1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ایران پر اتومي شخړې خبرې اترې روانې دي

عبدالباري حکیم (آژانسونه)۱۳۹۳ آذر ۳, دوشنبه

د ملگرو ملتونو د امنیت شورا د پنځو دايمي غړو جمع آلمان او د ایران تر منځ د دغه هیواد د اتومي پروگرام پر سر خبرې اترې کومې پایلې ته نه دي رسیدلي. اوس د خبرو اترو د ضرب الاجل د غځولو خبرې کیږي.

https://p.dw.com/p/1Ds3y
انځور: J. Klamar/AFP/Getty Images

د اتریش په پلازمینه ویانا کې د ایران د اتمې پروگرام پر سر نړیوالې خبری اترې د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۱۴ کال د نومبر ۲۴مه نیته) یو ډيرې مهم پړاو ته رسیدلي دي. په خبرو اترو کې د بن بست د رامنځ ته کیدو له امله د ملگرو ملتو د امنیت د شورا پنځو دایمې غړو او آلمان د یکشنبې په ماښام د یوې ورستي موافقې د لاس ته راوړولو له پاره د ټاکل شوي ضرب الاجل د اوږدولو پر سر بحث او خبری وکړې. دغه ضرب الاجل د دوشنبې په شپه پای ته رسیږي. د ایران په اتومي پروگرام کې د یورانیمو شتمن کول او د تهران پر ضد د لویدیځ بندیزونه د خبرو اترو شخړیز موضوعات پاتې دي.

نورې لارې چارې

د وینا د روانو خبرو اترو څخه مخکې ټولو اړخونو موافقه کړې وه چې د دوشنبې د شپې تر نیمايي پورې باید د ایران د اتومې شخړې پر سر یوې موافقې ته ورسیږي. په دې هکله دوی یو کال مخکې د موقتي تړون په ترڅ کې دغې هوکړې ته رسیدلې وو. د موقتې موافقې له مخې ایران ته د اتومي تکنالوژۍ د سوله ییزې استفادې حق ورکړل شوی دی. په عین وخت کې تهران باید په عمل کې ثابته کړي چې له دغې ټکنالوژۍ څخه د اتومي وسلو د جوړولو په موخه کار نه اخلي. په بدل کې به لویدیځ د ایران پر ضد لگول شوي اقتصادي بندیزونه چې دغه هیواد ېې سخت تاواني کړی دی، قدم په قدم له منځه یوسي.

د یکشنبې په ماښام د امریکا متحده ایالاتو یو دیپلومات وویل: «که څه هم ډيرې سترگې یوې وروستې موافقې ته ځير شوې دي خو دا هم ښکاره ده چې د ټاکل شوي ضرب الاجل د پای ته رسیدو څخه ۲۴ ساعته مخکې په یو گن شمیر لارو چارو باندې خبری وشوې.»

نوموړي امریکايي دیپلومات چې هویت ېې بربڼد شوی نه دی وویل چې د دغو لارو چارو په ډله کې د یوې وروستۍ موافقې د لاسه ته راړولو له پاره د «ټاکل شوي ضرب الاجل اوږدول دي».

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر فرانک والتر شتاین مایر، د خبرو اترو له پیل څخه مخکې وویل چې «پایلې نا معلومې» دي خو د خبرو اترو دوام د کلونو لانجې د حل یوازنۍ لاره ده: «موږ د اوسني وخت په پرتله هیڅکله دومره زیات سره نژدی شوي نه وو. نو له دې امله د خبرو اترو فضا رغوونکې ښکاري. خو دا هم باید وویل شي چی موږ په ډيرو پوښتنو کې لا تر اوسه د یوه واحد دریځ ته سره نژدی شوي نه یو. په همدې وجه اوس ایران پورې اړه لري چی د یوې موافقې د لاس ته راوړلو له پاره له چانس څخه استفاده کوي او که نه.»

«د ډيرو ټکو پر سر اختلاف»

په تیرو ورځو کې په ویانا کې په دې هکله سخت بحثونه وشول چې ایران تر کومې کچې کولاې شي د ملکي اهدافو له پاره په خپل اتومي پروگرام کې د یورانیمو شتمن کولو اجازه ولري او څومره ژر باید د ایران پر ضد بندیزونه له منځه ولاړشي.

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر فرانک والتر شتاین مایر د خپل هیواد په یوه تلویزیون کې وویل چې دواړه اړخونه «په ډيرو ټکو کې سره اختلاف» لري. شتاین مایر په ویانا کې د روسیی له بهرنیو چارو زویر سرگي لاروف، سره ولیدل او بیا وروسته لاروف له خپل امریکايی همتا جان کیري سره کتنه وکړه. د دغو دوه اړخیزو لیدنو کتنو په تعقیب شتاین مایر، کیري، د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر فلیپ هموند، د فرانسی د بهرنیو چارو وزیر لاورنت فابیوس او د اروپا د اتحادیی مرکچي کاترین اشتن، په یوې میلمستیا کې سره ولیدل. د دوشنبې په ورځ په ویانا کې د چین د بهرنیو چارو وزیر یانگ يي، هم په دغو خبرو اترو کې گډون کوي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب