1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيااروپا

د بایونتیک واکسین د کرونا دلتا بڼي پر وړاندې اغیزمن دی

۱۴۰۰ تیر ۲, چهارشنبه

په اروپایي هیوادونو کې د کرونا ویروس «دلتا» بڼه ورځ تر بلې مخ پر ډیریدو ده. پوښتنه دا ده چې آیا موجوده واکسینونه به د دغې بڼې پر وړاندې اغېزمن وي؟ د بایونتک شرکت مشر د دې واکسین د مؤثریت زیرې ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/3vR1W
BioNTech-Gründer Ugur Sahin
انځور: Florian Gaertner/photothek/imago images

د بایونتیک د درملن جوړونې شرکت مشر اوغور شاهین، چې له امریکایي شرکت فایزر سره یې په ګډه د کرونا واکسین جوړ کړی دی د بایوتکنالوژي شرکتونو په مجازې غونډه کې ویلي: «په اوس وخت کې داسې علایم موجود دي چې زموږ واکسین د کرونا ویروس د بدلیدونکو بڼو پر وړاندې د تطبیق وړ دی.»

د دغه واکسین دریم دوز کیدای شی مرسته وکړي

شاهین زیاته کړې چې د بایونتیک شرکت له لا زیاتو مهارتونو سره د واکسین د تخنیک او تولید په برخه کې کار کوي، څو د اړتیا په صورت کې د مناسب غبرګون له پاره تیاری ولري. هغه وویل چې بایونتیک په دوامداره توګه د کرونا ویروس د اوښتونکو بڼو پر وړاندې د دغه واکسین اغیزمنتوب تحلیل او تجزیه کوي.

شاهین د کرونا ویروس د ډولونو په اړه د توضیحاتو په ترڅ کې وویل چې اوس ډیر معلومات په لاس کې لري. د نوموړي په وینا په دې ارتباط چې د وخت په تیریدو سره د دغه ویروس پر وړاندې معافیت کمزری کیږي او نوې ډولونه یې رابرسیره کیږي هم معلومات شته. هغه وویل: «زه په دې باور یم چې د واکسین دریم دوز به د معافیت په لوړولو سره د دې ویروس پر وړاندې ډیر اغیزمن وي. خو سره له دې هم تر اوسه پورې نه پوهیږم چې تر کوم وخته او څو ځله به دوباره واکسین کیدو ته اړتیا وي.»

Bildergalerie über die Varianten des neuen Coronavirus
د کرونا ویروس اوښتې بڼه «دلتا»انځور: Christian Ohde/imago images

د دلتا ډول پراخیدل

د شاهین د څرکندونو پر اساس ټاکل شوې ده چې بایونتیک او فایزر به په همدې روان میلادي کال کې خپل د تولید ظرفیت ۳ میلیارده دوزو ته لوړ کړي. په پام کې ده چې دغه شمیر به په راتلونکي کې تر دې هم لوړ شي. لږ تر لږه ۵۰ سلنه د دغه واکسین به پخپله د بایونتیک له خوا تولید شي.

د کرونا ویروس دغه نوې بڼه لومړی په هندوستان کې خپره شوه. دا چې دغه د دلتا بڼه یې په څومره چټکۍ سره خپریږي د آلمان د هسن ایالت د روغتیا وزیر کای کلوزه په خبره په اوس وخت کې په دغه ایالت کې شل سلنه اخته کیدونکي کسان په همدې بڼې مبتلا شوي دي. کلوزه، د واکسینولو بهیر پر ګړندي کولو ټینګار کړی دی.

رابرت کُخ انستیتوب هم د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي دي چې د دلتا په بڼې د اخته کسانو ناروغي شاید شدیده وي او دغه بڼه په ډیرې سادګۍ سره خپریږي.

په بریتانیا کې د واکسیناسیون پر ګړندي بهیر سربیره هلته اوس د کرونا ويروس دلتا بڼه په ډیر سرعت سره د خپریدو په حال کې ده. د پرتګال په پلازمېنه لیزبن کې د اونۍ په پای کې د کرونا د دغي بڼې د خپریدو په دلیل تګ راتګ په بشپړ ډول منع شوی دی. په مسکو کې د دې ډول د مبتلایاتو شمیر ډیر لوړ دی. د مسکو د ښاروال سرګئې سوبیانین په وینا په وروستیو مواردو کې په کووید-۱۹ د اخته کسانو نږدې ۹۰ سلنه په دلتا بڼې مبتلا شوي دي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز