1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ایران د اتومي تړون د لغو کیدو په اړه نړیوال غبرګونونه

۱۳۹۷ اردیبهشت ۱۹, چهارشنبه

آلمان، فرانسې، بریتانیا او اروپايي ټولنې پر ایران غږ کړی چې له اتومي تړون نه د ولسمشر ترمپ د وتلو تر اعلان وروسته دې هم متعهد پاتې شي. د ترمپ دغې پریکړې انتقادونه راپارولي او په منځني ختیځ کې له دې پريکړې هرکلی شوی.

https://p.dw.com/p/2xPE0
USA Trump verlässt den Raum ARCHIV (picture-alliance/ZUMAPRESS/C. May)
انځور: Imago/Zumapress/C. May

د امریکا متحدو ایالاتو د ولسمشر دونالد ترمپ هغې پریکړې چې له ایران سره له شوي اتومي تړون څخه یې د امریکا د وتلو اعلان وکړ، د نړۍ د ډيرو مشرانو غبرګونونه را پارولی دی.

په داسې حال کې چې د نړۍ ځینو مشرانو د ولسمشر ترمپ د دې پریکړې هرکلی کړی، خو ځینې نور بیا استدلال کوي چې د ولسمشر ترمپ دغه پریکړه په خپل ذات کې د ګډ هر اړخیز کاري پلان (JCPOA) تر پوښتنې لاندي راولي. دغه له ایران سره د ۵ جمع ۱ هیوادونو هغه تړون دی چې له کلونو خبرو او بحثونو وروسته بلاخره په ۲۰۱۵م کال کې له ایران سره لاسلیک شوو. اوس له دې تړون څخه د ترمپ د وتلو اعلان نه یوازې د ایران او امريکا ترمنځ شکونه راپیدا کوي، بلکي دغه څه د انتلانتیک د دواړو خواوو د متحدینو ترمنځ هم د شک او تردید سبب ګرځي.

د چهارشنبې په ورځ د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د فرانسې، آلمان او بریتانیا او له ایران سره د اتومي تړون ټول لاسلیک کوونکي هیوادونه به راتلونکې دوشنبه د ایران له استازو سره کتنه او ملاقات وکړي.

آلمان

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس په دې هکله وویل چې د ترمپ پر پریکړې سربیره آلمان به له ایران سره له شوي توافقه پر شا نه شي. نوموړي له اې. آر. ډي تلويزيون سره په خبرو کې ويلي دي چې د آلمان حکومت به د هغه «مهم توافق» ملاتړ ته ادامه ورکړي چې په منځني خیتځ او په ټوله نړۍ کې د امنیت په ښه کولو کې رول لوبوي. هایکو ماس وویل: «زه نه پوهیږم چې متحد ایالات غواړي [له ایران سره شوی] دغه توافق له څه شي سره بدل کړي.»

په ورته وخت کې آلماني سوداګرو هم لا له وړاندي پر ځینو آلماني شرکتونو باندې د امریکا متحدو ایالاتو د ممکنه اقتصادي بندیزونو له امله چې له ایران سره سوداګریزي اړیکې لري، اندیښنې څرګندي کړي دي. د آلمان د سوداګرۍ او صنایعو خوني د بهرني اقتصاد مشر، فولکر ترییر په دې هکله ویلي: «د امریکا متحدو ایالاتو له لوري [پر ایران باندي] د اقتصادي بندیزونو بیا وضع کیدل به د آلمان په اقتصاد کې هم د ناخوندیتوب سبب وګرځي.»

اروپا

بریتانیا او فرانسې هم چې دواړه له ایران سره د لاسلیک شوي اتومي تړون لاسلیک کوونکي هیوادونه دي، د آلمان د بهرنیو چارو د وزیر هایکو ماس تبصره یې تکرار کړې. یادو هیوادونو ویلي چې دوی د تړون د ساتلو له پاره په ګډه کار کولو ته متعهد دي.

د بریتانیا د لومړۍ وزیر تیریسا مې له دفتر څخه خپره شوې د آلمان، فرانسې او بریتانیا ګډې اعلامیې له امريکا څخه غوښتي دي چې د تړون د عملي کولو په موخه دې د نورو هیوادونو د هلو ځلو مخه نه نیسي. په دې اعلامیه کې یادو دریو هیوادونو له ایرانه غوښتي دي چې «زغم وښيي» او خپلې ژمني عملي کړي.

د فرانسې ولسمشر امانویل ماکرون چې له ایران سره په دې تړون کې د پاتېدو له پاره یې د ترمپ د تشویق هڅه هم کړې وه، د ولسمشر ترمپ د پریکړي په هکله یې خپل خفګان او د حل لار څرګنده کړې ده. نوموړي پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي: «له ګډ هر اړخیز کاري پلان (JCPOA) د [ایران له اتومي] تړون څخه د امريکا د وتلو پر پریکړه فرانسه، آلمان او بریتانیا خپل خفګان څرګندوي.» د اتومي وسلو نه تکثیرونکی دغه رژیم له خطر سره مخامخ دی.

روسیې چې له ایران سره یې د تړون د نهايي کولو او خبرو پرمهال مرسته کړې وه، ویلي دي چې دوی د ولسمشر ترمپ یو اړخیزي پریکړي مایوسه کړي دي.

په عین وخت کې د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشرې فیدریکا موګیرني چې له ایران سره د لاسلیک شوي اتومي تړون د عملي کولو په برخه کې ایران او د نړۍ ۶ قدرتونه څاري او په دې هکله د هر راز ستونزو د حل په موخه مرسته کوي، د سه شنبې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل چې دغه «تړون یوازې د یوه هیواد په لاس کې» نه دی.

د هغې په خپره شوې اعلامیه کې راغلي دي چې د اروپا ټولنه د خپلو امنیتي ګټو او اقتصادي پانګونو په پام کې نیولو سره عمل کولو ته ژمنه ده. هغې ایران ته په خطاب سره ویلي دي چې مه پریږدئ چې یو څوک دغه تړون منحل کړي. دا د دپلوماسۍ په تاریخ کې یوه تر ټولو سترو لاسته راوړنو څخه ده او موږ دغه څه په ګډه ترلاسه کړي.

Iran Hassan Rouhani
انځور: picture alliance/AP Photo/Iranian Presidency Office

ایران

د ایران ولسمشر حسن روحاني له اتومي تړون څخه د ترمپ د وتلو د اعلان په هکله وویل چې تهران به په دې نړیوال تړون کې پاتې شي خو نوموړي د خپلې پریکړې له امله ترمپ رټلی دی. د ایران ولسمشر وویل: «له توافق څخه به په وتلو سره، امریکا په رسمي توګه د یوه نړیوال تړون په هکله خپل تعهد تر پوښتنې لاندې راوستلی دی.

روحاني زیاته کړې چې هغه غواړي له پنځو هغو هیوادونو سره خبرې وکړي چې په دې تړون کې لا هم پاتې دي، خو په عین حال کې خبرداری ورکوي چې هر وخت چې ضرورت وي ایران به له وړاندې نه ډیر یورانیمو غني کول پیل کړي.

USA Iran Atomabkommen Trump
انځور: Getty Images/AFP/S. Loeb

روحاني پر ولسمشر ترمپ باندې د «رواني جګړې» تور پورې کړ او د ایران د پارلمان مشر بیا ویلي دي چې د امریکا متحدو ايالاتو ولسمشر له ستونزو سره د مبارزې له پاره ذهني ظرفیت نه لري. دا په داسې حال کې ده چې د همدې چهارشنبې په ورځ د ایران د پارلمان وکیلانو د امریکا بیرغ ته اور ورته کړ او د «مرګ پر امریکا» نارې یې وهلې.

منځنی ځتیځ

د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو بیا د ترمپ د پریکړي هرکلی کړی دی او هغه یې یو تاریخي اقدام یاد کړی دی. نوموړي له ایران سره تړون د سیمې او په ټوله کې د نړۍ د امنیت له پاره د تباهۍ نسخه یاد کړی دی. پر اسرائیلو سربیره، په منځني خیتځ کې د امریکا نورو متحدینو لکه سعودي عربستان او متحدو عربي اماراتو هم د ترمپ د دې پریکړې هرکلی کړی دی.

USA PK President Donald Trump zum Atomabkommen mit Iran
انځور: Reuters/J. Ernst

پر نړیوالو غبرګونونو سربیره په خپله په امريکا متحدو ايالاتو کې هم سیاستوال د ولسمشر د پریکړې له امله په خپلو کې ویشل شوي دي. د امریکا پخواني ولسمشر باراک اوباما چې ادارې یې د ایران د اوسني تړون له پاره هلې ځلې کړې وې، د فسبوک له لارې په یوه خپره شوې اعلامیه کې د ترمپ پریکړه «منحرف کوونکې» یاده کړې.

د امریکا د سنا د اکثریت مشر او د جمهوري غوښتونو د ګوند غړي میچ مک کونیل وویل چې د ایران معامله یو «ژور عیب لرونکی» توافق وو. نوموړي هم د ترمپ هغه تعهد تکرار کړی چې غواړي ایران باید هیڅکله هم د اتومي وسلو جوړولو یا انکشاف وړتیا ونه لري.