیم د بودجې له کمښت سره مخامخ وو. د هغه په خبره «اوس هر څوک غواړي چې مرسته کوونکی اوسی. موږ هیڅکله [ترمخه] ملاتړ نه دی لاسه کړی.»