1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ایکو سازمان غونډه: له افغانستان سره د بشري مرستو ژمنه وشوه

۱۴۰۰ آذر ۸, دوشنبه

د ترکمنستان په پلازمینه عشق آباد کې د څو آسیایي هیوادونو مشرانو د خپلو اقتصادي اړیکو د پراختیا د غوښتنې او ژمنې تر څنګ له افغانستان سره په مرستو ټینګار وکړ.

https://p.dw.com/p/43c4r
Turkmenistan ECO-Gipfel in Ashgabat
انځور: Murat Kula/AA/picture alliance

د اقتصادي همکاریو یا د ایکو سازمان غونډه چې د یکشنبې په ورځ (د نوامبر ۲۸مه ) د ترکمنستان په عشق آباد کې ترسره شوه، تر ډیره پکې د افغانستان په اقتصادي او بشري وضیعت خبرې وشوې.

په دې غونډه کې د افغانستان له لوري کوم استازي ګډون نه وه کړی.

غونډه کې ګډونکونکو هیوادونو د افغانستان د حالاتو په اړه اندیښنه څرګنده کړه او ژمنه یې وکړه چې د دغه هیواد د ثبات لپاره به کارکوي .

دغې غونډې ته د پاکستان ولسمشر عارف علوي په خپلو خبرو کې وویل چې افغانستان له  اقتصادي او مالي سقوط له ګواښ سره مخ دی.

نوموړي زیاته کړه: «اسلامي نړۍ باید د یوه ناورین د مخنیوي لپاره چې ښایي د ګډوډۍ او جګړې لامل شي، هڅه وکړي.»

م.م. د افغانستان له پاره د بسپنې ټاکل شوی هدف ترلاسه کړی؛ آلمان ډېره مرسته کړې

ښاغلي علوي وویل چې سېمه باید په چټکۍ سره لا په کار شي ترڅو د افغانستان په بیارغونه کې مرسته وکړي . هغه همدا راز وویل چې د سیمې هیوادونه باید افغانستان کې روغتیایي او ښوونیز سیسټم  په پیاوړتیا او بشري مرستو کې کمک وکړي .

عارف علوي زياته کړه چې د افغانستان ثبات په ټوله کې د اوږدمهاله او بنسټیزو پروژو لپاره لا ښه امکان برابرولی شي. نوموړي د ټاپي د ګازو نل لیکې، د اور ګاډي پټلۍ او د بریښنا د شبکو یادونه وکړه .

 په دغه غونډه کې د ترکمنستان ولسمشر قربانقلي برديمحدوف هم دغې موضوع ته په اشارې ټینګار وکړ چې دا پروژې د پراخې همکارۍ لپاره زمینه برابرولی شي.

د ایکو سازمان په غونډه کې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هم د افغانستان د اقتصاد د بیارغونې موضوع په اړه وویل چې په دغه هیواد کې ناسم اقتصادي وضیعت کولی شي د ډیرې کډوالۍ لامل شي چې ټول اغیزمن کولی شي .

نوموړي زیاته کړه چې د ترکیې د بشري مرستو ډلو افغانستان سره د مرستو تګلاره چټکه کړې ده .

افغانستان: ملګري ملتونه د يوه «چټک بحران» څخه خبرداری ورکوي

د ایران ولسمشر هم یادونه وکړه چې «د ژمي به رارسیدو د افغانستان خلک تر بل هر وخت اوسمهال د ژوند لومړنیو آسانتیاو، سون توکو او مالي مرستو ته اړتیا لري ».

د دغې غونډې په څنډه کې د ایران، آذربایجان او ترکمنستان د استازو ترمنځ د ګازو په اړه یوه هوکړه هم لاسلیک شوه چې له مخې به یې ترکمنستان ایران  او آذربایجانه ته ګاز ولیږدوي .