1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ایفون د ګوتو د نښان د امنیتي سیستم د ماتولو ادعا

مسعود جهش (Reuters, dpa)۱۳۹۲ مهر ۱, دوشنبه

آلماني کمپیوتر کود ماتوونکو یا «هکرانو» ادعا کړې ده چې د نوي «ایفون پنځه اس» د گوتو د نښان امنیتي سیستم یې مات کړی دی. که دغې ادعا له اثباتیدو سره ښايي د اپل شرکت له ستونزو سره مخامخ شي.

https://p.dw.com/p/19mS5
د اپل نوي iPhone 5S او iPhone 5C تیلیفونونه
د اپل نوي iPhone 5S او iPhone 5C تیلیفونونهانځور: Getty Images

دوه اوونۍ مخکې امریکايي شرکت اپل، خپل نوی ایفون iPhone 5S بازار ته وړاندې کړ. پر نورو نویو امکاناتو سربیره د دغه ګرځنده هوشمند تیلفون تر ټولو نوی خصوصیت د کاروونکي د گوتو د نښان په مرسته د تیلیفون پرانیستل او قفلول وو. د اپل شرکت چارواکو ادعا کړې چې په تیلیفون کې ثبت شوی د کوتو نښان یوازې په تیلیفون کې پاتې کیږي او پرته له خپله کاروونکي، بل څوک ورته لاسرسی نه لري.

خو آلماني کمپیوتري کود ماتوونکې ډلې (CCC) ادعا کړې ده چې د نوي ایفون د ګوتو نښان امنیتي سیستم کود یې مات کړي دي. د دغې ډلې په انترنتي پاڼه کې یوه ویدیو خپره شوې ده چې په کې یو کس د «جعلي ګوتو نښانونو په واسطه د یوه نوي افون د پرانیستلو په حال کې ښوول شوی دی». په دغه ویدیو کې همداراز دا خبره روښانه شوې ده چې کود ماتوونکي څرنگه د نوي افون د کوتو د نښان د امنیتي سیستم د کود په ماتولو بریالي شوي دي.

په ویدیو کې ویل شوي دي چې کمپیوتري کود ماتوونکو د ایفون د یوه کارونکي د ګوتو نښان پر یوې باڼې پاندې پریښی دی او په دې ترتیب سره یې نوی ایفون یوازې د همدې پاڼې په واسطه پرانیستی دی.

«د ګوتو د نښان مه کاروﺉ»

د اپل شرکت په خپل وروستي ماډل ایفون کې د ګوتو د نښان په مرسته د تیلیفون د پرانیستلو او همداراز د دغه شرکت له انترنتي پلورنځي څخه د پروګرامونو د رانیولو اسانتیا راوستې وه. د دغه شرکت چارواکو ادعا کړې وه چې له دې تکنالوژي څخه ګټه اخیستل ډیر امن دي او څوک نه شي کولای چې د ایفون د کارونکي د ګوتو نښان ترلاسه کړي.

خو آلمانۍ کمپیوتري کود ماتوونکې ډلې CCC په یوې بیانیه کې ویلي دي چې څوک باید د خپلو معلوماتو د خوندي کولو له پاره د ګوتو له نښانه کار وا نه خلي. دغې ډلې استدلال کړی دی چې وګړي په عادي ژوند کې په ډیرو ځایونو کې د خپلو ګوتو نښانونه پریږدي چې بیا د هغوی په مرسته د «جعلي ګوتو نښانونو» جوړل ډیر اسانه دي. لا تر اوسه پورې د اپل شرکت چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب