1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شټاینمایر بیا د بالکان مسیر پر تړلو نیوکه کړې ده

۱۳۹۵ فروردین ۹, دوشنبه

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر فرانک والتر شتاینمایر، د بالکان لاري پر بندیدو او په یونان کې د مهاجرو د خراب وضعیت له امله پر اروپایې هیوادونو سختې نیوکي کړي. هغه ویلي دي چې یو له بل سره باید داسي چلن و نه کړو.

https://p.dw.com/p/1IKue
د جرمني د بهرنيو چارو وزير فرانک والتر شټاينماير
انځور: DW/R. Romaniec

شتاینمایر، د مهاجرو هجوم د مخنیوي له پاره د اروپایې هیوادونو پر یو طرفه اقدام انتقاد کړی دی. هغه وویل: «د هغو مهاجرو شمیر چې مرکزي اروپا ته رسیږي کم شوې دی، ځکه دوی په یونان کې بند پاتې دي. په دغه ځای کې د مهاجرو وضعیت ډیر خراب دی.»

د آلمان د سوسیال دیموکرات گوند دغه سیاستوال د «فونکه مډین گروپه» په نوم د لویو رسنیزو شرکتونو ورځاڼو ته په خبرو کې وویل: «داسې نه شي کیدای چې خپلي ستونزي دی د خپلو اروپایې متحدینو پر غاړه واچوو او هغوی ته د سر درد پیدا کړو. دا ډول نه شو کولای په اروپا کې یو له بل سره چلن وکړو.»

په اتن کې د کړکېچ ادارې د ارزیابۍ له مخي اوس په يونان کي تر۵۰ زرو ډیر مهاجر ژوند کوي. د دوی له جملې څخه۱۱۵۰۰ تنه یې د مقدونیا سرحدي پولي ته نږدې د ایدومني سيمي په کمپ کې بند پاتې دي.

شتاینمایر زیاته کړې ده چې له ترکیې سره د اروپایې اتحادیې له تړون پرته به «له مقدونیا سره د یونان په پوله کې د هغو مهاجرو شمیر چې کوښښ یې کاوه په کثافاتو او خټو کې خپل ژوند تیر کړي،۱۰۰ زرو ته رسیدلې وای.»

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر وویل چې په دې توگه د اروپا دباندنیو سرحدونو په پام کې نیولو سره له ترکیه سره تړون او د يونان ملاتړ د مهاجرو شمیر د کمښت له پاره یوه سمه لار ده.

د هغو مهاجرو شمیر چې له ترکیې څخه یونان ته رسيږي، له څه مودي راهیسې تر اندازې ډیر کم شوی دی. شتاینمایر ټینگار وکړ چې د ترکیې جغرافیوي موقعیت ته په کتلو سره دغه هیواد زموږ یو ډیر مهم شریک دی.

هغه وویل: «شاید هم دا واقعیت د ټولو له طبعیت سره برابر نه وي، خو باید په یو با مسئولیت سیاسي کړنلاره کې په پام کې ونیول شي.» د آلمان د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه د دې له پاره چې معلومه شي چې له ترکیې سره موافقه بریالۍ ده او که نه، وخت ته اړتيا ده.

هغه د خپلو خبرو په دوام زیاته کړه: «لږ تر لږه د لا زیات کنترول او د غیر قانوني مهاجرت د محدودیت په برخه کې مو یو قدم مخ پر وړاندی اخیستې دی.»

د اروپایې اتحادیې او ترکیې تر منځ تړون پر بنسټ ترکیې ته د ټولو هغو مهاجرو د بیرته ستنولو امکان موجود دی، چې په غیر قانوني توگه یونان ته داخلیږي. یوازي هغه مهاجر چې دا ثابت کړای شي چې په ترکیه کې تر تعقیب لاندی دی بیرته نه ستنول کیږي.

د دې په بدل کې اروپایې اتحادیې تیاری ښودلې دی چې په ترکیه کې میشت ۷۲ زره سوریایې کډوال به ومني.