1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

له آسیایې سیالیو څخه د ایران د فوټبال لوبډلې د حذفیدو خطر

۱۳۹۷ آبان ۲۴, پنجشنبه

د آسیا د فوټبال کنفدراسیون د ایران د فوټبال فدراسیون د خپلواکۍ ساتنې غوښتنه او د لوبغاړو د ګمارنې او لیري کولو په برخه کې د دې بنسټ په داخلي چارو کې د حکومت پر لاسوهنې اعتراض کړی دی.

https://p.dw.com/p/38IyV
Asian Football Confederation Logo

موضوع د ایران د فوټبال فدراسیون مشر مهدي تاج د لیري کولو یا د کار او فعالیت د دوام پر سر ده. د ایران حکومت وایې چې د تقاعد شویو کسانو د بیا ګمارنې د منع په پارلماني پریکړه کې د نورو ترڅنګ غیر دولتي ادارې هم شاملیږي، نو له دې امله د یوه ورزشي فدراسیون او یوې ښاروالۍ ترمنځ توپير شتون نه لري.

د دې پریکړې په عملي کولو سره، دولتي او غیر دولتي ادارې باید د نومبر میاشتې تر ۱۷ نیټې پورې د تقاعد شویو د فعالیت مخه ونیسي. د ایران پارلمان د تقاعد شویو کسانو د فعالیت د منع قانون د ټولو دولتي او غیر دولتي ادارو له پاره الزامي کړی دی.

د آسیا د فوټبال فدراسیون اعتراض

د آسیا د فوټبال فدراسیون د سه شنبې په ورځ (د نومبر میاشتې ۱۳)د یو لیک په استولو سره، د ایران د فدراسیون په چارو کې پر حکومتي مداخلې او د مهدي تاج د فعالعیتونو د ادامې پر منع کولو اعتراض کړی دی.

په دې لیک کې د ایران د فدراسیون پر خپلواکۍ ټینګار شوی. د فیفا د قوانینو له مخې د غړو هیوادونو د فوټبال فدراسیون غړي باید پرته د دولتي بنسټونو له دخالت څخه وټاکل شي.  

د آسیا د فوټبال کنفدراسیون دا د غړي هیواد د فدراسیون په چارو کې دخالت بللی او ګواښ یې کړی دی چې د دې فدراسیون له مشرۍ څخه د مهدي تاج لیري کول، کیدای شي د فوټبال له آسیایې سیالیو څخه د ایران د ملي لوبډلې د حذفیدو سبب شي.