1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بامیانو بتان به بیا ورغول شي؟

۱۳۹۵ آذر ۱۰, چهارشنبه

د بودا مجسمې قرنونه په بامیانو کې ولاړي وې. خو طالبانو هغه ونړولې. اوس کارپوهان په دې اړه بحث کوي چې ایا د بامیان غبرګ بتان بیا ورغوي او که نه؟

https://p.dw.com/p/2TUzA
Buddhastatuen in Bamiyan Afghanistan
انځور: AP

د سیمې ډېرو اوسیدونکو داسي احساس کاوه چې د بتانو په نړیدو سره یې د خپلې کورنۍ غړي له لاسه ورکړي دي. خو د طالبانو رژیم تر ړنګیدو ۱۵کاله وروسته، دغه اوسیدونکي تمه لري چې بتان به بیا ورغول شي.

خو کارپوهان د بتانو د بیا رغولو په اړه په یوه نظر نه دي، ځکه ځيني یې استدالال کوي چې د سیمې او بتانو د پاتې شوو ساتنه اړینه ده.

اوس په پلان کې ده چي د روان کال د ډسمبر مياشتي له لومړۍ نېټې څخه د درو ورځو له پاره لرغونپوهان او بیا رغوونکي چې ډیرې یې افغانان، آلمانیان، جاپانیان او فرانسویان دي د آلمان په مونشن ښار کې سره راټول شي او د بامیانو د بتانو په اړه بحث وکړي. هغوی په بامیان کې د بودا مجسمو په اړه څیړني کړي دي.

په دې غونډه کې به تاریخ پوهان نه یوازي د نړۍ د دغه تاریخي میراث د ساتني په اړه بحث وکړي، بلکي د ځایي اوسیدونکو د یادونو او فرهنګ ساتنه به هم په بحثونو کې شامل وي.

ټول افغانان، په ځانګړې توګه د بامیان اوسیدونکي د بامیانو بتانو په ورانۍ ډیر خواشیني دي. دغه بتان چې په یوه تپي کي جوړ شوي ول، یو یې ۵۶ متره او بل یې ۳۸ متر لوړوالی لري. لومړی سلسال او دوهمه شماما نومیده.

د بامیانو پوهنتون د لرغون پیژندني استاد رسول چوجای، وایي: «ځایي اوسیدونکي غواړي چې دغه بتان بیا ورغول شي. هغوی تل زموږ څخه پوښتنه کوي چې د رغولو کار يې څه وخت پيليږي؟»

خو د بامیانو بتان داسې ویجاړ شوي دي چې گرانه ده سړی ووايي چي د رغېدو امکان يې سته که نه.

یونیسکو او لرغون پیژندونکو د بتانو یو څه ټوټې راټولي کړې دي، خو د هغوی یوه برخه بیخې له منخه تللې ده او په خاورو بدله شوې ده.

په افغانستان کې د فرانسې د لرغون پیژندونکو ډلې غړی جولیو بیندیزو سارمینتو، چې د بامیانو بتانو د ساتنې کمیټې غړی دی، د دغو بتانو په بشپړه توګه ویجاړیدنه تائيدوي.

په هغه دره کې چې د بودا مجسمې جوړ شوي دي ډیري داسي سمڅي جوړي شوي دي چې په سیمه کې د اسلام تر راتلو مخکې به راهبانو کارولې. طالبانو غوښتل چې له دې سیمي څخه د بودایانو تاریخ پاک کړي، ځکه يې نو د بودا مجسمې والوزولې.

د مجسمو د الوزولو چاودنو په تپه کي لوی درزونه جوړ کړي دي چې د وخت په تیریدو سره لا پسې لوی شوي دي. سارمینتو وایي چې اوس د تپې د دغې برخې د لویدو ګواښ موجود دی.

یونیسکو د جاپان په مالي ملاتړ د شماما په تاخچه کې استحکامي پایې درولي دي او د سلسال له پاره به هم ورته کار وکړي.

يوه آلماني بیرت براکسینتلر چې له ۲۰۰۳م کال راهیسې یې په بامیانو کې کار کړی دی، وایي: «موږ د اصلي مجسمو ځیني برخې لرو. [که هغوی ورغول شي نو] دا به داسې مجسمې وي چې ډیري خلاوې او سوري به پکښې وي.»

هغه زیاتوي: «که موږ ډیر ښه تمویل شو نو موږ دا کار په پنځو کلونو کې کولای شو.»

خو سارمینتو بیا په بل نظر دی. هغه وایي: «ډیر څه له تاریخه ورک شوي دي خو موږ بیا هم د هغه په خپلو یادونو کې ساتلي دي. بودا به د خلکو په یادونو کې پاته شي.»

هغه وایي چې د دې پر ځای باید د دې مخه ونیول شي چې د بودا د ویجاړولو په څیر پیښې بیا تکرار نه شي.

خو په کابل کې د یونیسکو د فرهنګي میراث د څانګې مشر مسانوري نګاوکا، بیا وایي چې د بودا بیا جوړونې ته باید نه یوازې له تخنیکي لحاظه وکتل شي بلکي هغه ته بايد یو اخلاقي، انساني او د بشري حقونو اړخ هم ورکړل شي.

هغه وایي: «دا مجسمې یوازې فزیکي حضور نه لري، بلکي هغوی د خلکو له پاره یو مفهوم لري. مجسمې د هغوی تاریخ او د فرهنګ تنوع ښي او یا دا چې هغه دیني ډیالوګ ته د سیمې د اوسیدونکو ژور درناوي ښيي.»

هغه وایي چې که د بودا مجسمو بیا جوړیدل دغه ډول احساس راژوندی کوي، نو دا موضوع باید په پام کې ونیول شي.

دا چې دغه بتان دې بیا ورغول شي او که نه، پریکړه يې په مونشن کې نه کیږي. بلکي په دې ښار کې لرغون پیژندونکي سره موافقه کوي چې د بامیانو بتان دې وساتل شي، خو د هغوی د بیا رغولو د برخليک په اړه بحث په راتلونکي مني کې په جاپان کې د بامیانو په اړه د جوړیدونکي کنفرانس په اجندا کې شامل شوی دی.