1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د بدخشان د ناامنيو سبب بهرنيان دي»

۱۳۹۸ فروردین ۱۴, چهارشنبه

د بدخشان ولايت چارواکي وايي چي په دغه ولايت کي نژدې ۴۰۰ بهرنيان غيرقانوني ژوند کوي او د دغه ولايت په ناامنيو کي لاس لري.

https://p.dw.com/p/3G9PN
Afghanistan Landwirtschaft in der Provinz Badakhshan
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Hossaini

بدخشان د افغانستان يو له ناامنو ولايتونو څخه دی چي دوې ولسوالۍ او ځيني ليري پرتې سيمي يي د وسله والو طالبانو په کنترول کي دي. طالبانو څو ورځي مخکي لنډه موده د ارغنج خوا ولسوالي هم نيولې وه.

د دغه ولايت د ولايتي شورا غړی احمد جاويد جاويد، وايي چي دغه ولايت ته د پاکستان او تاجکستان له لاري نژدې ۴۰۰ بهرنيان له ښځو او ماشومانو سره راغلي دي او د وسله والو طالبانو د بريدونو په پلانولو کي لاس لري.

د بخدشان ولايت د پوليسو وياند هم دغه خبره تائيدوي چي دغه بهرنيان په يمگان او وردوج ولسواليو کي چي د طالبانو په لاس کي دي، ژوند کوي او له محلي طالبانو سره همکاري لري.

بدخشان له پاکستان، تاجکستان او چين سره گډ سرحد لري. په دغه ولايت کي له څو کلونو راهيسي ناامني ده او د دې ناامنيو يو دليل په دغه ولايت کي د کانونو موجوديت بلل کيږي چې طالبان يې په غيرقانوني استخراج او قاچاق کي لاس لري.

دغه بهرنيان څوک او څرنگه بدخشان ته راغلي؟

احمد جاويد دويچه ويله ته وويل چي دغه بهرنيان له خپلو کورنيو سره يوځای د پاکستان او تاجکستان له لاري بخدشان ته راغلي او ډيری يې اويغوريان دي.

هغه وويل: «د جرم ولسوالۍ په خرسک کلي کي ۴۰۰ بهرنيان د کورنيو په شان ښځي او نارينه يوځای ژوند کوي او هغه بريدونه چي په بدخشان کي مخالفان کوي، طراحان يې دغه بهرنيان دي.»

د ولايتي شورا دغه غړي زياته کړه: «د بريدونو پلان او نقشه بهرنيان جوړوي او يرغل طالبان کوي.»

د افغانستان په پارلمان کي د بدخشان د خلکو استازي فوزيه کوفي دويچه ويله ته وويل چي په شمالي وزيرستان کي د پاکستان د پوځ د عملياتو له پيلېدو سره ځيني تروريستي ډلي د چيچنيانو، اويغوريانو د ازبکستان اسلامي تحريک او پاکستانيانو په گډون له خپلو کورنيو سره بخدشان ته راغلې او د دې ولايت په بېلابېلو سیمو کي ځای پر ځای سوي دي. «دا هغه کورنۍ دي چي نارينه يې د امنيتي ځواکونو پرضد جنگیږي.»

د بدخشان د پوليسو وياند ثناالله روحانی هم دا تائيدوي چي د دغو بهرنيانو ډيری په هغو ولسواليو کي اوسيږي چي د طالبانو په ولکه کي دي.

دغه بهرنيان څه ډول تمويليږي؟

کوفي زیاته کړه چي که څه هم دغه کسان «د سيمه ايزو هيوادونو د استخباراتو» له خوا تمويليږي، خو پر دې سربيره دوی خپل مصارف د محلي عوايدو له لارې پوره کوي. دغه محلي عوايد هغه دي چي طالبان يې د عشر او ماليې په نوم له خلکو اخلي او دغه راز له کانونو غيرقانوني استخراج کوي.

ځايي چارواکي وايي چي همدا اوس وردوج او يمگان ولسوالۍ په بشپړه توگه د طالبانو په لاس کي دي او د ولايتي شورا چارواکي وايي چي پر دې ولسواليو سربيره، د يفتل، کوهستان او راغستان ولسواليو ځيني سیمي هم د مخالفانو په ولکه کي دي.

شکيلا ابراهيم خيل/ن.ز