1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د «ایکو اسلام» کنفرانس؛ ولې جاکارتا؟

۱۳۹۸ آبان ۹, پنجشنبه

نن ورځ انسان د اقلیمي بدلون له ستر ناورین سره مخامخ دي. یوازې سږ کال د اقلیمي بدلون د ګواښ پر وړاندې شاوخوا اوه نیم میلیونه کسانو اعتراضونه وکړل؛ ځکه چې اقلیمي تغیرات د جاکارتا په څیر ډیرې سیمې ګواښي.

https://p.dw.com/p/3SI8I
Indonesien Plastikmüll in Fluss
انځور: AFP/B. Ismoyo

څو اونۍ وړاندې د آلمان په بن ښار کې لاریون کوونکي سړکونو ته را ووتل. سلګونه کسان چې زیاتره یې ځوانان وو، په بن ښار کې د ملګرو ملتونو د اقلیم په برخه کې د مرکزي دفتر مخې ته چې د دویچه ویله دفتر ته نیږدې موقعیت لري، لاس په لاریون پور کړ.

اعتراض کوونکو د اقلیمي بدلو، د ځمکې د ګرمښت او د چاپیریالي بدلونونو په هکله د مشخصو او بیړنیو اقداماتو غوښتنه کوله. د ځمکې په لا ډیرې ګرمیدو سره، د ځمکې د کرې د شمالي قطب یخونه ویلي شوي، د بحرونو د اوبو کچه لوړه شوې او ساحلي ښارونه د وخت په تیریدو سره تر اوبو لاندې کیږي. په ورته وخت کې په کلني ډول د اندونیزیا جاکاراتا هم شاوخوا ۲۵ سانتي تر اوبو لاندې کیږي. له همدې کبله اندونیزیا پریکړه کړې چې خپله پلازمینه د بورنیو ټاپو ته انتقال کړي. همدغه څه سبب شوي چې دویچه ویله په دې هیواد کې د واحد انستیتوت په ګډه همکارۍ، د «ایکو اسلام» تر عنوان لاندې یو دوه ورځنی نړیوال کنفرانس ترسره کړي.

Deutschland | Protest vor U.N. Climate Change Conference in Bonn
انځور: Reuters/File Photo/W. Rattay

په اقلیمي بدلون کې د ادیانو نقش څه دی؟

زه په پاکستان کې په یوه دینداره کورنۍ کې را لوی شوی یم د ژوند اوږده موده مې د دې هیواد په کراچۍ ښار کې تیره کړې ده. له یوې خوا ماته ښول کیدل چې د ځمکې سیاره د خدای له لوري یوه ستره ډالۍ او تحفه ده چې د هرې ممکنې لارې یې باید ساتنه وشي؛ او له بل لوري بیا زموږ ټولنیز کارونه او بنسټونه د دغو دیني لارښونو سره په ټکر کې وو. نه یوازې د هوا ککړوالی، بلکې د اوبو ککړوالی، له پلاستیکي توکو ډیره استفاده، د ریسایکل سیستمونو نه شتون، د اوبو په مصرف کې نه پام او د ځنګلونو دوامداره وهل، ځینې هغه عمده او اصلي موارد دي چې د پاکستان د میلیوني ښار د چاپیریال راتلونکی له ګواښ سره مخ کوي.

سربیره پر دې، سږ کال د «اقلیمي اعتصاب» په نړیواله ورځ هم زرګونه پاکستانیان د دې هیواد په سترو او کوچنیو ښارونو کې سړکونو ته راوتول او د اقلیمي بدلون پر وړاندې یې د حکومت د فعالیتونو په برخه کې خپله ناخوښي څرګنده کړه. اقليمي ګواښونو ټول بشریت ته ګډ ګواښ دی او هیڅ هیواد په یوازې سر نه شي کولی له هغه سره مبارزه وکړي او په خپله مبارزه کې بری خپل کړي. خو که چیرته ټول هیوادونه په دغه مبارزه کې سره لاسونه ورکړي او ګډې هڅې وکړي، بیا نو ستر بری د ټولو له پاره انتظار باسي. د اوسني وضعیت، د دغو تغیراتو د شدت او پایلو په هکله عامه پوهاوی تر بل هر وخت اوس ډیر مهم ګڼل کیږي. د اقلیمي بدلون په هکله د نړۍ د رهبرانو بې تفاوتي ښايي په دې برخه کې یو بد خبر وي خو ښه خبر دا دی چې خلک په ځانګړې توګه ځوانان ورځ تر بلې د اقليمي د وضعیت په هکله لا ډیر خبریږي او عامه پوهاوی یې د لوړیدو پر لور روان دی.

د راتلونکې له پاره جمعه؟

د یوې مودې راهیسې د «راتلونکې له پاره جمعې» ترعنوان لاندې یو خوځښت پیل شوی دی چېد ګرتا تونبرګ په نامه یوه ځوانه او د چاپیریال د برخې فعاله یې بنسټ ایښودونکې ده. یو شمیر ځوانانو د جمعې په ورځ ښوونځي ته تګ بند کړی او غواړي په دغه راز اعتراضونو کې ګډون وکړي. نن ورځ دغه راز اعتراضونه د اقلیمي تغیراتو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې په یوه نړیوال سمبور اوښتي دي.

اوس ځوانان په دې پوهیدلي چې په ځانګړې توګه د نړۍ رهبران د اقليمي بدلون پر وړاندې د مبارزې په برخه کې په کافي اندازه هلې ځلې نه کوي، له همدې کبله په ټوله نړۍ کې د اقلیمي بدلونونو په اعتراضونو کې ورځ تر بلې د اعتراض کوونکو ونډه او حضور مخ پر ډیریدو دی.

د چاپیریال ساتنې له پاره د ادیانو پیغامونه

څو میاشتې وړاندې د آلمان په لنډاو ښار کې د «ادیان د سولې له پاره» تر عنوان لاندې یو نړیوال کنفرانس ترسره شو، داسې کنفرانس چې ما هم په کې ګډون کړی وو او د دې فرصت مې تر لاسه کړې چې د نړۍ د مختلفو مذهبونو او ادیانو له ګڼ شمیر استازو سره مخامخ ملاقاتونه ولرم. زما له پاره په زړه پورې دا وه کله به چې د اقليمي بدلون او چاپیریال ساتنې په برخه کې خبرې کیدلي، په دې برخه کې ټول یعنې مسلمانان او د نورو مذهبونو پیروان په ګډ نظر وو. په دې کنفرانس کې مسلمانان، مسیحیان، یهودیان، هندوان، سکهان، بودایان، زردشتیان او...ټول د ځمکې د سیارې د راتلونکې او د اقليمي بدلون په هکله اندیښمن وو. په نورو برخو کې د ټولو اختلافاتو سربیره، په دې برخه کې د دغو ادیانو پیروانو اختلاف نه درلود. د چاپیریال او اقليمي بدلون په برخه کې د ادیانو نقش هم د یاد کنفرانس د اجندا یوه برخه وه. د کنفرانس ګډونوالو  ټینګار وکړ چې د نړۍ مشران او روحاني څیرې باید د دیني لارښونو په چوکاټ کې خلک د چاپیریال ساتنې له پاره وهڅوي.

Indonesien Eco-Islam-Konferenz in Jakarta
انځور: DW/A. Tauqeer

اسلامي ټولنه تر نورو ډیره له ګواښ سره مخامخ ده

اقليمي بدلونونو تر ټولو ډیر د ځمکې جنوبي برخه ګواښي؛ داسې سیمه چې پکې ګڼ شمیر مسلمان میشته هیوادونه موجود دي. پاکستان د هغو لسو هیوادونو په ډله کې دی چې نن ورځ په ټوله نړۍ کې د هوا د تر ټولو ګرمو څپو سره مخ دی. افغانستان، اندونیزیا، بنګله دیش، مالیزیا او ګڼ شمیر نور هیوادونه اوس مهال له اقلیمي بدلونونو کړیږي. وچکالۍ، بې وزلي او لوږه همدا اوس د دې سبب شوي چې په افغانستان کې زرګونه کورنۍ خپلې اصلي سیمې ترک کړي او په نورو سیمو کې میشت شي.

نن ورځ وضعیت په دومره اندازه کړکیچن دی چې په ټوله نړۍ کې د میلیاردونو انسانانو د ملاتړ له پاره باید ټینګ او متداوم اقدامات عملي شي. په اصل کې که نړیواله ټولنه په دې برخه کې واضح عکس العمل ونښيي، پر ځمکه باندې د انسان د نسل بقا له جدي ګواښ سره مخامیږي. فکر وکړئ چې زموږ سیاره یعنې ځمکه نور د اوسیدو وړ نه وي او د اوسیدو له پاره انسانان بل انتخاب هم ونه لري؛ ځکه چې تر اوسه پورې هیڅ کومه سیاره د دې وړتیا نه لري چې انسانان میشت کړي.

د چاپیریال ساتنې له پاره د ادیانو مکالمه

شپږ میاشتې کیږي چې د دویچه ویله د مکالمې پروژې له پاره کار کوم؛ داسې پروژه چې نړیواله سوله او د ادیانو ترمنځ دیالوګ ترویجوي او د اقلیمي بدلونو او د مخنیوي په برخه کې یې عامه پوهاوی وړاندې کوي. دویچه ویله د همدې موخې له پاره په اندونیزیا کې د واحد انستیوت په ګډه همکارۍ په جاکارتا کې د ایکو اسلام په نامه دغه دوه ورځنی نړیوال کنفرانس ترسره کړ. په دې کنفرانس کې د اندونیزیا، بنګله دیش او پاکستان هیوادونو مذهبي مشران، څیړونکي، کارپوهان او د چاپیریال د برخې فعالین را ټول شوي وو څو د دیني لارښونو په چوکاټ کې د چاپیریال ساتنې موضوع تر بحث لاندې ونیسې او دغه څه لا پسې پراخ کړي.

Atif Tauqeer
انځور: DW/A. Tauqeer

کله چې د دغه کنفرانس د ګډون له پاره جاکارتا ته ورسیدم، تر ټولو لومړی شی چې ما ولید هغه د کراچۍ او جاکارتا ترمنځ مشترکات وو. د هوا ککړتیا مې په عاجله توګه احساس کړه. له ګڼه ګوڼې ډک سړکونه او زرګونه موټر چې د تګ راتګ له پاره یې ستونزې جوړې کړې وې. دلته چې له هر چا څخه وپوښتئ چې آیا هوا تغیر کړی، هغوی ځواب درکوي چې: هو. دغه ځواب نه یوازې په کراچۍ کې بلکې په ډهاکا، کابل او د نړۍ په نورو سترو او کوچنیو ښارونو کې یو شان دی. نن ورځ ورځ د هوا او اقلیم بدلون لیدل کیږي چې د ټولنې پر هر وګړي باندې اغیز کوي. دویچه ویله هڅه کوي چې دغه ته ورته یو بل نړیوال کنفرانس د پاکستان په کراچۍ ښار کې هم په لاره واچوي.

عاطف توقیر/ خ. حکیمي