1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د «ایکو اسلام» کنفرانس پای ته ورسید ته ورسید

۱۳۹۸ آبان ۹, پنجشنبه

په جاکارتا کې د دویچه ویله او واحد انستیتوت ګډ دوه ورځینی کنفرانس چې «له انسانانو سره مینه– له طبیعت سره مینه» تر شعار لاندې جوړ شوی وو، پای ته ورسید. ګډونوالو د چاپیریال ساتنې په برخه کې د ګډ کار ژمنه وکړه.

https://p.dw.com/p/3SHPh
Indonesien Eco-Islam-Konferenz in Jakarta
انځور: DW/A. Tauqeer

د دویچه ویله آلمان غږ «مکالمه» پروژې د اندونیزیا په پلازمینه جاکارتا کې د واحد انستیتوت په همکارۍ د چاپیریال ساتنې اړوند د یوه دوه ورځني نړیوال کنفرانس کوربتوب وکړ. په دغه کنفرانس کې د کوربه اندونیزیا ترڅنګ د پاکستان او بنګله دیش هیوادونو مذهبي څیرو او د چاپیریال د برخې فعالینو ګډون کړی وو. په دغه دوه ورځني نړیوال کنفرانس کې د چاپیریال ساتنې په ارزښت او د اقلیم بدلون د مخنیوي په برخه کې پر ګډو هڅو بحثونه وشول.

د دغه کنفرانس په پرانیست غونډه کې په اندونیزیا کې میشت د واحد انستیتوت اجرائیه مشر مجتبی حمیدي، د نړۍ پر ټولو مسلمانانو ږغ وکړ چې د چاپیریال ساتنې په برخه کې خپل سپیڅلی مسوولیت ادا کړي. نوموړي وویل: « د ایکو اسلام په نامه دغه کنفرانس زموږ د هغه ماموریت یوه برخه ده چې پر مټ یې موږ د سوله ایز اسلام د عام کولو له پاره هڅې کوو. سوله ایز اسلام یعنې دا چې موږ کولی شو له بیلابیلو هویتونو سره ځانګړې همکارۍ ولرو خو دا چې په عین وخت کې له طبیعت سره هم خپله سوله وساتو.»

هغه په خپلو خبرو کې همدا راز زیاته کړه چې د مسلمانانو له پاره د چاپیریال ساتل ډیر اړین دي ځکه د هغوی د دیني لارښوونو پر اساس «انسانان پر ځمکه د خدای استازي دي او دوی مسوول دي چې د ټولو خلق شویو شیانو ساتنه او حفاظت وکړي.»

دویچه ویله د «ایکو اسلام» په نوم د کنفرانس کوربه دی

د چاپیریال ساتنې په برخه کې ګډ کار او ګډې هڅې

په دغه کنفرانس کې د دویچه ویله د آسیا څانګې مشرې دیباراتي ګوها، هم د دویچه ویله په استازیتوب ګډون کړی وو. نوموړې ټینګار وکړ چې د اقلیمي بدلون پر وړاندې د انسانانو چلن اساسي نقش لري. هغې وویل: «د کنفرانس شعار له انسانانو سره مینه له طبیعت سره مینه؛ ده. دا دواړه په خپلو کې اړیکي لري ځکه په نړۍ کې زیاتره ادیان که هغه مسیحیت، یهودیت، بودیزم، هندویزم او یا اسلام دی، ټول له طبعیت سره پر مینې ټینګار کوي.»

د میرمن ګوها په خبره له طبعیت سره مینه په دې معنی ده چې انسانان هم له انسانانو سره مینه وکړي. ګوها همدا راز وویل چې په قران کې هم ګڼ شمیر داسې ایتونه او د اسلام د پیغمبر ګڼ شمیر داسې احادیث موجود دي، چې په کې د چاپیریال پر حفاظت ټینګار شوی دی. د آسیا د څانګې مشرې په خپلو خبرو کې همدا راز زیاته کړه چې ان په هندویزم کې موږ وینو چې خلک د ونو عبادت کوي او دا د اوس وخت کار نه دی، بلکې د پخوا راهیسې همداسې ادامه لري.

دا په داسې حال کې چې په ټوله نړۍ کې اوس مهال د اقليمي بدلون او د چاپیریال ساتنې په برخه کې ګډې هڅې زیاتې شوي او هیوادونه هڅه کوي چې د کاربن دای اوکساید او نورو مضره ګازاتو د مخنیوي له پاره له نوې ټکنالوجي هم کار واخلي. میرمن ګوها په دې هکله وايي: «موږ نن ورځ د چاپیریال په برخه کې ډیرې ستونزې لرو چې د حل له پاره یې باید نړیواله ټولنه ګډ او مستحکم اقدامات وکړي.»

په ورته وخت کې په دغه دوه ورځني نړیوال کنفرانس کې د کوربه هیواد اندونیزیا د استازو په ګډون د پاکستان او بنګله دیش مذهبي څیرو او د چاپیریال د برخې فعالینو هم ګډون کړی وو. په دغه کنفرانس کې د اندونیزیا د چاپیریال ساتنې د وزارت استازې سیسلیا سولاستري، په خپله وینا کې د اقليم بدلون د معضلې د حل په برخه کې پر ګډ کار ټینګار وکړ. نوموړې همدا راز وویل چې له پلاستیک څخه استفاده باید نوره متوقفه شي او دا چې د فوسیلي موادو استفادې ته هم د پای ټکی کیښودل شي.

Indonesien Eco-Islam-Konferenz in Jakarta
انځور: DW/A. Tauqeer

له ځمکې سره د مور په شان چلن

په کنفرانس کې د پاکستان د چاپیریال د برخې فعال توفیق پاشا، دویچه ویله ته وویل چې چاپیریال د ځمکې په معنی ده نو له دې کبله موږ ځمکې ته ځینې وختونه مور هم وایو. د پاشا په خبره موږ انسانان بیا له ځمکې سره د مور په څیر رفتار نه کوو. هغه زیاتوي چې ځمکه اوس ناروغه ده او باید پام ورته وکړو ځکه د ماشوم  بقا په مور پورې تړلې وي. پاشا وايي چې د ځمکې ساتنه اړینه ده څو انسانان خپله بقا ډاډمنه کړي.

د نړیوالو مذهبي زده کړو بنګالی پروفیسور ابو سایم، چې په دغه کنفرانس کې یې ګډون کړی بیا وايي چې د اسلام د لارښوونو پر اساس په چاپیریال کې توازن ساتل ډیر ارزښتمند دي او دا چې انسانان د دغه توازن یوه برخه ده. د نوموړي په خبره که چیرې انسانان طبیعي چاپیریال له منځه وړي نو په اصل کې دوی د خپل څښتن له لارښوونو څخه سر غړونه کوي.

د کنفرانس ګډونوالو همدا راز د ښوونځیو له زده کوونکو سره هم له نږدې ولیدل او د اقليمي بدلون او چاپیریال په هکله یې د دوی پوښتنو ته ځوابونه ورکړل. د کنفرانس په پای کې، د ښه چاپیریال له پاره د ښوونځي د زده کوونو په شتون کې یو شمیر ونې هم وکرل شوې او ټینګار وشو چې د ځمکې د ژغورنې له پاره باید ټول ګډ کار وکړي او یو بل ته لاسونه ورکړي.

ټاکل شوې چې د دویچه ویله مکالمه پروژه به دغه ته ورته یو بل کنفرانس د روان میلادي کال په نومبر میاشت کې د پاکستان په کراچۍ ښار کې جوړ کړي. د معلوماتو له مخې د کراچۍ په کنفرانس کې به د کوربه پاکستان په ګډون د افغانستان، بنګله دیش او اندونیزیا مذهبي څیرې او همدا راز د چاپیریال ساتنې د برخې فعالین ګډون ولري.

ایکو اسلام کنفرانس د انځورونو په ژبه: